تاند- د جرمني یوه ډیزاینر داسي مصنوعي پښه جوړه کړې چې تراوسه پوري دومره سپکه او کلکه پښه نه وه جوړه شوې.
د ساینس مجلې د راپور له مخې د دې پښې، چې (Exo-Prosthetic) نومېږي، په جوړولو کې د درې بعدي (3D) چاپ له ټکنالوژۍ او د معلول د روغې پښې له سکن څخه په کار اخیستلو ډیزاین شوې ده.
دا مصنوعي پښه خورا سپکه او کلکه ده او بله ښېګڼه یې دا ده چې ارزانه تمامېږي.
د مصنوعي پښې د وزن کموالی ډېر اهمیت لري.
د دې درې بعدي مصنوعي پښې ټول بندونه د انسان طبیعي پښې ته ورته دي.
د دې پښې جوړوونکی وايي چې دا دومره طبیعي ده چې ناروغ احساس کوي چې خپله حقیقي پښه یې ده.
ټاکل شوې ده چې دا پېښه د ازمېښتونو له بشپړېدو وروسته په ۲۰۱۵ میلادي کال بازار ته راووځي.