تاند- نامعلومو کسانو نن ماښام په هرات کې د پاکستان د کونسلګرۍ لور ته لاسي بم وغورځاوه.

راپورونه وايي چې لاسي بم د پاکستان د کونسلګرۍ په انګړ کې وچاودېده او له کبله یې چا ته مرګ ژوبله یا تاوان نه دی اوښتی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د افغانستان له چارواکو سره یې په دې باب خبرې کړي او له هغو یې غوښتي چې په اړه یې څېړنه وکړي.

دا برید په داسي حال کې شوی چې له ډېرو کلونو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې نژدې شوي او داسي ښکاري چې دواړه دې نتیجې ته رسېدلي چې ترهګر باید وځپل شي.

د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې وسله والو ترهګرو په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ برید وکړ چې له کبله یې یو شمېر افغانان ووژل شول خو هندي دیپلوماتانو او د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هیڅ زیان ونه رسېد.

هغه مهال د افغانستان او هند حکومتونو پاکستاني سختدریځه ډله لشکر طیبه په حمله کې په لاس لرلو تورنه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *