حامد احمدزی –

د ګاونډي هېواد د خيبر پښتخوا څخه د کورمې ايجنسۍ له لارې هر ورځ لسلګونه لوی باروړونکي موټر د پکتيا له لارې کابل ته تجاراتي مالونه ليږدوي .

په ګمرک کې فساد څنګه ترسره کيږي ؟ موږ يې لنډه څيړنه له تاسو سره شريک کوو .

د پکتيا پريس کلب ته اسناد په لاس ورغلي چې د ګمرک کارکوونکي له باروړنکو موټرو څخه چې محصول کيږي د کم محصول په بدل کې پيسي اخلي .

د پکتيا پرېس کلب خبريالان د تيرې په سيمې کې د فوايد عامې وزارت تلې ته ځې او هلته څو موټرونه چې محصول شوي، ګوري چې د موټر وزن د ګمرک له اسنادو سره دوه برابره توپير لري .

د بيلګې په توګه يو لوی بار وړونکي موټر چې د ګمرک له لوري ورته شپږ ويشت ټنه خالص وزن ليکل شوي خو په حقيقت کې د دغه موټر وزن شپږ ديرش ټنه دی.

که هر ورځ هر موټر ته لس ټنه کم وزن حساب کړي د ګمرک د مسولينو په وينا هره ورځ نيږدې سل موټر محصول کيږي او د يو ټن په سر نيږدې دوه زره افغانۍ محصول راځي .

د شپې لخوا هم يو زيات شمير بار وړونکي موټر بې له دې چې محصول شي د کمو پيسو په بدل کې پرېښودل کيږي .

د تيرې په سيمه کې د پوليسو يو سرتيري راته کېسه وکړه چې هره شپه له دولسو بجو وروسته بار وړونکي موټرونه کابل ته ځي خو چې کله يې دوي د اسنادو پوښتنه کوي د ګمرک اسناد نلري .

هغه وايي موټر چلوونکي د کابل په لاره کې د پوليسو ټولو پوستو ته هم پېسې ورکوي تر څو د دوی غير قانوني وراداتو مخه ونه نيسي .

هره شپه نيږدې پنځوس موټرونه پرېښودل شي او له هر موټر څخه نيږدې شل زره افغانۍ واخيستل شي شاوخوا يو ميلون افغانۍ کيږي .

د ګمرک په اړه په په اسنادو کې رسنيو ته يو داسي غږ هم په لاس ورغلی چې په پټان کې د سرحدي ګمرک مدير له يو کس نه دهر موټر پر سر د لس زره افغانيوغوښتنه کوي .

په دغه غږ کې د ګمرک مدير ډريور ته وايې چې له دی څخه د ګرديز د ګمرک مدير ،د پټان ولسوال ،د ولسوالي امنې قومندان ،مدير د امنيت او څارنوال هم خپله برخه اخلي .

د پکتيا د ولايتي شورا پخوانی مشر ښايسته جان احدي هم په ګمرک کې د پراخ فساد خبره کوي او ګمرک په پکتيا کې تر ټولو فاسده اداره بولي .

هغه وايې مرکز ته يې د يادې ادارې د مشر په اړه ټول شکايتونه ليږلي او ژمنه ورسره شوي چې د نوي کابينې په راتګ سره به د پکتيا په ګمرک کې پراخ کچه اصلاحات راشي .

د ولايتي شورا دوه تنه غړي تاج محمد منګل او محمدالرحمان قادري هم په ګمرک کې د پراخ فساد شتون تايدوي او وايي چې هره ورځ يو شمير داسې موټر د کمو پيسو په بدل کې پريښودل کيږي.

خو د ګرديز د ګمرک مدير صديق احمدخيل د ولايتي شورا په ګمرک کې د فساد خبره نه مني او وايي چې د ده په راتګ سره د عوايدو په لوړوالي کې زياتوالی راغلی.

احمدخيل وايې چې د ولايتي شورا ريس د والي په امضا ګمرک ته يو کس معرفي کړی و، چې په پټان کې په دنده وګماري چې دی يې د قانون خلاف بولي.

احمدخيل په ګمرک کې فساد يو ډول مني او په طنزيه ډول د ګمرک لپاره يو نوي تعريف کوي هغه وايي لکه له نومه يې چې ښکاري (ګم او ورک)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *