هغه چا چې اکسفورډ او كيمبريج لوستی، بې شانه کتابتونونو او لایبراریو ته یې لاسرسی درلودلی، د بشري نړۍ بې شمېره بريالۍ نمونې او قدوې یې مخې ته پرتې وې، په زرګونه پاڼې کتابونه، متنونه، څلور اسماني کتابونه، د نولسمې او شلمې پېړۍ د انسان کلتوري او علمي غنامندي ته یې لاسرسی درلود، او بیا نیلسن منډېلا، ګاندي، پاچاخان، مارټین لوترکینګ او لوی لوی انسانان شول، په ټولو بریاوو سربېره یې نه د یوه قوم اخلاق بدل کړل، نه یې د یوه قوم برخلیک بدل کړ، یواځې د یوه ولس د شعور د تکامل او پرمختګ سیر یې ګړندی کړ، هغوی نن نړۍ ته رول ماډلونه ور پېژندل شوي دي.

زه نن د هغه چا په اړه نه غږېږم چې دې ټولو امکاناتو ته یې لاسرسی درلود. د داسې چا په اړه غږېږم چې د سوځنده صحراء، نالوستو او وحشي قبایلو، نالوستې کورنۍ، وچې کلکې او بې حاصلې جغرافیې، قبیلوي جګړو او شخړو، انتقامجویه او یو د بل وینو ته تږیو خېلونو په منځ کې په یواځې ځان را وټوکېد، دیارلس کاله یي د یاغي، مغرورو، نه اېلېدونکیو او جابرو سردارانو په منځ کې یواځې د منطق او دعوت ژبه وچلوله، دردونه، لوږې، ګواښونه، سپکاوي او کړاوونه یې وګالل، د سردارانو او جابرانو په مقابل کې یې د قوم کمزورو اقشارو؛ ښځو، غلامانو، فقیرانو ته لاس ورکړ او بالآخره یې یواځې د ملګرو نه، بلکې د سرسپارلیو عاشقانو یو داسې لښکر د ځان مل او د ملتیا لایق کړ چې په بشري تاریخ کې یې د وفادارۍ، زړورتیا، ایثار، مینې او یو تر بله اخلاص ساری نه لیدل کېږي.

د مذهب خبره به یوه لور ته کښېږدو، د انساني اړیکو او حقوقو په لحاظ یې یوه بشپړه قبیلوي ټولنه په یوې ښاري متمدنې، قراردادي او قانوني ټولنې واړوله. په انساني تاریخ کې یې د قول او عمل، نظریې او تطبیق، کردار او ګفتار د تطابق داسې مثالونه رامنځته کړل چې دوستان پرې ویاړي او دښمنان پرې ژاړي.

هغه د انسان بدلولو او جوړولو تر ټولو ګرانه، ستونزمنه، او پېچلې دنده، چې د اوس زمانې په زرګونو رسنیزو، علمي، او تبلیغاتي وسایلو کې هم ګرانه ده، له هر ډول زر او زور کارولو پرته ترسره کړه، او زرګونه داسې انسانان یې جوړ کړل چې د کردار مثالونه یې کتابونه نشي تمامولای.

هغه د عربو په وار اخیستونکې او ضدي ټولنه کې د حضرت علی رضی الله عنه غوندې عدالت خوښي شخصیتونه را وټوکول چې د مرګ په وروستیو شېبو کې، د خوارج ځوان د خنجر تر خوړلو وروسته پر ژبه او زړه تر ټولو ستره اندېښنه دا وه چې مبادا له قاتل سره یې بې عدالتي وشي او تر مرګ مخکې یې هغه ووژل شي.

هغه حضرت عمر رضی الله عنه وروزه چې له خپل غلام سره به یې د سفر سوارلي په نوبت کاروله.

د اوسنیو رسنیزو، تعلیمي او نورو پرمختللیو وسائیلو پر مټ په انساني ټولنه کې بدلون راوستل د یوه نسل یا دوو نسلونو د عمر کار نه دی. په نسلونو نسلونو کار کېږي چې په پایله کې یو غوره نسل رامنځته شي او دا منځته راتګ هم یو احتمال وي. د انسانانو په یوه نسل کې بدلون راوستل د بدلون د یوه استاځي، یا رهبر خو څه چې د یوه پرمختللي سیسټم لپاره هم ممکنه هم نه وي. قاعده دا ده چې که یو نسل بدلوې یو نسل به ختموې، یا به یې ختمېدلو ته انتظار کوې.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د عربو د ټاپو وزمې له دین څخه نیولې، تر کلتور، تر رویې، تر دودونو، تر څېرو، تر اروا او مزاجه پورې هرڅه بدل کړل، خو د بدلون په دې ټوله پروسه کې، په سوله او جنګ، په شخړو او پرېکړو، په ټولو بدو او ښو پېښو کې د دوست او دښمن یواځې نهه سوه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې دا شمېر د عربو د انتقام غوښتنو، قبیلوي شخړو، تاراجونو او سرټمبه ګیو په نتیجه کې د وژل کېدونکیو انسانانو د شمېر په تناسب هیڅ هم نه و.
د دې خبرې یو راز و، او دغه راز په ټول سریت او پټوالي سربېره، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په کردار او شخصیت کې ښکاره او څرګند و.

دغه راز د قول او عمل له یووالي او مطابقت څخه سرچینه اخلي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم تیوري بیانوونکی انسان نه، عملي نمونه وه. هغه څه چې ویل، هغه هم قرآن و، او چې څه یې کول، هغه هم قرآن و.

که د قول او عمل د تطابق خبره شرط نه وای، د هغه پیغام به تر ننه پورې همداسې په زور او شدت خپرېدلای، خو نن چې سټلایټ شته، تلیفون، انټرنیټ، ویډیو، چاپي او کمپیوټرایز شوي قرآن کریمونه، تدوین شوي، تفسیر شوي احادیث، تفصیلي فقهي کتابونه، پراخې شرحې، زرګونه ډول ډول وسایل، او تر یو ملیارد زیات مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شته، اسلام نه په اخلاقو باندې د مالیزیا او انډونیزیا په څېر هېوادونه فتح کړل، نه د نړۍ په کومه ډډه کې قبیلې او قومونه فوج فوج اسلام ته راغلل. نه یواځې دا چې دین نه خپرېږي، بلکې په خپله پر اسلامي خاوره له دین څخه واټن ورځ تر ورځې زیاتېږي او د الحاد بې دینۍ تمایلات لکه اور خپرېږي، لامل یې فقط یوه خبره ده.

هماغه څه چې زموږ پیغمبر، او د هغه شاګردانو درلودل، او د اوس زمانې شیخان یې نه لري. هماغه څه چې موږ یې اخلاق ګڼو، او د قول او عمل له تلفیق او مطابقت څخه لاس ته راځي.

نن سبا دیني سیاسي حرکتونه دین ته یواځې له سیاسي اړخه ګوري او د هغه اخلاقي او ټولنیز اړخ یې له پامه غورځولی. د دې حرکتونو غړي هم واک ته تر رسېدلو مخکې په بدترینو بد اخلاقیو، یعنې قتل، خشونت، افراط، فساد، جاسوسیو او نورو کې ښکېلېږي او هم واک ته تر رسېدلو وروسته د فکري، طبقاتي او فردي استبداد، ظلم، مالي فساد، رشوت او نورو بد اخلاقیو علمبرداران جوړېږي.

دا چې یواځې د اسلام نه، د ټولو مدنیتونو بنسټ او د قوت راز په نېکو اخلاقیاتو او د هغوی د کمزورتیا راز د هغوی په اخلاقي انحطاط کې دی، همدا لامل دی چې نن د نړۍ نامسلمان ملتونه د نه رشوت، نه فساد، نه بې قانونیو، نه خپلمنځي شخړو له امله تر موږ غښتلي او ویاړمن دي.

په دې کې شک نشته چې په خپله زمانه کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او اصحابو د برترۍ راز د هغه په اخلاقي برترۍ کې و. د دعوت په مرحله کې هغه د خپل حریف په پرتله زیات امین، صادق، مهربانه او په ژمنه ولاړ پېژندل شوی و. د نظامدارۍ په مرحله کې تر خپلو حریفانو زیات په ژمنو او مواثیقو ولاړ، ټولنیزو او مدني ارزښتونو، د جګړې قوانینو او ارزښتونو، د مساوات او عدالت ارزښتونو او انساني کرامت ته ژمن و. همدا یې د برترۍ لامل و.

هغه خپل دښمن ته ښېرا نه کوله، د دښمن د مړي توهین یې نه کاوه، پر انسان یې باور کاوه او د هغه د ظاهر پر اساس یې معامله ورسره کوله او آن خپلو کافرو او مشرکو دښمنانو ته یې هم د هدایت او ښه برخیک هیله لرله.

د نننۍ اسلامي نړۍ اتباع چې خپلو ملي ګټو، ټولنیزو حقوقو او وجایبو، خپلمنځي ورورولۍ، مساواتو، عدالت، د امن او جګړې ارزښتونو، او نورو ته تر ټولو کم ژمن دي، حتمي پایله یې د اخلاقي سقوط په تعقیب مادي سقوط هم دی.

په معاصره نړۍ کې ځینو مسلمانانو د اسلام تېر برم ته د ستنېدلو په بهانه بد اخلاقیو، قتل، تجاوز، غدر، اهانت، تحقیر، غلامۍ، فساد، د بیت المال تخریب، او د عامه مصالحو ننګونې ته مخه کړې ده.

By Editor2