ليکنه: رحمت الله پښتون

د حضرت عمر رض د خلافت په دور کي مسجد نبوي د حکومت مرکز ؤ او د هغه پر کوچنۍ ټوټې د فرش به ناست ول د ايشیا او د افريقا د قسمتونو فيصلې به یې کولې. پنځه وخته لمونځه به حضرت عمر رض هم هلته اداء کول. غرض دا چي هر وخت به مسجد د خلکو څخه ډک ؤ.

د حضرت عباس رض (د رسول اکرم ﷺ اکا) کور د مسجد نبوي سره متصل ؤ او د کور ناوه یې د مسجد وه خوا ته جوړه وه. بعض وخت به د ناوې اوبه وه مسجد ته را تللې او لمونځ کوونکو ته به تکليف محسوس کېدی. د حضرت عمر رض د خلافت په دور کي د مسجد د احترام او د خلکو د آرام لپاره هغه ناوه وایسته. حضرت عباس رض د کور مالک به اتفاق سره هغه وخت موجود نه ؤ. کله چي حضرت عباس رض له بهره را ستون سو ګوري چي ناوه يې حضرت عمر رض ايسته کړې. نو فوراً یې د هغه وخت قاضي ته ځان ورساوه او د هغه وخت پر خليفه یې دعوه دایره کړه.

سيدالانصار اُبي بن کعب رض د دنيا پر لوی حکمران باندي فرمان صادر کړ او د ده په خلاف کي یې د حضرت عباس رض دوسیه پرانسته.

که چيري يو معمول باچا وای اوس به يې د خپل ځان لوی توهين ګڼلی وای. مګر د عرب او عجم باچا په ډيره سادګۍ سره په ټاکلي وخت کي د حضرت اُبي بن کعب رض په کور کي حاضر سو.

قضیه وړاندې سوه لومړی حضرت عمر رض غوښتل يو څه ووايي – مګر د انصاف فاضل حضرت اُبي بن کعب رض هغه د خبرو کولو څخه منع کړ او و یې فرمايل، «د مدعي حق دی چي لومړی خپله دعوه وړاندي کړي – تاسو د مهربانۍ له کبله خاموشه سئ.» خبري د قاعدې وې. امير المؤمنين خاموشه سو او د دوسیې کار شروع سو.

حضرت عباس رض بيان وکړ، «جناب زما په کور کي ناوه د مسجد نبوي وه طرف ته وه. د حضرت محمد ﷺ په دور کي هم وه او همدا شان د لومړي خليفه حضرت ابوبکر رض په دور کي هم پر همدغه ځای کې وه. لاکن امير المؤمنين هغه ايسته کړه او ویې غورځوله. پدې عمل سره ما ته زيان او بې حده تکليف ورسېدی. زما غرض دا دی چي زما سره انصاف وسي. »

حضرت اُبي بن کعب رض وفرمايل، «بېشکه چي ستا سره به انصاف کيږي – وفرمايل، یا امير المؤمنين! تاسو پخپل حق کي څه ويل غواړی؟» حضرت عمر رض وفرمايل، «ناوه بېشکه چي ما ايسته کړه او د هغه کښونکی زه يم.»

حضرت اُبي بن کعب رض: تا ته نه ښايي چي د نورو د کورونو ناوې بغير د کور د مالک نه وکاږې؟ تاسو ما ته دليل وواياست چي ولي مو دا کار وکړ؟»

حضرت عمر رض: «اې محترم ابوالطفيل! د ناوې څخه کله نا کله اوبه را څڅېدلې او په مسجد کي د خلکو لباس خيرن کېدی، هغوی ته تکليف رسېدی. نو ما په دې خاطر وکښله تر څو خلکو ته آرامي او د مسجد احترام وسي، او تر څو چي خبر يم ما کوم غير واجب عمل نه دی اجراء کړی.»

اُبي بن کعب رض: «ووايه ابوالفضل! د ده په ځواب کي کوم څه وايې؟»

حضرت عباس رض: «واقعه دا وه چي حضرت اکرم ﷺ پخپل لاس باندي زما ومخ ته پر دې ځمکه نښانۍ واچولې او ما پر هم هغه نښانو باندي خپل کور جوړ کړ. کله چي کور جوړ سو نو رسول اکرم ﷺ د کور ناوه په خپل حکم سره پر همدغه ځای کې کښېنوله – رسول اکرم ﷺ ما ته وفرمايل چي زما پر اوږه کښېنه او دا ناوه ولګوه – ما انکار وکړ لاکن رسول الله ﷺ ډېر ټينګ سو او زه يې پر اوږو کښېنولم او ناوه مي پر هماغه ځای کښېښودله.»

اُبي بن کعب رض: «ابوالفضل! آيا ته ددې واقعې د حقيقت لپاره کوم شاهد وړاندي کولای سې؟»

حضرت عباس رض: «يو دوه نه بلکه ډير وړاندي کولای سم.»

اُبي بن کعب رض: « ډير ښه او اوس یې راوله تر څو ددې دعوې فيصله هم اوس وه سي.»

حضرت عباس رض بهر ووت او يو څو انصاري خلک یې را وستل او شاهدي یې اداء کړل.

د شاهدۍ ورکول وروسته د نړۍ لوی حکمران تر اوسه سترګي لاندي اچولي خاموش ولاړ، مخ ته راغلی او حضرت عباس رض ته یې وفرمايل، «اې ابوالفضل! د الله ﷻ لپاره ما وبخښه – ما ته ددې هيڅ علم نه ؤ چي رسول الله ﷺ خپله دا لګولې ول، که نه ما به هيڅکله دا عمل سرته نه وای رسولای – که نه زما به څه حق وای چي ما به دا کښلای – دا ټوله چي سوي دا لا علمۍ له وجهي سوي او اوس د هغه حق اداينه بايد په دې طريقه اداء سي چي زه به کښينم او تا به پر خپلو اوږو پورته کوم او دوباره به یې پر هماغه ځای لګوې. »

اُبي بن کعب رض: «هو امير المؤمنين انصاف هم دا خوښوي او تاسو بايد چي همداسي وکړئ.»

تر لږ ځنډ وروسته خلکو وليدل هغه خليفه چي جرنيل ته يې ماته ورکړې وه پر ځمکه ناست او وه عباس رض ته اوږه ورکوي تر څو هغه ناوه ونښلوي. د دنيا ټوله تاريخ وه ټوکوه خپل د مطاع داسي اطاعت او محبت، انصاف او عدل او مساواتو کارنامه په هيڅ کتاب کي نه وه ليکل سوې.

کله چي ناوه ونښلول سول نو حضرت عباس رض فوراً ځان واچاوه او وه یې فرمايل، «امير المؤمنين! دا چي هر څه وه سول دا زما د حق لپاره ؤ چي په واقعي توګه زما ؤ – اوس ما ستا ددې انصاف خوښوني له وجهي ما ته خپل حق ورسېد، نو په دې سبب زه ددې بې ادبي لپاره بخښنه غواړم او په ډير خوشحالۍ سره زما دا ټول کور وه مسجد نبوي ته وقف کوم تر څو د لمونځ کوونکو لپاره د ځای کمښت محسوس نه سي – الله ﷻ دي زما دا عمل پخپل دربار کي را قبول کړي. آمين. »

دا یو فرضي افسانه نه ده بلکه یو مستعد تاريخي واقعه ده – معتبر او متعدد تاريخ پاڼو کي ثبت سوې. د اسد انعابه تاريخ، سيرة العباس رض، سيرة الانصار او د ابن بطوطه په سفر نامه کي هم ثبت راغلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *