میرویس جلالزی- راپورونه وایي چې چین، پاکستان، افغانستان او د طالبانو لوری څلور اړخیزي مذاکرې پیلوي څو په افغانستان کې او یادو دوو ګاونډیو ته د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د متوجه کیدونکیو نویو ګواښونو مخه ډب کړي.

چین ویره لري چې د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو سره سم به طالبان او نوري سختدریځې ډلې، چې د طالبانو له نامه ګټه پورته کوي، د دوی او افغانستان ترمنځ د شین جین څه نا څه ناکراره سیمي نورې هم نا امنه کړي.

په ورته وخت کې پاکستان بیا لا وختي له دغې برخې اندیښنه ښوولي او وایي چې نه یوازي دا چې د پاکستاني طالبانو څخه ورته سخت زیان اوښتی بلکې د منځنۍ اسیا هغه طالبان ورته لوی ګواښ زیږوي چې د طالبانو په چوکاټ کې د دوی سیمو ته لاره پیدا کوي.

د افغان اسلامي اژانس د راپور پر اساس چې په دې لړ کې د چین عالي رتبه چارواکو چې نومونه یي نه دي ښودل شوي د نوامبر میاشتي په وروستیو کې په بیجنګ کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

دغه کتنه کې د طالبانو له لوري په دوحه کې د هغوی د سیاسي دفتر استازي قاري دین محمد د طالبانو د ډلګۍ استازولي کوله.

آژانس له نوم پټو سرچینو په نکل دا هم ویلي چې طالبانو له چینایي لوري سره په دې خبري کړي چې څرنګه د اسیا دغه زبرځواکي هیواد کولای شي د نوي افغان حکومت او دوي تر منځ د سولي په برخه کې میانجیګیري وکړي.

دا لړي د استامبول د پروسې څخه جلا یو نوی پیل ښودل شوی چې پکې یوازي طالبان، پاکستان، افغانستان او چین برخه لري.

تر اوسه پوري افغان دولت په دې باب څه رسمي دریځ نه دی نیولی.

په همدې حال کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې محمد اشرف غني د جنورۍ په دوهمه د پاکستان لومړي وزیر ته بلنلیک استولی تر څو د پاکستان او افغانستان امنیتي خبرو غونډي کې د ګډون لپاره د رواني میاشتي په اتمه نیټه کابل ته راشي.

تر اوسه پوري د نواز دفتر په دې باب چې ایا د پاکستان لومړي وزیر به په دې غونډه کې برخه واخلي که نه او ایا د کابل بلنه به ومني که څنګه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *