تاند- بلغاریا وايي چې په افغانستان کې د ناټو د تاریخ تر ټولو په اوږده ماموریت کې څه باندې ۸ زره بلغاري پوځیانو پوځي خدمت وکړ.
د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت د دسمبر په یودېرشمه نېټه رسماً پای ته ورسېد او د جنورۍ له لومړۍ څخه یې د غوڅ ملاتړ په نوم نوی ماموریت پیل کړ.
د بلغاریا خبري اژانس وايي چې د عراق خلاف په افغانستان کې بلغاریايي پوځیانو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
افغانستان ته د بلغاریايي پوځیانو لومړنۍ قطعه په ۲۰۰۲ میلادي کال واستول شوه او وروستۍ بلغاریايي قطعه له افغانستانه د ۲۰۱۴ په دسمبر کې ووته.
د بلغاریا تلویزیون (BTV) وايي چې دغه هیواد خپله وروستۍ پوځي قطعه د طالبانو پخواني مرکز کندهار ته واستوله چې د کندهار د هوايي ډګر ساتنه وکړي.
څه باندې زرو بلغاریايي ډاکترانو او طبي کارکوونکو په تېرو ۱۳ کلونو کې د کندهار او هرات ولایتونو په روغتونونو کې د زرګونو افغانانو او پوځیانو درملنه کړې ده.
په افغانستان کې د ایساف د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د بلغاریا ۱۱۰ پوځي سلاکاران او روزونکي پاتې شول.