د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت

خبریال:خالد خوستی- د خوست ولايت چارواکي وايي چې د ولایت امنیتي وضعیت یې ښه شوی او د تېرو څو کلونو په پرتله په ٢٠١٤ کال ميلادي کال کې په دې ولايت کې ملکي وګړو او پوليسو کم تلفات درلودل.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت يوه خبري کنفرانس ته وويل، دا مهال د خوست په ټولو ولسواليو او سرحدي سيمو پوره حاکميت لري، او پوليس يې د اړتيا پرمهال هرې سيمې ته پلي ګزمې او اکمالات کوي.

نوموړى په دې ولايت کې د امنيت پر وړاندې ستر خنډ د سړک تر غاړې ځاى پر ځاى شوي ماينونه وبلل، ویې ویل چې د دولت وسله وال مخالفان له افغان عسکرو سره مخامخ جګړه نشي کولاى او يوازې په عامو لارو کې ماينونه خښوي، چې ډير وخت پر ملکي وګړو چوي.

په همدې حال کې د خوست ولايت اوسيدونکي د دغه ولايت له اوسنۍ امنيتي وصعې خوشاله دي. هغوى وايي، پخوا به له ويرې له د خوست ښاره د باندې نشول وتلى، خو اوس د خوست هرې ولسوالۍ ته په ډاډه زړه تګ راتګ کولاى شي.

امنيتي چارواکي په خوست کې د امنيتي حالت د ښه والي يو لامل د پوليسو روزنه او تجهيز او بل له افغان عسکرو سره د خلکو له لوري همکاري بولي.

خوست د هېواد په سويل ختيځ کې له پاکستان سره په پوله پروت ولايت دى چې په دې وروستيو کې کابو ٣٠ زره وزيرستانۍ کورنۍ هم، د شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د پاکستاني د پوځ د عملياتو له امله دغه ولايت ته را کډه شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *