سید اصغر هاشمي

ژوند د سالم رقابت ډګر دی او د نننۍ نړۍ د پیشرفت یوازینی لامل همدا سالم رقابت دی.

دغه رقابتونه مثبتې او منفي خواوویې لري، چې ځینې ملکونه مثبت او ځینې بیا منفي رقابتونه کوي.

په کوم ملک کې چې د پوهې او علم کچه لوړه وي، هلته مثبت سالم رقابت (positive compilation) وي او په کومو ملکونو کې چې د علم او پوهې کچه ټيټه وي، هلته منفي غیر سالم رقابت (Negative compilation) موجود وي، په داسې ټولنو کې ډېر خلک منفي نظریات او افکار لري.

د همدې سالم رقابت لامل دی، چې ټولنه په هرې برخې کې پیشرفت کولای شي.

دا یو اصل او حقیقت دی، چې په داسې ټولنو کې ورځ تر بلې ښه ښه استعدادونه پیدا کېږي او د داسې ذکاوتونو قدر پکې کېږي.

په نورې نړۍ کې ډېر خلک سپورت د صحت اوښو لاسته راوړنو لپاره کوي، خو دلته مې د ډيرو له خولې اوریدلي دي، فلانی سپورت د جنګ لپاره ښه دی، یا ځینې وایي: سپورت په درد نه خوري، دلته دټوپک د یوې ماشي خبره ده.

په نورې نړۍ کې خلک تحصیل د دې لپاره کوي، چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي، خو دلته ډېر تحصیل کوونکي پر حرامو اخته او رشوتونه خوري، هماغه یوه پوهه ده، له چا افلاطون، ارسطو، اقبال، سیدجماالدین افغان او ګل پاچا الفت جوړوي او له چا شیطان جوړوي.

نورې نړۍ کې انتخابات د خلکو د ګټې لپاره کېږي او اجتماعي ګټو ته ارزښت ورکوي او دلته د ځان د ګټې لپاره کېږي او فردي ګټو ته اهمیت ورکوي.

هلته مشران له خپل موقفه ناوړه استفاده نه کوي، خو دلته برعکس ډېر مشران مو د بدو اخلاقو څښتنان دي.

دا چې د انسان له داخلي جوړښتونو نه ښه او بده ګټه اخیستلای شی، نو بیا ولې د خلکو زړونه خفه کوو، د دې پر ځای چې په ورین تندي او ښو اخلاقو ورسره خبرې وکړي، بده وضعه ورسره کوي.

نبي علیه السلام ډېر کفار په ښو اخلاقو مسلمان کړل، په اخلاق کې افراط بد کار نه دی.

مال، دولت او پیسې دي، څوک یې حرامې ګټي او څوک یې حلالې ګټي، څوک ورنه ښه استفاده کوي او جماتونه جوړوي او ځینې بیا ناوړه ګټه ورنه اخلي.

یو انسان ته بي سببه زهر ورکول او د هغه ژوند اخیستل، په مقابل کې له هماغه زهرو د داسې حشراتو وژل چې انسان ته زیان رسوي هم کیدای شي. یوزهر دي، ښه او ناوړه ګټه ترې لاس ته راوړلی شو.

که چېرې یو ځوان دتاریاکو معتاد وي، د وخت په تېرېدلو خپل ‌ژوند له لاسه ورکوي، خو که چېرې له همدې تاریاکو په درملو کې ګټه واخیستل شي انسان ته ژوند ورکوي او د ناوړي استفادې په سبب د انسان ژوند له منځه وړي.

په نړۍ کې له هر شي ښه او ناوړه ګټه اخیستل کیدای شي، هلته خلک له هر شي ښه استفاده کوي، هیله کوم چې دلته هم له هر شي ښه ګټه تر لاسه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *