تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن /دوشنبه/ په تهران کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي او د دغه هیواد د مذهبي مشر له استازي علي شمخاني سره د دوو هیوادونو د پولو او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې دواړو خواوو په سیمه کې د تلپاتې امنیت او ثبات لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر ضرورت تاکید وکاوه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د مشر (منشي) او د آیت الله خامنه يي د ځانګړي استازي ښاغلي شمخاني په بلنه ایران ته سفر کړی دی.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ښاغلي شمخاني د افغانستان او ایران ترمنځ اوږدمهالې او ستراتیژیکې همکارۍ او د دوو هیوادونو ترمنځ د امنیتي خبرو دوام ضروري وباله.

ایرانا وايي چې د دغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا منشي د سرحدي سیندونو موضوع یاده کړه، ویې ویل پکار ده چې د اوبو له ګډو منابعو څخه د استفادې لپاره رغنده پرېکړې وشي.

ایرنا په دې اړه زیات جزییات نه دي څرګند کړي خو ایران غوښتنه لري چې افغانستان دې زیاتط اوبه ایران ته پرېږدي.

ایران په تېرو کلونو کې د افغانستان په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د بندونو له جوړېدو سره مخالفت کړی دی.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ملي ګټو د دفاع لپاره د افغان امنیتي ځواکونو او ملي اردو د وړتیا د زیاتېدو په خاطر مناسب فرصت وباله.

ښاغلي اتمر له ګاونډیو هیوادونو سره د همکاریو د پراختیا ترڅنګ له ترهګرۍ او سختدریځۍ سره د مقابلې او د سیاسي انسجام د رامنځته کولو لپاره جدي هلې ځلې د افغانستان د حکومت یو لومړیتوب وباله.

2 thoughts on “د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له خپل ایراني ساري سره د پولو پر امنیت خبرې وکړې”
  1. په ډیر تاسف سره زمونږ اوبه ټولی ایران ته روانی دی او له هغو نه ګټه نه شو اخیستلی . اوس مونږ د زرنج ښار ته اوبه له ایرانه راوړو. د هرات ولایت په یوه څنډه کی پخوا لږ اوبه له ایرانه افغانستان ته را تلی . اوس ایرانیانو ټولی اوبه بندی کړی دی او د افغانستان خواته هیڅ اوبه نه راځی. که فرضا مونږ د ایران په ځای او موقف کی وای او هغوی زمونږ په موقف کی وای نو هغوی به مونږ ته یوڅاڅکی اوبه هم نه وی راکړی. د هغوی سرحدی قواوی زمونږ له مهاجرینو سره چی غواړی د دوی له خاوری تیرشی او پورته نورو هیوادونو ته لاړ شی ، ډیر زشت او وقیحانه برخورد کوی ، څوموره په بیرحمانه ډول سره هغوی وژنی ، وهی یی او پرهغوی تمسخر کوی ویدیو ګانی یی په فیسبوک کی ږدی.
    په هر حال مونږ باید خپل ملی او خارجی سیاست په متوازن او د مقابل احترام له اصولو سره برابر عیار کړو. که هغوی له مونږ سره د همکاری روحیه لری ، مونږ ته هم لازمه ده چی همکاری روحیه ولرو او که برعکس هغوی زمونږ حقوقو ته درناوی نه لری نو اوس نړیوال شرایط هم ایجابوی چی مونږ هم له خپلو حقوقو په کلکه دفاع وکړو.

  2. ګرانو لوستونکو !
    الله تعالی دې وکړي چې روغ، جوړ یاست او سلامونو ته موهم وعلیکم ووایاست.
    ددې خبر په لیدو او لوستلوسره زیات خواشینی شوم، خو څه وکړم بیا هماغه د پښتو مشهور متل د خولې د سوړ هوسېلی نه وروسته ښه په لوړ آواز ووایه چې وایې: تشه لاسه دښمن مې ته یې. تاسې وګورﺉ چې بې حیا ایرانیان له چا سره او په کومو موضوعګانو خبرې کوي؟ د اتمر صاحب له د افغانستان له اوبو سره کوم تړاو دی؟ خو دا ټول د هغو بې شمېره کڅوړو زور او غچ دی چې کرزي صاحب به د خپل بې غیرته پادشاهۍ په دوره کې له ایراني بادارانو او د سي آی اې له ایجنټانو ترلاسه کولې او بیا به یې په سپینو سترګو ملت ویل چې هو! دا خو مې ترلاسه کړې دي.
    پداسې حالت کې به مونږ څرنګه ددې هیله ولرو چې زمونږ اوبه دې لومړی زمونږ په تنده ماتلو ولګیږي او بیا چې څه پاته شوې نورو ته دې ورکړل شي. اوس همدا موضوع برعکس ده، اول نورو ته ورکول کیږي بیا که څه پاتې شوې نو افغانانو ته ورکول کیږی، دا ټول ددې لپاره چې له ایران څخه راتلونکې میاشتۍ د یورو کڅوړې ونه دریږي.
    الله تعالی دې په خپل توان او ځواک سره زمونږ له هیواد پردي او د نور تالي څټي ورک او تباه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *