د حرفوي او فني زدکړو دغه مرکز چې په میدان ښار کې یې نن د بنسټ ډبره کېښودل شوه،د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پرمختیایي بودیجې په پنځه ویشت میلیونو افغانيو په مالي لګښت په د اته میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي .
دغه مرکز چې په دوه نیم جریبه ځمکه کې موقیعت لري د حرفوي اوفني زدکړو ودانۍ به په اوه سوه متره مربع مساحت کې جوړه شي،چې په دوو پوړونو کې به ټولې دولس خونې او نور ضروري ملحقات ولري،چې په یو وخت کې به په کې سل کسانو ته زدکړې ورکول شي.
د دغه مرکز د پرانستې پرمهال د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د امیر رهیب شرکت له مسؤلینو چې د دغه ودانۍ د جوړولو چارې پرغاړه لري غوښتنه وکړه،چې د ودانۍ د جوړولو پرمهال له پوره اخلاص او صداقت او دقت څخه کار واخلي .
ده همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه مننه وکړه،چې د دغه ودانۍ د جوړولو لباره یې ټولې چارې پر وخت بشپړې او بودیجه یې ورته په واک کې ورکړه،چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولایت په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس ښاغلي اسلام حسیني د خپلو خبرو پرمهال وویل تر دې وړاندې یې په میدان وردګو ولایت کې هیڅ ډول د حرفوي او فني زدکړو مرکز نه درلود،چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د دغه ولایت ډیری وګړې په بېلابېلو برخو کې حرفوي او فني زدکړې ترسره کړي
د بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې د دغه ولایت ملي امنیت رئیس، امنیه قوماندان او د یوشمیر ادارو مسؤلینو او استازو برخه درلوده .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر