پوهیالی سید اصغر هاشمي –

پښتو ژبې هرې برخې کې تحقيق، تخليق او ژباړو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي او پر هرې موضوع کار کول يو نوی ګام او لاسته راوړنه ده، د افغانستان له ټولو هغو خلکو نه غوښتنه کوم، چې د څه ليکلو توان، استعداد او ذکاوت لري، چې د ژبې د غنامندۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړي، چې ژبه مو له ګاونډيو ژبو سره سياله شي او نوره دا اړتيا پيدا نه شي، چې له نورو ژبو ګټه واخلو.

د مقالو ليکل پښتو ژبې او ادب کې ډېر پخوانی تاريخ لري، چې د تحقيق او څېړنې يوه برخه ده، زما دا اثر چې (ادبي ملغلرې) نومېږي، د مقالو ټولګه ده او د پښتو ادبياتو د تاريخ د لرغونې(لومړۍ)، دویمې او درېیمې دورې د ځينو ليکوالانو، شاعرانو او عالمانو په اړه ليکل شوي دي او هېر دې نه وي، چې د شعر پېژندنې په اړوند هم مقالې په کې شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *