تاند- د ملګروملتو سرمنشی بانکي مون د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د یوه واده پر مراسمو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د هاوان د ګولیو حمله په کلمکه وغندله.

د ملګروملتو د ویندوی له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرمنشي بانکي مون د افغانستان له حکومته په کلکه غوښتي چې د دې پېښې په اړه، چې د دسمبر په یو دېرشمه په هلمند ولایت کې وشوه، پوره څېړنه وکړي او عاملان یې د عدالت نګولو ته وسپاري.

د ملګروملتو سرمنشي د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواشیني ښودلې او د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا هیله یې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *