ډاکتر اکبر اکبر

عکس: ډاکتر اکبر –

د پښتو ادب په معاصره دوره کې ګڼ شمېر لیکوال د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې ژوند کوي، دوی د پرمختللو ټولنو څخه تجربې اخلي، د هغوی د پرمختګ اندونو سرچینې ورته معلومیږي او هره ورځ د ساینس او ټکنالوژي د پرمختګ نوي تجربې وینې او په ورځیني ژوند کې یې د عمل پایله هم ګوري. د پښتو ادب ځینې پنځونکې همدا نوي اندونه او د خپلې ټولنې وروسته والي پرتله کوي او د ادب په ژبه د تخیلي ځواک په ملتیا د خپلې ټولنې او د خپل ولس پرمختګ لارې چارې، د بدبختیو څخه د دوی ژغورل او هغه اندونه وړاندې کوي چې هم نن او هم سبا د خلکو په درد خوري. ډاکټر اکبر اکبر هم د پښتو معاصر ادب یوه پېژندل شوې څېره ده چې د پښتو ادب لویو پوهانو له خوا د ده ادب او ادبي هڅې ستایل شوي دي.

ډاکټر اکبر د ښاغلي ننګ یوسفزي زوی، په ۱۳۳۶ لمریز لیږدیز(۱۹۵۷ م) کې پیدا شوی، طبي زده کړې یې د ننګرهار په طب پوهنځي کې او د پېښور خیبر طب پوهنځې کې په ۱۹۸۵ م کال کې کړي دي. نورې روغتیايي زدکړې یې د برېتانیې په اډنبرا پوهنتون کې د ټولیزې جراحي په برخه کې پای ته ورسولې.

خو ډاکټر اکبر پر خپل مسلک سربېره په ادبیاتو او سیاست کې هم ښه ځلیدلی دی. له څو لسیزو راهیسې د ژورنالیزم په ډګر کې هم کار کوي، نوموړی د خوږ ژبې راډیو ویاند، ښه لیکوال او رنګین شاعر په نوم ځانګړی شهرت لري. ده یوه موده په بي بي سي کې هم کار کړی دی. د ډاکټر اکبر تر دې دمه د شعرونو درې مجموعي (د مراندو سیپۍ، د ګوتو خاپي، لمر، شپه او ګل) ، د لنډو کیسو یوه ټولګه (سیپۍ) او د بي بي سي د پښتو خپرونې له پاره یې څه کم درې سوه ښونیزې نندارې(ډرامې) لیکلي دي. همدا ډول یې په داخلي او بهرنیو ورځپاڼو، مجلو او بیلابیلو چاپي رسنیو کې علمي، سیاسي او ادبي لیکنې خپرې شوي دي او اوسمهال یې په ویبپاڼو کې د افغانستان د سیاسي اوضاعو په اړه نوي او تازه لیکنې خپریږي.

د پریشان خټک په وینا د ده پلار ننګ یوسفزی د لرې پښتونخوا (باجوړ) دی چې حالاتو برې پښتونخوا ( کندوز) ته وړی او له هغه ځای دوی لندن ته کوچیدلي دي، کله چې روسي لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او ګڼ شمېر هېوادوال هم ګاونډیو او هم لرې هېوادونو ته کډوال شول، ډاکټر اکبر هم د مهاجرت پر مهال په پېښور کې اوسیدلی او د خپل ولس په درد او غم کې کړیدلی دا درد او غم د ده په شعرونو لوی سیوري غورځولوی دی.

اوس مهال د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د کارونو د ښه والي په اړه یا د منجمنت او ادارې په اړه پوهنځي او پوهنتونونه جوړ شوي دي تر څو ورځینۍ چارې سمې تر سره شي. څو کاله وړاندې مې د انګلستان د نامتو ارواپوه او لیکوال ډاکټر سمایلز کتاب ولوست په هغه کې د پرمختګ په اړه د انګریزانو یوه بیلګه وړاندې شوې وه کله چې په انګلستان کې کوم کس ته یو کار وسپارل شي نو په رښتینولي یې ترسره کوي په دې فکر کې نه وي چې اوسمهال زما مدیر نشته او باید کار کې سستي وکړم او کله چې مې مدیر راغی یا یو څوک زما کار ګوري نو بیا به د کار په تر سره کولو کې چټکتیا وکړم، نو همدا علت دی چې هر چا ته کومه دنده وسپارل شي هغه په رښتیني ډول تر سره کوي.

څو کاله وړاندې چې ډاکټر اکبر اکبر په کابل کې د یوې ژورنالستیکي پروژې مسول و، نو د دې ادارې هر کس د ده د ښه مدیریت او په کارونو کې د هڅونې د جدیت خبرې کولې او د ارواپوه په توګه یې په خپلو خبرو ډیر ځوانان دې ته اړ کړي وو چې په سمه توګه د خپل ژوند ورځینۍ چارې په بریالیتوب سره تر سره کړي نو له دې څخه معلومېږی چې نوموړی پر ادبي، سیاسي او ژورنالستیکي هڅو سر بېره په اقتصادي چارو او مدیرت کې هم ښه وړ تیا لري.

ډاکټر اکبر اوسمهال په لندن کې اوسیږي پرته له سیاسي مقالو اولیکنو څخه یې تر اوسه کوم نوی ادبی اثر نه دی چاپ شوی خو په راتلونکو پاڼو کې به د ډاکټر اکبر د ژوند په نور بر خو رڼا واچوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *