پکتیکا: له چاودیدونکوتوکوډک موټرسایکل له منځه یوړل شو او یوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه شول.
نن دجمعې ورځ دورځې دولس نیمې بجې ۱۲:۳۰ دبرمل ولسوالۍ په انګورواډه سیمه کې له چاودیدونکو تو ډک یو عراده موټرسایکیل کشف اوله منځه یوړل شو.
یاد موټر سایکل چې له پولې پورې غاړه چاودیدونکي توکي په ډیر مهارت ځای پرځای شوي وه اوغوښتل یې چې ددې موټرسایکل په واسطه یوتن ځانمرګی برید کوونکی دانګوراډې بازارکې دسرحدي ځواکونو پرپوسته برید وکړي ،خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي دملي امنیت دبیداروځواکونو له لوري په نښه او له منځه یوړل شو،خو هغه کس چې غوښتل یې دهمدې موټرسایکیل په واسطه ځانمرګی برید ترسره کړي تښتیدلی دی اودسرحدي ځواکونو له لوري یې پلټنې پیل شوي دي.دیادونې وړده چې په دې پیښه کې چاته ځاني اومالي زیان نه دی اوښتی.
دیوبل خبر له مخې دپکتیکا ولایت وازیخواه ولسوالۍ په مرغوزاره سیمه کې دسرحدي پولیسوله لوري عملیات ترسره شوي چې پکې یوه اندازه وسلې اومهمات ددوي لاسته ورغلي دي .
دپکتیکا ولایت دګډوافغان امنیتي ځواکونودهمغږۍ مرکزدمعلوماتو له مخې په دې چاودیدونکو توکو کې(۷۰۰) فیره دبرناو(۷۰۰) فیره دکلاشینکوف(۴۸۰۰) فیره ددهشکې(۳۹۰۰) فیره دزیکویک(۵۲۰) فیره دپیکا او (۸۷۰) فیره دامریکایي سلاح مرمۍ نیول شوي دي.
همدرانګه (۵) کیلوګرامه چاودیدونکي توکي(۶۹) دانې دماین پټاقۍ (۱) پلته،سانیه سوز(۲) دانې دماین ریموټ کنټرول(۱) میل چینایي آردي پي سلاح له (۴) دانې شاجورونو سره (۱) میل چینایي راکټ انداز او(۱) میل چینایي کلاشینکوف دسرحدي ځواکونو لاسته ورغلي دي،چې اوس مهال دوازیخواه ولسوالۍ سرحدي پولیسو په ۷ کندک قرارګاه کې ځای پرځای شوي دي.
دیادونې وړده چې دپورته ذکرشویو وسلواو مهماتودترلاسه کولو په تړاو تراوسه پورې څوک نه دي نیول شوي.
درنښت
دپکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر