تاند- پاکستان وايي چې په دغه هیواد کې د فساد او رشوت د عاموالي له کبله ډېر شمېر افغان کډوالو د پاکستان الیکترونکیي پېژندپاڼې اخیستي او اوس ځانونه پاکستاني اتباع ښيي.

د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه د راولپنډۍ پولیسو امر کړی چې د هغو افغانانو د پېژندلو لپاره دې څېړنې وشي چې د پاکستان د تابعیت کارتونه یې اخیستي دي.

د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې په ګڼه کې د راولپنډۍ د پولیسو د یوه چارواکي عمر اختر په قول وویل چې ډېر شمېر افغانانو د سیمه ییزو خلکو د خپلوانو او قومیانو په نوم په جعلي ډول د پاکستان الیکترونیکي تذکرې یا پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

په پاکستان کې اداري فساد بې حده زیات دی او هرڅوک په اسانه د پیسو په مقابل کې پېژندپاڼه او پاسپورت ترلاسه کولی شي.

اوس د پاکستان پولیس په دې لټه کې دي چې هغه پېژندپاڼې ومومي چې به غیرقانوني ډول افغانانو ته ورکړای شوي دي.

پولیس وايي چې یو شمېر پاکستانیانو له افغانانو څخه پیسې اخیستي او هغوی یې د خپلوانو په توګه معرفي کړي او د پاکستان جعلي تابعیت یې ورته اخیستی دی.

د راولپنډۍ پولیس وايي چې د هغو پاکستانیانو پر ضد به هم اقدام وکړی چې افغانانو ته یې د جعلي پېژندپاڼو په ورکولو کې مرسته کړې ده.

د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ د وروستي راپور له مخې په پاکستان کې اوس تر یو نیم ملیون زیات افغانان اوسي.

ښايي د ملګروملتو په احصاییه کې په لکونو مومند، شینواري، منګل، اڅکزي او نور قومونه چې د پولې دواړو خواوو ته اوسي شامل نه وي چې د ډیورنډ کرښې په دې غاړه کې یې د خپلو قومیانو په مرسته پاکستاني پېژندکارتونه ترلاسه کړي دي.

One thought on “پاکستان هغه افغانان نیسي چې د دغه هیواد پېژندپاڼې یې اخیستي دي”
  1. Da kho dera khabara da che agha tol afghanan da Pakistan na obasal shee cha che da dhoke ao reshwat da lare zan ta ID cardoona akheestee dee.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *