ټاکنې د ولسواکۍ تر ټولو مهم او با ارزښته اصل ګڼل کېږي. ټاکنې د هېواد په راتلونکې کې مرکزي رول لوبوي رایه د هر فرد جمهوري او قانوني حق دی، په جمهوریت کې د فرد انتخاب دولسواکۍ داصل پوره کېدلو په مانا وي. په تېرو ۱۳ کلونو کې افغانانو په پوره میړانه او جرات سره دافغانستان دراتلونکې او دهېواد د ګټو لپاره دسر په بدله دجمهوریت او ولسواکۍ د اصل پوره کولو لپاره رایه ورکړه او خپل حاکم ېې پدي نیت انتخاب کړ، چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات راشي او کومې وعدې چې د حکومت له لوري ورسره کېږي حکومت ېې ورته پوره کړي، ولسونه په عمومي توګه په اقتدار کې ناستو حاکمانو څخه څه بنیادي او اساسي غوښتنې لري، دافغانستان حالاتو ته په کتو سره دغه غوښتنې او سهولیتونه که څه هم په ۲۱ پیړۍ کې دنوري نړۍ دولسونو ضرورت دی او ورته مساعد دي خو افغانان په تاسف سره همدي ته دسهولیت نوم اخلي او هم ورته لیواله دي.
دیو ملي حکومت بنیادي او اساسي مسولیتونه جوړیږي ترڅو په مقابل کې خپل هیواد وګړو غوښتنو ته یو اندازه ځواب ووایي، حکومت مسولیت لري ترڅو دریاست یا هم دولت ساتنه وکړي او دنافذه قوانینو تر چتر لاندي دخپلو هیوادولو لپاره سهولیتونه او فرصتونه برابر کړي ترڅو هیوادوال ترې راضي وي دحکومت پایه دحکومتي چارواکو په لاس کې وي تر هغه چې دا پایه چلیږي نو ریاست ( دولت ) بقا به موجوده او ضروري وي خو که چیرې دغه پایه خدای مکړه ودریده نو بیا دریاست ( دولت ) بقا ناشونې او مشکله خبره ښکاري ځکه حکومت کې وګړي په انتخاب راځي او رایه په ولسواکۍ کې دیو امانت په توګه پیژندل کیدۍ شي رایه یو داسي امانت او مسولیت دی چې باید ورته احترام وساتل شي رایه باور دی چې دا باور کله هم مات شي نو بیا ډير په مشکله جوړیږي.
په ۲۱ پیړۍ کې اکثره حکومتونه د سیاسي ګوندونو لخوا وي سیاسي ګوندونه دیو پلیټ فارم یو کور په شکل وي چې پکې ګڼ شمیر دهیواد وګړي ګډون لري او دیوې ایډيالوژۍ په بنیاد سره راټولیږي او دحکومت په تشکیل سره یوځآۍ کیږي دا ډول حکومتونه د ولسواکۍ په بنیاد کامیبابه حکومتونه وي ترڅو دسیاسي ګوندونو احزابو ترمینځ رقابت موجود وي سیاسي ګوندونه خپلې ایډيالوژۍ تر ولسونو رسوي ولسونه خپل دخوښې ګوند انتخابوي او دخپلو ملي ګټو په بنیاد په ګوند کې دعضویت نه ورسته یو مثبت سیاست پیلوي چې پدې ډول دولسواکۍ او جمهوریت پایه لا قوي کیږي په هیواد کې معلوم او نامعلوم بیا موجود نه وي هر کردار او افکار په څرګنده توګه لیدلۍ کیدۍ شي او هم دافکارو ترمینځ توپیر معلومیدلۍ شي.
پوزیشن او آپوزیشن معلوم وي د پوزیشن صلاحیتونه دقانون او اصولو په چوکاټ کې ښکاره او واضحه وي اساسي قانون دهیواد ترټولو لوړ رتبه مرجعه ګڼل کیدۍ شي او هم ېې ددي اساسي قانون په بنیاد دحکومت یا پوزیشن کارونه د آپوزیشن لخوا کنترل کیدۍ شي. د آپوزیشن نه موجودیت نه یوازي ولسواکۍ ته خطر دی بلکې دقوانینو نقض کول هم پکې ترټولو ستره مسله او یا ستونزه ګڼل کیدۍ شي. ملي حکومت مجبور او مکلف دی چې دقوانیو په چوکاټ کې خپل کارونه سره تنظیم کړي دولسواکۍ او دملي نظام بقا هم په همدي کې ګنل کیدۍ شي ځکه دافغانستان په تاریخ کې همیشه قوانین په ډير ښه توګه ترتیب شوي خو دقوانینو تطبیق هماغه خلک نه کوي کومو چې قوانین جوړ کړي وي.
د افغانستان په تاریخ کې یو ځل بیا جمهوریت تکرار شو خو دا ځل دا جمهوریت په بل شکل ښکاري د بن دکنفرانس نه راپدیخوا چې کله دافغانستان دنظام بنسټ کیښودلو شو او واک پخواني ولسمشر حامد کرزی ته انتقال شو نو له هماغي ورځې افغانانو دهیواد په اړه مختلف خوبونه او تعبیرونه درلودل، ورسته له لمړۍ دوري انتخاباتو پخوانۍ ولسمشر حامد کرزی په ۲۰۰۹ کال کې په اکثریت درایو وګټله خو دپخواني ولسمشر حامد کرزی په وینا خارجیانو د ټاکنو په مسایلو کې مداخله کوله او هم دتورنو او ټاپو سلسله په پخواني ولسمشر او له امریکایانو له لخوا جاري شوه.
دپخواني ولسمشر حامد کرزی دحکومت ستونزې او مشکلات هم دآپوزیشن نشتون ګڼل کیدۍ شي چون دحکومت په کارنو چدي نظارت شتون نه درلود واک تر ډيره بریده دافرادو دفکر په په بنیاد چلیدو قانون او حاکمیت ته پکې دومره ځاۍ نه ورکول کیده ځکه چې دچارو نه لیده کاته په منظمه توګه نه وو. اقتصادي پلاونونه به دافرادو او خارجینو په خوښه جوړیدل او هم به ېې تطبیق دافرادو او خارجیانو په خوښه کیده دحامد کرزی حکومت کنترول او یو ځواب ورکونکۍ حکومت نه وو پوښتنه به دا وي چې ولې نه وو ؟ لنډ ځواب به ېې دا داسي وي چې دحامد کرزی حکومت آپوزیشن نه درلود. دحامد کرزی حکومت یوازي وو او کله چې ېې هم دفساد په ضد مبارزه پیل کړه نو له خارجینو سره ېې ډيرې ستونزې پیدا شوي او یو حکومت بغیر له آپوزیشنه ناتکمیله وي چون آپوزیشن په سختو شرایطو کې دحکومت لاس نیوي کوي او هم ورته لارښونه کوي خو دآپوزیشن نشتون دحامد کرزی دواکمنۍ مهال ټول کارنه د سوال سره مخ کړي وو.
په تیرو ۱۴ کلونو کې یوه تر ټولو مهیم خبره دا هم ده چې سیاسي خوځښتونه او ګوندونه په سیسټماتیکه توګه دبهرنیو او داخلي کړیو لخوا له مینځه تللي سیاسي ګوندونه دجمهوریت په بقا کې ستر رول لوبوي دسیاسي ګوندونو دنده داده ترڅو ولس ته سیاسي شعور او سیاسي فکر ورکړي ولس سره له نژدي پاتې شي له ستونزو ېې ځان خبر کړي او هیواد کې دیومثیبت سیاست له لارې هیواد کې د سولې او ټيکاو راوستلو کې هله ځله وکړي.ولس سره اړیکه او هم ددولت په کارونو باندي جدي نظارت دسیاسي ګوندونو او سیاسي خوځښتونو دنده ده. دغې تشې په کتو سره افغانستان په تیرو ۱۴ کلونو کې د یو مثبت آپوزیشن او یا هم د یو یا دوه ملي ګوندونو خاوند نشو نه یوازي ګوندونه جوړل شول بلکې په ډيرې سپین سترګۍ سره دهیواد ملي ستر ایډيالوژيک مرکزونه په معلوم او نامعلومه دلایلو له مینځ لاړه.
دسیاسي ګوندونو مسولیت وي ترڅو ولس ته لاره وښاۍ . سیاسي شعور ورکړي او هم ولس ته درایه اهیمت بیان کړي ولس ته په ټآکنو کې دګډون بلنه ورکړي سیاسي ګوندونه باید خپل پروګرامونه عامو وګړو ته تشریح کړي. پدي پروګرامونو کې ملي اقتصاد ملي یووالۍ ملي کلتور ملي تاریخ او ملي ګټي ورته تعریف کړي ترڅو هیوادول خپل مسولیت دهیواد په مقابل کې وپيژني چې دا هرڅه اوسمهال داسي پیچلې ښکاري چې هیڅ اندازه ېې نشته.
په ۲۰۱۴ کال ټاکنو دافغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانیستلۍ شو پدي ټاکنو کې عجبه حادثات او عجب کارونه وشول چې دافغانستان په تاریخ کې نه وو تکرار شوي. دوه ډلې سره یو رقابت ته ودریدلي او دواړو ډلو ترمینځ دیو توافق په بنیاد چې داساسي قانون پکې په ښکاره نقض شو دملي وحدت ترعنوان لاندي حکومت تشکیل شو.
په لمړي سرکې وضعیت ښه ښکاریدو د تحول او دوام ټيم ډاکټر اشرف غني ددي ګروپ په استازیتوب ولس ته وعدي او وینا وکړه بل لور مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله هم د اصلاحات او همپالني د ټيم په استازیتوب ولس ته ورغلو او ولس ته ورته په درانه سترګه وکتل که څه هم دواړو لوري صرف په اقتدار کې دپاتي کیدو لپاره ځانونه نوماند کړي وو او هم په لمړي سرکې داسي ښکاریده چې بیلودنکۍ کس به یو قوي آپوزیشن تشکلوي چې دا یو مثبت او ښه خبر دافغانستان دجمهوریت لپاره ګڼل کیدۍ شوو.
خو هغه څه چې کیدل توقع کیده ونشو ګمان کیده چې په داوړو ټيمونو کې به یو ټيم د آپوزیشن شکل اخیتاروي برعکس دامریکا په فشارونو دغه شکل بل لور ته بدل کړو. دواړو نوماندانو دیو توافق په بنیاد سره دملي وحدت په نامه حکومت تشکیل کړو چې په اخلاقي بنیاد ورته وکتلۍ شي نو یو ډول تعیبر کیدۍ شي خو که په سیاسي لحاظ ورته نظر واچوو نو دا یو ترټولو مردوده او بیکاره فکر وو چې دامریکایانو او دهغوي دداخلي ملګرو له لورې په افغان ولس ورتپل شوي فکر وو چې دملي وحدت په نامه حکومت په نامه یادیږي.
یو حکومت بغیر له آپوزیشن نه څنګه ارزیابي کیدۍ شي او یا هم څه ډول ېې مخنوي کیدۍ شي ولس څه ته او دچا لپاره رایه ورکړه ولس په دي نیت رایه ورکړه چې یو مثبت بدلون باید ددوي په ژوند کې راشي خو دا هرڅه ونشوه.ځکه دحکومت تشکیل په دا ډول دی چې هیڅوک له هیچا پوښتنه نشي کولۍ اوس هم خپل منځي اختلافات وجود لري چې دحل لپاره ېې ډيره آپوشونونه نشته. ملي یووالۍ ترنامه لاندي حکومت بغیر له آپوزیشنه کنترول مشکله او یو اندازه ناشونی دی.
ځکه دآپوزیشن ترټولو ستر کار دا وي چې دحکومت په کړنو کنټرول ولري او حکومت مجبوره کړي ترڅو خپل اقتصادي سیاسي کلتوري او ټولنیزې چارې په منظم مکانیزم کې عیاري کړي او دولس غوښتنو ته ځواب ووایي. دولس غږ تر حکومته او دحکومت توجو تر ولسه برابره کړي که څه هم دا کار اوس مهال ډير مشکله دی ځکه په حکومت کې دافرادو ګمارنه په مسلک او معیار نده بلکې په راوبطو ضوابطو او په جنګسلارۍ او ټوپکسلارۍ په بنیاد ده دآپوزیشن نشتون تشه ده او دا ستره تشه په یو ستر بحران بدلیدلو ته آماده ښکاري که ېې مخه ونه نیول شي نو لکه څرنګه چې حالات ښکاري امکان دي ولري چې ستونزې به دحل په ځاۍ ډير شي.
ومن الله توفیق