تاند- د افغانستان د نوي حکومت سل ورځې پوره شوې خو لا یې هم خپله کابینه نه ده اعلان کړې.

د سپټمبر په نهه ویشتمه نېټه محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه لوړه په ځای کړه او د ملي یووالي حکومت یې اعلان کړ.

نن /سې شنبه/ د دغه حکومت ۱۰۰ ورځې پوره شوې خو تراوسه پوري کابینه نه ده اعلان شوې. یو شمېر رسنیو ویلي چې ولسمشر او اجرايي رييس د کابینې پر ټولو غړیو موافقه کړې او نن یا سبا به یې ولسي جرګې ته معرفي کړي.

خو ځیني نورې سرچینې وايي چې غني او عبدالله یوازې د ۵ کلیدي وزارتونو پر نوماندانو سلا شوي دي.

په حکومت کې یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبری اژانس ته وویل چې د کابینې پر سر لوی پرمختګ شوی او ژر به اعلان شي.

ویل شوي چې دواړو خواوو د بهرنیو، دفاع، مالیې، کورنیو چارو او د کلیو د پراختیا د وزارتونو پر نوماندانو موافقه کړې ده.

د افغانستان د کابینې د غړیو شمېر پنځه ویشت په پام کې نیول شوی دی.

خو یوه چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د کابینې د ټولو غړیو پر سر موافقه شوې ده او احتمالاً د روانې اوونۍ تر پایه به اعلان شي.

د ترکیې اناتولیا خبري اژانس وايي، په تېرو ۱۳ کلونو کې اکثره وزیران په تېره بیا د امنیتي چارو د وزیران د عبدالله عبدالله پلویان ول، ولسمشر غني غواړي چې دا تمایل ختم شي او یا لږترلږه بې پرې مسلکي کسان د امنیتي چارو وزیران وي.

له بلې خوا د کاناډا دیجټل ژورنال خپرونې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان حکومت د کابینې په جوړولو کې موافقې ته ونه رسېږي ممکن له دې هیواد سره د نړیوالو مرستې اغېزمنې شي.

دې نشریې په عین حال کې د افغانستان د حکومت د تېرو سلو ورځو ځیني کارونه مهم بللي او ویلي یې دي چې ښاغلی غني توانېدلی له امریکا او پاکستان سره د افغانستان اړیکې تر ډېره ښې کړي.

د کابل بانک قضیه، چې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو لویه مالي غلا ګڼل کېږي، د غني د حکومت بل بریالیتوب ښودل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *