تاند- د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې نن /دوشنبه/ په یوه ځانمرګي برید کې، چې د پولیسو موټرونه یې په نښه کړي ول، دوه ملکیان ووژل شول او ۹ نور ژوبل شول.
د زابل امنیه قومندان جنرال غلام سخي روغ لېوني رسنیو ته وویل:«د موټر په وسیله دا برید د ورځې په ۱۰ بجې امنیه قومندانۍ ته نژدې وشو. داسي ښکاري چې د حمله کوونکي هدف به د امنیه قومندانۍ مرستیال جنرال غلام جیلاني خان و، له نېکه مرغه نوموړي ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.»
ده همداراز وویل :« له بده مرغه دوه لارویان له برید کوونکي سره د پېښې په سیمه کې ځای پر ځای وژل شوي، ۹ نور ژوبل دي. په ټپیانو کې ۴ ملکیان او ۵ پولیس دي.»
ټپیان په امبولانسونو او د پولیسو په موټرو کې روغتون ته رسول شوي دي.
د دې حملې له کبله د کلات ښار یو شمېر دوکانونه او همداراز د پېښې د ځای په شاوخوا کې موټرونه ویجاړ شوي دي.
طالبانو تراوسه پوري د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا انتحاري چاودنه د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې له یوې لنډې وقفې وروسته وشوه. په همدې حال کې نن د کابل په یکه توت کې هم یوه چاودنه وشوه جې مرک ژوبله یې پېښه نه کړه.
د وروستي خبر پر اساس نن په کابل کې په ۱ بجه او ۳۰ دقیقې بله چاودنه وشوه.
لومړني راپورونه وايي چې دا انتحاري حمله د کابل په پل خشتي سیمه کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو د روزونکو پر موټر شوې ده.
پولیس وايي چې په دې پېښه کې یو ملکي وژل شوی او تر ۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.