د یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب جمهور رئیس ته د واک انتقال په سوله ییز ډول دافغانستان په تاریخ کې لومړی ځل ؤ. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې دخلکو پراخ ګډون ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی تر ارګ ورساوه، پوره ۱۰۰ ورځې وړاندې ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د سلګونه کورنیو او بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په وړاندې د لوړې مراسم ترسره او ژمنه يې وکړه چې د هېواد ټولو ناخوالو ته به دقانون سره سم د حل لاره لټوي، په لومړي سرکې به په ټول هېواد کې دامنیت دټینګښت او سولې لپاره کار کوي، په ټول هېواد کې به قانون پلی کوي،قاچاقبران او مجرمین به دقانون منګولو ته سپاري او دولتي پراخې غصب شوي ځمکي به دغاصبینو له منګولو خلاصوي او دغاصبینو سره به دقانون په رڼا کې چلند کوي، ددې هرڅه ترڅنګ ولسمشر دخپلې لوړې په مراسمو کې د ولس سره ژمنه وکړه چې د دندې له پيل تر پنځه څلوېښتو ورځو به کابېنه اعلان او ولس ته به دخپل سل ورځني کار راپور هم وړاندي کړي.
له بده بخته نه خوتر دې دمه کابینه اعلان شوه اونه هم په هېوادکې د امنیت د ټېنګښت لپاره کوم دپام وړ کار ترسره شو، د لوړې په مراسموکې د ولسمشر خبرو په لومړیو کې فاسدان، قانون ماتوونکي،مجرمان او د ځمکو غاصبین یو څه وویرول، خو د کابېنې ځنډ او په هېوادکې د ناامنیو زیاتیدو دوی زړور کړل او خپلې غیر قانوني کړنې يې یو ځل بیا پرمخ روانې کړې، خو ددې ټولو غیر قانوني کړنو ترسره کوونکي عام وګړي نه بلکې لوړپوړي دولتي چارواکي،دپارلمان غړي،سرپرست وزیران او زور واکان دي، ددې ډول غیر قانوني کړنو ولایتي ترسره کوونکي په مرکز کابل کې دلوړ پوړو چارواکو ملاتړ له ځانه سره لري، اوس خو ترډیره په رسنیوکې اوریدل کیږي چې په ولایاتو کې لوی قانون ماتوونکې کړنې او ددولتي ځمکو غصب دپارلمان دغړو په واسطه ترسره کیږي، دا چې اوس په دندوګمارل او له دندو لرې کول بند دي پخوا همدې دپارلمان ځېنو غړو دخپل موقف څخه په ناوړه استفادې په دولتي اداروکې دمقرریو او منفکیو په برخه کې پراخې لاس وهنې کولې او کوښښ يې کولو چې په هره اداره کې خپل خپلوان او ملګري په دندو وګماري،په هره اداره کې خپل نفوذ پراخ کړي ترڅو ددوی ټولې غیري قانوني کړنې پرته له کومې ستونزې پرمخ لاړې شي .
له بله پلوه همدغه دپارلمان غړي چې ددولتي ځمکو په پراخ غصب کې له سر تر پښو ښکیل دي په ټلویزیونونوکې د مصاحبو پرمهال دقانون دټینګښت خبرې کوي او ځان ددې خاوري اصلي خدمتګار معرفي کوي، چې ښه بېلګه يې په پارلمان کې دشکایاتو اوریدو کمیسیون غړی او دخوست وکیل همایون همایون دی ، نوموړي څو ورځې وړاندې په لمر ټلویزیون کې دقانون دټینګښت خبرې کولې، په داسې حال کې چې همایون همایون په خپل په دې وروستیو کې دخوست ښار متون تپې په لمن کې څلور جریبه ځمکه غصب کړې او اوس مهال يې دڅلور دیوالۍ چارې ښې په درزکې روانې دي، نوموړي دیادې غصب شوي ځمکې په اړه په ځینو سیمه ییزو او دهېواد په کچه رسنیو کې ویلي چې ځمکه يې دزراعت ریاست څخه په قرار داد اخیستې ،ولې تر دې دمه يې دخلکو او درسنیو دمسؤلینو په غوښتنه قرار داد پاڼه هیچاته ته نه ده ښودلې.
همدا راز نوموړي څه موده وړاندې دښارولۍ ریاست سره دځینو وسایطو چې دښار په پاکوالي کې برخه اخلي مرسته ترسره کړه ،ولې بیا يې هم مرسته شوي وسایط رسماً دښاروالۍ تر نامه لاندې دښاروالۍ ریاست ته نه دي سپارلې، دخوست ښاروال کرامت خان خپلواک چې دنوموړي دټولنې غړیتوب لري په ښاروالي ریاست کې دننه همایون همایون ته دفتر ورکړی او دمرسته شویو وسایطو او دښار وال سره دنږدي اړیکو په اساس يې په ښار کې دننه دښاروالۍ ریاست زیاتې قیمتي ځمکې او جایدادونه تر خپل اثر لاندي را وستي دي.
که دکابېني ځنډ او په چاروکې دولسمشر پاتې راتلل همداسې دوام وکړي لري نه ده چې په هر ولایت کې به ورته کړنې زور واخلي او دقانون دتطبیق پر وړاندې به لوی خنډو رامنځته کړي، ولسمشر باید دې ټولو ستونزو ته په کتو څومره چې ژر کیږي د وړ کسانو جوړه کابېنه اعلان او روانو مخ په زیاتیدونکو ستونزو ته دپای ټکی کیږي دي.
همايون جانه.
بلار خو دي د شرافت او أخلاقو يوه لويه جوكه وه به خلقيانو كي.دا بورتني ليكني داجه زه دستا دبلار يو نزدي ملكري وم نهايت مايوسه كرم جه بلار دي خه كول اوته خه كوى.
دبلي خوا ملامتيا هم در بأندي نه اجوم داخكه جه تا هم غتي بيسي به دي وكالت وركري .
تعجب به دي كوم جه ته خبله خه كوي اوبيا جه كردي ميز ته راشي خه نه دي جه ته ءي دوزارت دفاع به ادرس نه واءي.