هرې خوا ته شور او غوغا جوړه ده، څوک ښکته او څوک پورته منډې وهي، ویرونه دي، دردونه دي، ژړاګانې او انګولا ده، د غم ساندې له هرې خوا اوریدل کیږي، په هر کور او کلي کې د میندو له سترګو وینې څاڅي، ماشومان شلیدلی ګریوان، اېبلې پښې، د اوښکو سترګې، لاسونه په سر د کور انګړ ته د انتظار شیبې شماري، د کور بوټې، تیږې او دیوالونه چپه خوله حالاتو ته د سوالیه نښان په انداز د ځمکې اور او په هوا کې شنو لوخړو ته په تماشا دي. د کلي ونې او بوټې اوس د اوبو پرځای په وینو خړوبیږي په هغه وینه چې هر څاڅکی یې له خپل وجود څخه په خپل ذات کې یو سوال دی او ځواب یې تنده ده، داسې تنده چې د اهاړ او پشکال په میاشت کې روژه دار تږی وي لیکن نن انسانان په سخته ګرمۍ کې د اوبو پر ځای د وینو تږي دي داسې تږي چې په جامونو جامونو نه بلکې په ویالې او ډنډونو یې هم خوا نه سړیږي.

د کلي کورونه، میدانونه، اوجرې (حجرې) او جوماتونه خالي دي هر وګړی چې هر څه یې لاس ته راځي اخلي او د دې تږي او جل وهلي ښاره په منډو او تیندکونو ځان وباسې ولې چې کیدای شي خپله تنده يې پاتې او د بل خړوبولو ته پاتې شي، په دې هوډ او نیت به وځي ګواکې د وحشت، بربریت، ظالم او جل وهلي ښار اوسیدونکي له تودوخې سړیدو وروسته به بیرته راستون شي، خو دوی ته څه معلومه وه چې دا تنده به دومره سخته او اوږده شي چې شپږدیرش کاله به وخت واخلي خو د جل وهلو به خوا سړه نشي.

هو! پوره شپږدیرش کاله وشول اوس یې اوه دیرشم کال پیل شو خو د دوی تنده ماته نشوه او اوس هم لګیا دي په خپل مینځ کې د یو او بل وینه داسې په آسانه، سړه سینه او خوشحالۍ سره څښي لکه د صحرا لاروی چې په ټکنده غرمه کې یې له تندې ژبه راوتلی او اوبو پسې یوه خوا بله خوا سرګردانه منډې وهي او څوک ورته جام وړاندې کړي د ډیرې وارخطایۍ او خوشحالۍ نه کنډول په سر واړوي او تنده يې ماته نشي .

ای لویه ربه!! ای د همدې مخلوق خالقه!!! ای د وچو ټټرونو خړوبونکیه!!!! تاته وایم!!!: نور بس دی!! یا خو خپل دا تږی مخلوق سیرابه کړه او که داسې دې خوښه نه وي نو بیا یې په همدې تنده کې له دې هستۍ څخه نیستۍ ته برابر کړه، ولې چې د دوی په بود کې د نورو نابودي ده، د دوی به تنده نه ماتیږي او نور به د خپلو کورونو څخه لرې!!!! تر څو به خپلې ځوانۍ خاورې کوي؟! تور ویښتان سپین کړي؟! څوک خیراتونه غواړي! څوک کباړ ټولوي!! څوک د پردیو کورونه پاکوي!! په ګرمو بټیو کې ښښتې اچوي! د ظالم ظلم او د بیګانه و ناکردې زغمي!!!! آیا دا ټول د همدې دپاره دي چې ستا دا څو بې ضمیره، بې احساسه، بې وجدانه او له انسانیته لرې مخلوق خړوب شي؟؟!!!

لویه ربه!!! رحم! رحم! رحم! اللهم ارحم علی حالنا و لا تنظر الی سوء اعمالنا! نور بس دی!! خپلې لړزیدلي، دردیدلي، سوځیدلي، تڼاک او نهایت د بې وسۍ لاسونه ډیر په سوال او زارۍ درته لپه کوم چې زموږ په حال ورحمیږه هغه رحم کوم چې ستا د خالقیت، مالکیت، رحمانیت او سمیعیت شان سره ښایي، ته خو غفور او رحیم ذات یې او د خپلې شان او وعدې خلاف نه کوې، اوس نو وخت راغلی چې زموږ سوال، زارۍ، چغې او د در کړیږې واورې، او دا سروالی او بروالی، تیت او پاشان، ګډ وډ، او بې امنه هیواد او هیوادوالو ته مې په خپل هیواد کې امن او سلامتي راولې او دا نوی کال راته د سولې او آرام کال وګرځوې. ته مو د دې جوګه کړې چې پر مونږ رحم وکړې! ته خو له مور څخه اویا ځل زیات په خپلو بندګانو رحیم یې! نو رحم الهي رحم! آمین

One thought on “تنده/ محمد ابرار صدیقی”
  1. د دوه سری حکومت مرکب نوم (غنی عبدالله )!

    داخو باید ومنو چی دافغانسان موجوده نظام دسیاسی جوړ جاړیو په نتیجه کی رامنځته شو او د ولسونو په مبارزه ،قربانیو او سپیڅلو رایو جوړجاړی وشو او انتخاباتوخپل اصلی مشرعیت له لاسه ورکړاو دغنی عبدالله په نوم یو غیر مشروع نظام رامنځته شو تاریخ شاهد دی چی په افغانستان کی همیشه دخلکو سپیڅلی مبارزی یو بل رنګ غوره کړی او ولسونو دپخوا په شان په بدبختیو او لمبو کی سوځیدلی پاتی شوی دی دکرزی په دیارلس کلنه دوره کی شمالی ټلواله دقدرت له حیثه اوج ته ورسیدله چی دانتخاباتو په کش مکش کی ټولو پښتنو ته یی ګوت څنډنه کوله او حتی لکه څرنګه چی سیاست مور اوپلار نه لری نو دوخت جمهور ریس هم دخپل سیاست ښکار شو اوبالاخره عکسونه یی ورته تر پښو لاندی کړل؛ دا به منو چی خلک او خصوصاً پښتانه دشمالی ټلوالی د لنډغرۍ نه تر سپیښمو رسیدلی وو نو ویی غوښتل ترڅو دزړه له اخلاصه مبارزه وکړی ترڅو داکتر صیب محمد اشرف غنی احمدزی دافغانستان د سراسری ولس ولسمشر شی او دغه روانو بدبخیتو او لنډغیرو ته دپای ټکی کیږدی.
    قانون باید په تمامه مانا تطبیق شی او دمساوات اصل عملی شی ولسونو خپله سیاسی مبارزه په صداقت سره ترسره کړه او دهر ډول تهدیدونوپه مقابل کی یی د سر په بدله په سیاسی پروسه کی برخه واخیسته کور یی ودان تر دی دمه ولسونو خپل مسولیت په اساسی توګه ادا کړ نور نو له دی ځایه مسولیت د داکترصیب په غاړه شو.
    داکتر صیب چی په انتخاباتی مبارزه کی ډیر جدی ښکاریده اما کله چی مسله یو څه حساسه شوه او دموازی حکومتونو او نارنجی حرکتونو ناندری رامنځته ته شوی نو داکتر صیب غنی هم څټ یو څه اوږد کړ چی بالاخره نړیواله وتلی څیره او پښتنو په اصطلاح تکړه جرګامار جان کیری زحمت وویست او کابل ته یی تشریف راوړ دا چی پښتانه دمعمول له مخی جرګی ته منفی ځواب نه وایی نو هماغه وو چی ډیزاین شوی یو طرفه پريکړه چی دداکتر عبدالله په حق کی وه په غنی ومنل شوه او دنظام واګی نیم په نیمه سره وویشل شوی او دملی وحدت تر شعار لاندی یو ایتلافی او دسهامی شرکت دوه سری حکومت رامنځته شود داکتر صیب غنی دا عمل دغندلو وړ وو اما پښتنو بیا هم زغم او تحمل وکړځکه چی دده په حق کی یی مبارزه کړی وه او بله چاره یی نه درلوده او فکر یی کوو چی غنی به ارګ ته په ننوتلو دخپل قاطعیت له مخی ټولو شوو ژمنو ته دعمل جامه واغوندی امابرعکس دتحلیف دمراسمو په ورځ چی یو ځل بیا قانون په تمامه مانا نقض شو او دا صولو خلاف شپږو نفرو د تحلیف مراسم پرځای کړل ولسونه یو ځل بیا مایوسه شول او په ادامه یی داکتر صیب غنی ورځ تر بلی په خپلو کړنو کی پاتی راځی چی بیلګی یی دکابل بانک دقضیی دوسیه تحریکول او نه نهای کول دی ، دکابینی په وخت نه ټاکل چی علت یی دافرادو په سرد(غنی عبدالله ) ددوه سری حکومت عدم توافق او دریم دهغه کرغیړن قانون توشیح کول وو چی په نتیجه کی یی افغانانو خپل ملی هویت هم له لاسه ورکړ چی دا هر څه د (غنی عبدالله) د دوه سری حکومت په اوایلو ترسره شول او زه یقین لرم چی په نژدی راتلونکی کی به دورته بدبختیو شاهدان اوسو دا ټول دپښتنو دهغی مبارزی او تکالیفو ثمره وه چی دغنی په حق کی یی کړی وه پښتنو تر دی دمه خو مو غنی ثواب نه شو الله مو ثواب وکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *