تاند- له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اې بي سي نیوز په ګډه کړې، له ۲۰۱۳ راوروسته د لومړي ځل لپاره په امریکا کې د افغانستان له جګړې سره د خلکو ملاتړ یو وار بیا زیات شوی دی.
نظرپوښتنه ښيي چې د پخوا په پرتله زیات امریکایان په افغانستان کې د ډېر شمېر امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي.
په مجموع کې امریکایان په افغانستان کې د ناټو د دیارلس کلن جنګي ماموریت په پای کې لا هم ناموافق نظر لري.
اکثریت یعني په سلو کې ۵۶ ځواب ورکوونکو ویلي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزي چې امریکا دې خپل خلک پرې ووژني یا دې پیسې پرې ولګوي. د افغانستان د جګړې په اړه دې ډول منفي نظر له ۲۰۱۰ را په دې خوا دوام کړی دی.
خو په نوې نظرپوښتنه کې په سلو کې ۳۸ امریکایانو ویلي چې د افغانستان جګړه په مصرف ارزي. دا فیصدي تر ۲۰۱۳ کال په سلو کې ۸ زیاتوالی ښيي.
په نظرپوښتنې کې داسي ښکاري چې د افغانستان له جګړې د جمهوریتپالو ملاتړ ډېر شوی دی. پخوا دا ګوند د دې جګړې تر دې هم کلک ملاتړی و.
په سلو کې یوازې ۳۹ جمهوریتپالو د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې ویلي وو چې د افغانستان جګړه ارزي، خو اوس په سلو کې ۵۶ د دې جګړې په اړه مثبت نظر لري.
یاده دې وي چې د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په لومړیو کې په سلو کې ۷۷ جمهوریتپالو د دې جنګ ملاتړ کاوه.
د خپلواکو یا هغو کسانو، چې په کوم ګوند پوري تړاو نه لري د ملاتړ فیصدي هم زیاته شوې ده.
په ۲۰۱۳ کې په سلو کې ۲۶ خپلواکو د دې جګړې ملاتړ کړی و خو اوس په نوې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۳۵ پوښتل شویو خپلواکو امریکایانو ویلي چې د افغانستان جنګ په دې ارزي چې امریکا هلته پوځیان وساتي او پیسې ولګوي.
خو له دې سره سره چې لا هم اکثریت امریکایان د افغانستان د جګړې په اړه منفي نظر لري، ډېری امریکایان د دې طرفدار دي چې امریکا په افغانستان کې پوځیان وساتي. په سلو کې ۵۴ پوښتل شویو امریکایانو ویلي چې امریکايي پوځیان دې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تروریستي ضد مبارزې لپاره پاتې شي.
په سلو کې ۶۶ جمهوریتپالو، ۵۲ دیموکراتانو او ۵۱ خپلواکو د دې نظر ملاتړ کړی دی.
واشنګټن پوسټ او اې بي سي نیوز دا نظرپوښتنه د دسمبر له یوولسمې تر ۱۴ پوري د ټېلفون له لارې کړې ده.