علاءالدین په چین کې یو لټ او بې کاره زلمی دی چې له کونډې مور سره په بېوزلۍ کې ژوند کوي. یو وخت د افریقا د سیمې یو کوډګر علاءالدین ته په دروغو وایي چې زه دې تره یم، دغه بده ورځ مې نه درباندې لورېږي، راشه چې سوداګر دې کړم. د کوډګر مطلب دا دی چې په ده باندې له یوې سمڅې څخه د ځان لپاره جادویي څراغ راوباسي. په دغه څراغ کې یو پیری دی چې هره ارزو پوره کولای شي.
علاءالدین سمڅې ته ورکوزېږي، څراغ پیدا کوي او د راوتلو په وخت کې کوډګر ورته په قهرېږي، له څراغ سره یې په سمڅه کې بندي کوي. علاءالدین په څه چل راوځي. دی په دې نه پوهېږي چې څراغ څه کمالونه لري. مور یې غواړي چې څراغ پاک کړي. دغه وخت پیری راوځي او د امر وخدمت ورته وایي. دوی چې وږي دي، ډوډۍ یې پکار ده. پیری سمدستي ډوډۍ حاضروي. دغه پیری چې په څراغ باندې د لاس تېرولو په وخت راوځي، علاء الدین د سرو او سپینو څښتن کوي او د چین د پاچا لور بدرالبدور(د سپوږمیو سپوږمۍ) ورته کښېنوي.
جادویي څراغ د انسان د ارزوګانو استعاره بللای شو. په زړه کې د ارزوګانو بله ډیوه زموږ اصلي سرمایه ده. که ارزو راسره وي نو د هڅې همت به راسره مل شي او ژوند به مو معنا او رڼا پیدا کړي خو که نهیلي شو با برعکس ارزوګانې پوره ووینو، د ژوند د معنا رڼا به ومري او په ژوند پورې به په تنګ شو. ډېر کلونه پخوا مې د امریکا د نولسمې پېړۍ د یوه شاعر جیمز رسل لوول یو شعر چې الادین ( علاءالدین ) نومېده، ژباړلی و. دلته همدا خبره کېږي چې په زړه کې د ارزو بله ډیوه په حقیقت کې د علاءالدین څراغ دی.
الادین
غریب هلک وم
په نمجنه زیرزمیني کې اوسېدم
نه مې ملګري لرل، نه د لوبو شیان
خو الادین څراغ راسره و
چې یخني به خوب ته نه پرېښودم
نو په زړه کې به مې لمبې وکړې
او د طلایي بامونو کلا به مې په اسپانیا کې ودانه کړه
——–
له هغه وروسته ما شپه ورځ کار کړی دی
زه اوس ډېر وس او پیسې لرم
خو زه تیار یم چې د نقره اي رڼاګانو ټول څراغونه مې
په هاغه څراغ بدل کړم چې اوس یې نه لرم
اې بخته، وادې خله چې څه دې خوښه وي
تا راکړي دي او بېرته یې اخیستلای شې
زه داسې څه نه لرم چې په نشتوالي یې خوابدی شم
ځکه نور مې په اسپانیا کې کلا نشته!
جیمز رسل لوول ( ۱۸۱۹-۱۸۹۱) د امریکا په ماساچوست کې دنیا ته راغی. په هاروارد پوهنتون کې یې زده کړې وکړې. شاعر، نقاد او دیپلومات و. د ده په نظر شاعر ټولنه بدلولای شي. لوول د غلامۍ مخالف و او په دې برخه کې یې خپل نظرات د شعر په ژبه څرګند کړي دي.