د شنبې په ورځ د ولسي جرګې له لوري د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزی د سولې پر لړۍ خبرو اترو په موخه بلل شوي وو. په لومړیو کې ټاکل شوې وه، چې غونډه علني وي؛ خو د ښاغلي معصوم ستانکزي په غوښتنه د ولسي جرګې غونډه سري اعلان شوه. د ستانکزي استدلال دا و، چې د سولې خبرو اترو په تړاو ځینې حساس ټکي شتون لري، چې د رسنیو له لارې اعلام به یې د سولې خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي.

سربېره پر دې، چې غونډه سري اعلام شوه؛ خو د ولسي جرګې د ځینو غړیو له لوري د غونډې جزیات رسنیو ته درز وکړ.

د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفتر سپنتا پدغې غونډه کې د ولسي جرګې غړیو ته ویلي، چې د سولې لړۍ اوس‌مهال په نشت حساب ده او پدې برخه کې ګڼې ستونزې شته دي. سپنتا ویلي، چې تر دې وړاندې یې هم د سولې له بهیر مخالفت کړی.

خو د ولسي جرګې د ځینو غړیو په وینا ښاغلي ستانکزي وویل، چې له طالبانو لکه د ملاعمر له ځانګړي استازي طیب اغا سره یو ډول پټ تماسونه لري.

سپنتا د ستانکزي څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي هغه کسان، چې له دولت سره اړیکې لري د طالبانو په استازيتوب نه؛ بلکې د خپلوۍ پر بنسټ اړیکې ټینګوي.

د سولې بهیر په اړه د ښاغلي سپنتا څرګندونې تر ډېره بریده سمې دي؛ ځکه بهیر هغه مهال پیلېږي، چې لومړنۍ خبرې اترې تر سره شوې وي او د خبرو اترو پرمختګ مهال ته بهیر یا لړۍ ویلی شو. پداسې حال کې، چې اوس‌مهال له وسله‌والو طالبانو د خبرو اترو له ترسره کېدو څخه خبر ورکول کېږي، چې په هېڅ صورت د بهیر یا لړۍ په توګه ترې یادونه نشو کولای.

د سولې په تړاو له مشورتي جرګې او د دغې جرګې پر بنسټ د سولې عالي شورا له رامنځته کېدو څخه تر دې مهاله، چې کابو دوه کاله تېرېږي دغه شورا نده توانېدلې، چې د وسله‌والو طالبانو له ځینو چارواکو سره لومړنۍ خبرې اترې د بهیر یا لړۍ تر بریده ورسوي. یاده شورا له جوړېدو څخه تر دې مهاله پدې هم نده توانېدلې، چې د وسله‌والو مخالفینو باور ترلاسه کړي. تر ټولو مهم او اساسي لامل یې پدغې شورا کې د طالب ضد عناصرو شتون دی.

د دې ترڅنګ، چې د سولې عالي شورا یو شمېر لوړپوړي غړي طالب ضد کسان دي د دغې شورا پاتې غړي هغه څوک دي، چې له خپلو دندو څخه لرې کړی شوي او په کور ناست وو. ولسمشر حامد کرزي د دې لپاره، چې دغه کسان بوخت وساتي د سولې عالي شورا غړیتوب یې ورکړ.

همداراز د سولې شورا له وسله‌‌والو مخالفینو سره د خبرو اترو پیل په موخه مشخص میکانیزم نه لري، چې دا ټول د سولې پر عالي شورا د وسله‌والو مخالفینو د نه‌باور لامل شوي دي.

ارګ ته نږدې ځینو سرچینو ویلي، چې خپله ولسمشر حامد کرزی د سولې پر عالي شورا بې باوره شوی او له همدې امله یې د وسله‌والو مخالفینو له ځینو چارواکو سره نېغه په نېغه اړیکې ټینګي کړي دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې د ملا محمد عمر له استازي طیب آغا سره اړیکې شته دي. طیب آغا د قطر دفتر مشري هم پر غاړه لري. د قطر دفتر له پرانیستې څخه وروسته وسله‌والو طالبانو وویل، چې له افغان دولت سره خبرو اترو ته چمتو ندي او د افغان دولت د فشار په پایله کې د امریکا او قطر له لوري د وسله‌والو طالبانو د دفتر لوحه او بیرغ ښکته کړی شو. د بېرغ ښکته کېدو له امله په قطر کې د وسله‌والو طالبانو استازي په څو ډلو ووېشل شول.

که چېرې د سولې عالي شورا یا افغان دولت له طیب آغا سره اړیکې لري، د طالبانو له لوري له افغان دولت سره د خبرو اترو رد په څه معنی ده؟

وسله‌وال طالبان له امریکا سره پر خبرو اترو ټینګار کوي لامل یې هم دا ګڼي، چې امریکايي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی او باید له اصلي لوري سره خبرې وشي نه له ځای‌ناستي سره. د وروستیو رپوټونو له مخې په قطر دفتر کې طالب استازي شتون نه لري، چې لامل یې د بېرغ ښکته کول، د لوحې لرې کول او د امریکا هغه غوښتنه په ګوته شوې، چې طالبان دې له افغان دولت سره خبرو اترو ته کیني.

د دولت دویمه مخالفه ډله حزب‌اسلامي ده. د حکمتیار په مشرۍ حزب‌اسلامي پر دې سربېره، چې د قطر دفتر یې غندلی؛ په ډاګه کړې یې ده، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون سره به خبرو اترو ته حاضر نشي او خپلې جګړې ته به دوام ورکوي.

د افغان چارواکو څرګندونو او شته شواهدو ته په پام سره داسې برېښي، چې افغان دولت له وسله‌والو مخالفینو سره د خبرو اترو توان نه لري اصلي لامل یې هم د یوه کارنده میکانیزم نشتون او پر افغان دولت د وسله‌والو مخالفینو نه باور دی.

دېته په پام سره، چې په راتلونکي کال کې به ولسمشریزې ټاکنې تر سره کېږي او بهرني ځواکونه به خپل جګړه‌ییز ماموریت پای ته رسوي افغان دولت ته لازمه ده، څو د سولې خبرو اترو پرمخ بیولو لپاره کارنده میکانیزم رامنځته کړي. که چېرې د میکانیزم رامنځته کولو توان نه لري ښه به دا وي، چې د افغانانو یا نورو ښکېلو هېوادونو ته اجازه ورکړي، څو له وسله‌والو مخالفینو سره نېغ په نېغه خبرې اترې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *