راپور: توریالی همت –

د لغمان سمسوره ولسوالۍ قرغیو کې دعزیز خان کڅ ځوانان دالفت صیب مزار ته نژدي دیوي درنې ادبی اوفرهنګي غونډی کوربانه وو.

ځوانانو د خپلي سیمي د ځوان لیکوال، شاعر او ژورنالست رفیع الله روشن د څلورو چاپ شویو کتابونو د مخکتني لپاره میلمانه رابللي وو .

دعزیز خان کڅ دځوانانو په نوښت داغونډه درواني جدي میاشتي په دولسمه نیټه د جمعي په مبارکه ورځ ترسره شوه چې د ختیځ پرته د کابل ادبپال او فرهګنپال یې هم برخوال وو .

د مخکتني غونډی دویاندوي چاري انجینر وحید اسلام کولي پیل یې قاري صیب ذبیح الله د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره وکړ.

1د ارواښاد استاد الفت په خاورین کلي کې د «صهیب خصوصی لیسی » په انګړکې جوړي شوي دي غونډی دري برخې لرلي لومړي یې د وینالو، دویمه د ښاغلي روشن پرکتابونو لیکل شویو مقالو او دریمه هغه یې ازاده شرنکیدلي مشاعره.

پرانیستي وینا دغونډي یو سمبالکر ځوان لیکوال او ژورناست محب الله الله یار وکړه .هغه وویل چې داغونډه دکڅ ځوانانو جوړه کړي او ویاړ یې هم دهمدوي دي .

ښاغلي الله یار وویل چې دروشن په اړه یې داغونډه په دي هدف جوړه کړي ترڅو هغه خپل پیل کړي کار ته لا دوام ورکړي .

1ده وویل « داغونډه مو لومړني ده خو وروستي به نه وي مونږ به دځوانانو د ادبي تندي خړوبولو او دنورو ځوانانو دهڅولو په خاطر ورته نورو ناستو ته هم دوام ورکړو »

بیا دیني عالم رفیع الله فلاح ته بلنه ورکړل شوه ده هم پخپلو خبرو کې دځوانانو لخوا جوړه شوي یاده غونډه ګټوره یاده کړه او وویل چې داکار به دځوانانو ظرفیتونه لوړ کړي .

ښاغلی فلاح دغه راز دروشن پرشخصیت او لیکوالي خبري وکړي هغه یې دکار ځوان وباله او وویل چې پخپله یې دروشن څو کیسی لوستي چې دمانا او پیغام له پلوه ډیري په زړه پوري دي .

ورپسی دننګرهار پوهنتون استاد لیکوال او شاعر هجرت الله اختیار دریځ ته راپورته شو او دروشن پرشخصیت ، لیکوالي او شاعري یې خپلي خبري وکړي .

1هغه وویل روشن دستایلو دي ځکه په کم عمر کې یې اوسني کار دپام وړدي هغه وویل په ټولنه کې ډیرخلک اوسیږي خو یونیم یې بیا دپام وړ کار وکړي .

« روشن څلور کتابونه لیکلي دي مونږ دانه وایو چې روشن ډیر غټ کار کړي هغه ځوان دي لا نور کار به هم وکړي زمونږ ددي غونډي هدف هم دادي چې مونږ روشن ته شاباسی وايي ترڅو نور کار هم وکړي »

هغه وویل پخپلو مشرانو او ځوانانو افتخار کوي چې دروشن صیب دنازولو او ستایلو لپاره سره راټول شوي دي .

دکڅ ځوانانو په استازولي استاد ځلاب الدین ځلاند هم خبري وکړي او وویل چې روشن یې دکلي یو فعال ځوان دي چې په خبره یې یو مهال دده شاکر هم پاتي شوي.

دهیواد تکړه لیکوال او شاعر قاضی محمد حسن حقیار هم په دي غونډه کې خپله وینا کډونوالو ته د روشن په اړه واوروله.

1هغه وویل روشن په ځوانه ځواني کې ډیر کار کړي چې په خبره یې کاریې دستایلو دي هغه وویل پخپله روشن سره یې خوریه یې هم ددفتر همکار پاتي شوي دي .

دغونډه دویمه برخه کې لیکل شویو مقالو ته ځانګړي شوي وه پیل یې دښاغلي رحمیداد ساحل څخه وشو چې هغه درفیع الله روشن ژوند لیک ولوست .

ښاغلی ساحل دغه راز دروشن پرلیکل شویو اثارو په ځانګړي ډول شعرونو او لنډو کیسو هم خپل لیکل ولوستل .

ورپسی بریالی انتظار دروشن پرلنډو کیسو خپله مقاله ولوستله هغه وویل دروشن کیسی دموضوع له پلوه ډیري په زړه پوري په ساده ژبه او لنډو سره تړلو جملو لیکل شوي دي.

دغه راز دکلید راډیو خبریال توریالی همت دروشن څو اړخیز شخصیت ترسرلیک لاندي دهغه پرشخصیت ،شاعري او لیکوالي خپله مقاله ولوسته .

1هغه وویل « ژبه یې خوږه ده ډیرکله یې پرشونډو مسکاخوره وي هڅاند شخصیت لري ،پخپلو ملګرو مینه ویشونکي دي دمیلمه پالني اړخ خو یې دومره پیاوړي دي چې دخپل کابلی دفتر څخه یې دکلي دیره جوړي کړي ده.»

بیا احمد فرهاد احمدي دریځ ته راوبلل شو او دروشن پرشاعري او لیکوالي یې خپله لیکنه دغونډی برخوالو سره شریکه کړه .

عبیدالله جبارخیل چې دښاغلي روشن کلیوال شاعردي هغه ته یې خپل یو تازه لیکل شوي شعر ډالۍ کړ .

ورپسی دریځوال قومي مشر حاجی جنت ته بلنه ورکړه او دهغه په لاسونو دکڅ میشتو ځوانانو لخوا برابرشوي ستاینلیک رفیع الله روشن ته وسپارل شو .

1بیا ښاغلي روشن ته دخبرو وار ورکړل شو هغه له کڅ میشتو ځوانانو مننه وکړه چې دده دکتابونو مخکتني لپاره یې غونډه جوړه کړي وه .

هغه وویل ځوانانو په دي کار دهغه مسولیتونه لاډیر کړل او ترده وروسته به کوشش وکړي چې خپلي هڅي لاکړندي کړي.

1دغونډي دریمه برخه کې ازاده مشاعره شوه چې ګڼو ځوانانو شاعرانو پکې خپل شعرونه ولوستل اودمشاعري خوند خو هله لا نور زیات شو چې یو نیم ترنم کوونکی به پکې دغونډي کډونوال دترنم په ټال وزنګول .

د ماښام تیارو دغونډي پرفضا خپل تور څادر لاغوړولي نه ووچې دروشن دمخکتني غونډه دمعلم صیب ناظم په دعایه پای ته ورسیده .

One thought on “لغمان : د ځوان لیکوال او شاعر رفیع الله روشن د کتابونو مخکتنه وشوه”
  1. زه د دی مخکتنی د غونډی ګډونوال وم، غونډه بلا خوندوره وه، خو د همت راپور تری کم نه دی، همت ډیر ښه راپور لیکلی…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *