څو ورځي وړاندي په ګیزاب ولسوالي کې د لمړي ځل لپاره ابتدایه محکمه پرانیستل شوه او عملاً ئي په کار پیل وکړ چې دري تنه مامورین( رئیس او دوه غړي) په تشکیل کې لري.

د یادي محکمي رئیس قاضي عبدالرازق خان ټاکل شوی او د خپلي دندي په لمړنیو ورځو کې ئي د مقتول محمد الله نامي قضیه تر غور لاندي نیولي څوک چې د خپل یو تن ملګري الله نظر د لعل خان د زوي له لوري د ګیزاب ولسوالۍ پوري اړوند د پشئي په دښته کې په بي رحمي سره په قتل رسیدلي وه او د پیښي څخه یوه میاشت وروسته ئي جسد د پولیسو لاسته ورغلۍ چې د جنائي څیړنو په پائیله کې د مقتول اصلي قاتل الله نظر نیول کیږي او د قانون منګولو ته تر سپارلو وروسته پري د محکمي له لوري د اعدام حکم صادریږي چې تر دا مهاله داسي فیصله په ګیزاب ولسوالي کې بي ساري ګڼل شوي.

د یادونۍ ده چې تر دی د مخه د ګیزاب اوسیدونکې د محکمي د نشتون له امله له ډیرو ستونز سره مخ وه، د ابتدایه محکمي تر پرانستلو وروسته به په ملکې برخه کې ټولي قضیي خپل لمړني پړاؤونه په یادي ولسوالۍ کې تیروي.

دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *