د يوې لسيزې سمسمکي او نسبي ارامۍ سره بيا هم ډېری زيان ولس ليدلی، تر ټولو ډېره قرباني يې ورکړې او تر ټولو ډېر ترې ځورلېدلی دی. دا هغه ولس دی، چې له لويو ښارونو ور اخوا له نعمتونو او د يوويشتمې صدۍ له رڼاګانو بې برخې ژوند کوي، اوس هم هېڅ نه غواړي، خو يوازې هر لوري ته لاس غځوي، چې کور کلی يې بايد د جګړې په اور کې نينه نشي او ارام ته پرېښودل شي.
ښه مې ياد شي، په ۲۰۰۷ کال کې د کونړ ولايت وټپورې ولسوالۍ ته له يوې مرسته ندويه موسسې سره تللې وم، هغه مهال هم د سيمې خلک ارام نه وو، خو چې چاته به دې د موسسې او مرستو خبره وکړه، نو يوډول بې عتنا معلومېدل، چې ګويا د چا مرستو ته يې تمه نه ده. تر ونو لاندې د يوه کليوال د حجرې مخته ناست وو، د کلي يوه بوډا مخ را واړا وه او ويل يې، له هرڅه مو تو به ده، خو په يوه او بل نوم مو دې نه سره بېلوي او وژني، دا ولس يوازې ارام غواړي، خو خپل بستر کې هم ارام نشي کولای.
له هغه وخت دا دی اووه کاله تېر شوي، خو د هغه بوډا کليوال خبره مې هروخت را ياده شي، چې دا خلک په لوی لاس ارام ته نه پرېښودل کېږي او هر وخت بلاګانې پرې نازليږي. ددې ولس لويه برخه کله د طالب له لوري په ځای پر ځای شوي ماين سټه شي، کله د بهرنيو پوځيانو په هوايي بمبارۍ کې او کله هم د هغو خپلو امنيتي سرتېرو د تېروتنو او بېغوريو ښکار شي، چې په خپل دښمن پسې کلي ته اور اچوي.
له ۱۳۵۷ کال را په دې خوا ميليونونه افغانان بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ايران ته کډه شوي او يو شمېر نور يې بيا نورو هېوادونو ته وتلي دي. دغه کورنۍ ډېری يې په خورا بد حالت کې ژوند کوي، خو مجبورۍ دې هرڅه ته اړ کړي دي. په تېرو ۱۴ کلونو کې ددغو کډوالو يو شمېر بېرته راستانه شول، خو زيات شمېر نور بيا لاهم په بهرنيو هېوادونو کې دېره دي.
يوه لويه ستونزه چې په تېرو څو کلونو کې د جګړو له امله په کور د ننه کليوالو افغانانو ليدلې، د جګړو او طبعي ناورينونو له امله له خپلې سيمې بې ځايه کېدل دي. د کورنيو بې ځايه شويو شمېرو په اړه کره معلومات ځکه نشته، چې دوی له خپلو سيمو هرې خوا خواره شوي دي. ددې پر ځای چې د دغو بې ځايه کېدلو مخه نيول شوې وای، ورځ تر بلې يې ګراف لوړ شوی دی، دا ځکه چې نه جګړه مهار شوې او نه هغو کورنيو ته بېرته په خپلو سيمو کې د ژوند امکانات برابر شوي، چې د طبيعي پېښو له امله له خپلو سيمو وتلي دي.
د افغانستان په ډېری سيمو کې د کورنيو بېځايه کېدو لامل ناامني او په سيمو کې جګړه ده، خو د هېواد ځينې داسې سيمې هم شته، چې د طبيعي پېښو او د دولتي چارواکو د بېغورۍ له امله د کډواليو او بې ځايه شويو شمېر پکې لوړ دی.
په تېرو ١٣ کلونو کې د ناپايه نړۍ د سخي هېوادونو ميلياردونه ډالر دې هېواد ته راغلل، خو ددې بېوزله او له نعمتونو بې برخې ولس هېڅ درد يې ور دوا نکړ او هېڅ داسې بنسټيز کار تر سره نشو، چې فکر يې وشي. په دې ډله کې يو هم د کډواليو مسئله ده، چې دايمي کار نه دی تر سره شوی.
د کورنيو بې ځايه شويو کډوالو شمېرې ځکه ورځ تر بلې پراخيږي، چې د جګړې او نا امنۍ لمن پراخيږي.
يوازې د ننګرهار د اوو ولسواليو ۱۸زره کورنۍ د وسله والو طالبانو د جګړې له امله په تېرو دريو کلونو کې له خپولو مېنو کوچېدلې دي. دا يوازې يو ولايت دی، د کونړ ډېری ولسوالۍ له دې امله له ولسي وګړو خالي شوې او مېنې د جګړې په کرښو بدلې شوې، چې يا له پاکستان څخه توغندي پر را وريږي او يا هم د بهرنيو جنګياليو او استخباراتي کړيو جګړه پکې ګرمه ده.
همدا ډول په کندهار کې هم د جګړو له امله تر ۱۲زرو پورې کورنۍ بې ځايه شوې دي، چې لامل يې يوازې او يوازې ناامنۍ بلل کېږي.
دهلمند ولايت له شمالي ولسواليو په ځانګړې توګه له سنګين، نوزاد، کجګي، بغران او موسی کلا څخه ۷۵ سلنه کورنۍ د جګړې له امله وتلې دي او دا جګړه له کلونو روانه ده.
که له جګړې ځپليو سيمو لږ هغو ولسواليو ته هم سر ورښکاره کړو، چې د طبيعي ناورين له امله يې بې شمېره وګړي بېځايه شوي، نو شمېرې يې تر ډېرو لوړيږي او ان اندېښمنوونکې دي.
يوازې په روان کال کې په شمالي ولايتونو کې د سلابونو او ځمک ښويدنې له امله خواوشا ۱۰زره کورنۍ بې ځايه شوې دي، چې په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.
دا ولس د هرې بلا خوراک ګرځي، د مرګ خاشاک همدا ولس دی، هغه ولس چې ښکېلې غاړې د دوی په وژنه سره خپلو ارمانونو ته رسيږي.
ښه مې ياد شي، چې د ولسمشر غني د کار په لومړيو او ان تر هغې وړاندې د کمپايني منډو ترړو پر مهال يې لومړی غږ دا وو، چې کډوالو ته به په کور د ننه د ژوند امکانات برابروي، را ستنوي به يې او يا به يې هم خپلو مېنو ور ګرځوي.
په ټوله کې تر هغه چې جګړه ونه دريږي، څنګه به کليوال خپلو مېنو ته ستان شي، تر هغه چې د جګړې سيمې له تازه کارول شويو ماينونو پاکې نشي، نو څنګه به دا بې ځايه شوي ور ولېږدولای شي، تر هغه چې دې کليوالو ته د ژوند کولو بند بست ونشی، په هغو کليو کې به څه وکړي.
اوس پکار ده، چې دا مسله د حکومت له لوري جدي ونيول شي، ځکه چې کورني بېځايه شوي، په خورا ناوړه حالت کې ژوند کوي. د جګړو په سيمو کې خو بې رحمه دښمن ټولې سيمې کلي او بانډې په ماينونو پوښلې او يا يې هم کورونه ور نړولي دي.
په ټوله کې پکار ده، چې دغه ناورين ته نور د پای ټکی کېښودل شي او د کارونو په سر کې ونيول شي. پکار ده، چې د جګړې لپاره تاکتيک او ستراتيژي بدله شي، چې ولس زيان پکې ونه ويني.