د جولای دوهمه نیټه۲۰۱۳ لکه چی ټول وطنوال په دې پوهیږئ چی زموږپه گران هیواد افغانستان کې د جنگ په لمبو د وطن خارجی دښمنان پیترل شیندي او غواړي چی داغمیزه لا نوره هم پسی اوږده کړي. په دې وروستیو ورځوکی دپاکستان دولتي مقاماتو یو شیطانی او د دښمنۍ نه ډک وړاندیزکړیدی چی یوشمیر ولایتونه دی طالبانوته وسپارل شي . برسیره پردي طالبان هڅول شویدی چی دافغانانو پرځای دامریکایانو سره په قطرکی خبري وکړي .مونږ پخپلو گرانو او وطن مینو افغانانو غږ کوو چي :۱- په سیاسی ډلو او تنظیمونوباندی دگران هیواددولایتونواوسیموویش ٬ بی دوطن دټوټه کیدو بله مانا نلري . زمونږ وطنوال بایددداسی شوموپلانو په مقابل کی بیدار واوسي او پری نږدی چی گران هیوادیی دسیمو٬ ژبو ٬قومونواو نورونومونو ترنامه لاندی٬ ټوټه شي .۲- دقطر مذاکرات باید دافغانانو له منګولوونه تروړل شي او پریږدي چی افغانان خپلی مسئلي پخپله دخبروله لاري حل کړي .۳- ملی وحدت زمونږ دگران وطن داستقلال اودوطن دخا وري دسلامتیاضامن دی. مونږ باورلرو چی ټول افغان قومونه گران افغانستان خپل ناموس گڼي اوپه ساتلوکی یی لکه دورونو په شان د یووالی لاسونه سره ورکوي اود وطن ددښمنانو په مقابل کی په پوره اتحاد په یو سنگرکی دریږي .مخ په وړاندی دگران وطن د ټولوبچیانو د یووالی په لورژوندي اوسرلوړې دی وي زمونږ گران هیواد افغانستان