په تېرو څلورو کلونو کې د هلمند په دريو شمالي ولسواليو سنګين، نوزاد او موسی کلا کې د جګړې له امله ۹۷۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۷۵ سلنه ځايي خلک له خپلو مېنو کوچېدلي دي.

د هلمند د مدني ټولنې مسوولين وايي، سنګين ولسوالي د جګړې لومړۍ کرښه ده او د روان کال په ترڅ کې پکې ۶۰۰ ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي. دوی وايي، د نورو کلونو په پرتله د روان کال له اوو مياشتو راهيسې په دغو ولسواليو کې د جنګ ليکې ګرمې ساتل شوې دي.

معلومات په ډاګه کوي، چې په هلمند کې روانه جګړه د نشه یي توکو د قاچاقچیانو له لوري غځول کېږي، محلي چارواکي د پیسو په بدل کې ټاکل کېږي او د کلیو جګړه همدغه ډلې په اجاره اخلي.

په روان کال کې د هلمند په سنګين او نوزاد ولسواليو کې د جګړې ليکې د نورو کلونو په پرتله ډېرې ګرمې ساتل شوې دي. معلومات په ډاګه کوي، چې د وسله والو اورپکو او دولتي ځواکونو د جګړې لومړۍ کرښه د سنګين ولسوالۍ په سروان کلا سيمه کې ده، که دولتي ځواکونو ته وسلې او تجهيزات ونه رسول شي، نو ولسوالي به سقوط وکړي.

دغه ولسوالي د نشه يي توکو د مافيا لپاره خورا حياتي ده، ځکه چې ددې ولايت له نورو شمالي ولسواليو سره لار لري او د نشه يي توکو کارباريان په اسانۍ سره خپل کار ته دوام ورکولای شي.

ځايي خلک وايي، ددې ولسوالۍ ټولې لارې طالبانو په ماينونو پوښلې او ددې ماينونو له وېرې ځايي خلک له سيمې کوچېدلي دي.

په هلمند کې يوازې د سنګين ولسوالۍ لارې او بانډې په ماينونو نه دي پوښل شوې، بلکې تر دې ولسوالۍ ور اخوا د نوزاد او کجکې په ډېرو سيمو کې طالب وسله والو ماينونه خښ کړي او د استوګنې له سيمې جګړه کوي.

ځايي مشران وايي، په هلمند کې روانه جګړه يوه پروژوي چاره ده، چې هم دولت او هم طالب اورپکي له دې لارې ډېر عوايد تر لاسه کوي.

دوی زياتوي، په هلمند کې د نشه يي توکو د کاربار او تورو پيسو جګړه روانه ده، چې تر ټولو ډېره نړيواله او د سيمې مافيا او استخبارات پکې ښکېل دي. د هلمند د سنګين ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي بهادر وايي، د دغه ولايت هرې ولسوالۍ ته چې کله د دولت له لوري مسوولين ټاکل کېږي، تر ټولو ډېرې پيسې به ورکوي او يا به هم دغه ولسوالي او سيمه په ايجاره اخلي. ښاغلی بهادر زياتوي، کله چې د طالبانو له لوري دې سيمې ته څوک د مسوول په توګه ور پېژندل کېږي، نو هغوی به هم کوټې شورا ته پيسې ورکوي او يا به د سيمې جګړه ايجاره کوي.

ددغه ولايت له جګړې کره شمېرې نشته، خو لومړني معلومات په ډاګه کوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په هلمند ولايت کې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند مدني ټولنې مسوولين وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د هلمند په شمالي ولسواليو سنګين، نوزاد، موسی کلا، کې ۹۷۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دوی وايي، ددې مرګ ژوبلې ډېر قربانيان د سنکين ۷۲۰۰ ملکي وګړي دي. دوی وايي، تر سنګين، نوزاد، موسی کلا وروسته کجکي او بغران هغه ولسوالۍ دي، چې د وسله والو طالبانو تر جدي تهديد لاندې دي: ((بغران خو په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.))

په هلمند کې د نورو کلونو په پرتله د جنګ ليکې ځکه ګرمې ساتل شوې، چې په نورو کلونو کې ورته نړيوالو ځواکونو موسمي بڼه ورکوله، خو سږ کال دا جنګ پروژوي بڼه غوره کړې او روان ساتل شوی دی: (( په دې جګړه کې د نشه يي توکو د مافيا لاس تر نورو اړخونو ډېر جوت دی.))

ځايي مشران وايي، په روان کال کې له ګاونډي پاکستان سره نېږدې ولسوالۍ ديشو او خانشين چې د نشه يي توکو د کاربار او قاچاق ستر مرکزونه دي، پرانستي او هېڅ ډول کنټرول ور باندې نشته. ځايي خبر يالان وايي د هلمند د شمالي ولسواليو يوازې مرکزونه او له مرکز لښکرګاه نه ورغځېدلې لويې لارې د دولت په ولکه کې دي، نورې سيمې او کلي تر ډېره د طالبانو په واک کې دي. دوی وايي، طالبان په ځايي خلکو ظلم کوي، که ډوډۍ ورنګړي، په کلي کې ورسره همکاري ونه کړي، نو له منځه يې وړي، چې په دې ډول يې ډېر کسان تر تېغ تېر کړي هم دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمه نيازۍ وايي، تر هغه چې حکومت د هلمند لپاره خپله امنيتي ستراتيژي بدله نکړي، ناشونې به وي، چې د هلمند جګړه دې مهار شي. نيازۍ وايي، د ملکي وګړو ژوند ته پام نه دی شوی، همدا اوس د هلمند له شمالي ولسواليو زرګونه کورنۍ امن ولسواليو، مرکز لښکرګا، کندهار، نيمروز او نورو ولايتونو ته کوچېدلې دي.

په هلمند کې د مدني ټولنو د شمېرو له مخې، د ياد ولايت له شمالي ولسواليو ۷۵ سلنه ولسي خلک کوچېدلي دي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *