داسی معلومیږی چی ننی تنکی ځوانان تر مخکینی نسل زیات فارغه وخت او کم مسولیتونه لري. داسی به مو ډیر لیدلي وي چې ځوانان په مغازو، خوړن ځایونو، هوټلونه او نورو ځایونو کی یا خو هسي ګرځي او یا هم خپل وخت په تفریح ګانو تیروي.

عموما دوی خپل ساعت تیروي، چې بعضی وختونه دا ډیر اضافی وخت او بې وخته تفریح ګانې مشکلات رامنځته کوي. هغه تنکی ځوانان چې د دقیت احساس لري او غواړي چې د ساعت تیری لپاره کوم څه وکړی نو زیاتره وختونه نورو ته ستونزی رامنځته کوی او یا هم په بعضو غیر صحی، نامناسب او یا هم غیرقانونی فعالیتونو کی بوخت وی. د بیکاره او بدون نظارت ځوانانو افزایش یا زیاتوب، ممکن د کورنی کاروبارونو نه شتون یوه وجه وی.

د بده مرغه زمونږ زیاتره افغانان تر اوسه هم داسی کوم فکر نه لری چی حتی یوه کورنی کولای شی چی یو شخصی کاروبار ولری. زمونږ هیواد افغانستان یو د بی وزلو هیوادونو څخه دی. خو له بلی خوا نظر بعضو نورو پرمختللو هیوادونو ته که چیری صحیح توجه وشی او امکانات په کار واچول شی شاید ډیر واړه او شخصی کاروبارونه په وجود راشی. مخکینیو وختونو کی داسی فکر کیده چی زیاتره تنکی ځوانان باید د کور او کار په څانګو کی ګډ مسولیتونه ولری.

په هغوی د مشرانو لخوا نظارت ډیر وو. تنکی ځوانان به مکتب ته تلل او بعد له وخته به یی کوم مسلک، کسب او یا شغل زده کاوه. او که نور څه نه وه په کلیوالی ژوند کی به هغوی د څارویو په ساتلو، بزګری او یا هم د کور په نورو وړو او غټو کارونو کی ونډه اخیسته. نن سبا ډیر ځله داسی لیدل شوی چی پلرونه یا نور مشران کار کوی او کشران یی یا خو مکتب کی شامل کړی او شامل هم داسی چی په هغوی هیڅ نوع نظارت نشته. چی ایا واقعا هم هغوی مکتب په ښه شان سره وایی کنه؟ او ایا د هغوی ټول وخت په مکتب کی مصرفیږی او کنه؟ او کنه نو دوی باید د خپل فارغه وخت نه څرنګه ګټه واخلی؟

د نن ورځی تنکی ځوانان ډیر چالاکه او هوښیار دی. خو بدبختانه هغوی د خپل دغه زیور نه په منفی بخشونو کی استفاده کوی. درسونه نه وایی. حتی داسی چی ډیری یی په نقل او نورو ځانونه کامیابه کوی. بلکه دا خو اوس یو دود ګرځیدلی. که له یوی خوا د دی چاری مسوله د هیواد کمزوری تعلیمی سیستم دی خو له بلی خوا همدغه ځوانان هم پنځوس په سلو کی د دغو چارو مسولیت لری.

باید چی د نقل، واسطی او یا هم نورو لارو چارو د کارولو پر ځای کیفیت ته غور وکړی او لږه اندازه خواری په ځان تیره کړی. فکر وکړی که چیری په صنف کی څوک هم درس ونه وایی اخر نقل خو هم یو داسی کس ته ضرورت شته چی په یوه څه پوهیږی او تاسی تری نقل وکړای شی. او کنه نو که چیری همدغه د امتحان پارچه کورته هم درسره یوسی نو حل به یی نشی کړای بغیر له دی نه چی کتاب خلاص کړی. خو په دی شرط چی کتاب خو ولوستلای شی. خیر راځم خپلی اصلی مدعا ته. نن سبا یو مشکل دا هم دی چی پلرونه د کورونو نه لیری په کارونو پسی تللی وی او ځوانان یی د کور د ساتنی لپاره کور کی پریښی وی. نو په دی سبب هم ځوانان بغیر د نظارت نه پاته کیږی.

تنکی ځوانان وخت او کافی انرژی لری. د هغوی ټول وخت په مکتب او یا هم مدرسه کی نه مصرفیږی. کوشش باید وکړی چی په فارغه وخت کی د نورو مسلکونو زده کړی ته مخه کړی. او د کور د اقتصادی بوج په پورته کولو کی د پلار او یا هم مشر ورور سره مرسته وکړی.

یو خو به یی دغه فارغه وخت د ځان، خپلی کورنی او خپلی ایندی لپاره په ځان لګولی وی او له بلی خوا د فقر، بیکاری او په ټوله کی د بعضو جرمونو په مخنیوی کی د ځان او ټولنی سره مرسته کړیوی. پوهیږو چی ټول ځوانان شاید ونه توانیږی چی ځانونو ته کوم موثره بوختیا پیدا کړی نو کولای شی چی د خپل کورنی د مشرانو، د کلی د مشرانو یا خلکو او همدارنګه د ټولنی د زده کړی قشر لکه ډاکتر صاحبانو، انجینیر صاحبانو، ملا امامانو او نورو نه په مشوره سره ځانونو ته سالمه بوختیا پیدا کړی. لاندی یولاړ لارښوونی لیکم چی ممکن د بعضو هغو تنکیو ځوانانو سره چی غواړی په راتلونکی کی د کور او په لویه کی د ټولنی مسولیتونو ته اوږه ورکړی مرسته وکړی.

مشخص اصول او قوانین د خپلی کورنی د توقعاتو مطابق وضع کړی، لکه کوم وخت باید کورته راشی، په کوم وخت کی باید خپله اطاق پاک کړی، څرنګه کولای شی چی ځان ته ډوډی تیاره کړی، چای پوخ کړی او داسی نور. مشران هم باید کشرانو ته وخت ورکړی تر څو د داسی اصولو او قوانینو په جوړولو کی ونډه ولری.

مشران باید کشرانو ته ځانګړی مسولیتونه او کارونه ورکړی. داسی مواقع ورته مساعدی کړی چی اضافی وخت کی د کار کولو په مټ وکولای شی چی یو اندازه پیسی د مشروح لاری نه پیدا کړی. اوهمدارنګه ځوانانو ته وښودل شی چی څرنګه کولای شی چی خپلی ګټل شوی پیسی په هغو شیانو چی دوی ورته اړتیا لری ولګوی.

نوی ځوانان باید تشویق کړل شی تر څو داسی یوه مشروح دنده پیدا کړی چی په فارغه وخت کی یعنی د مکتب، پوهنتون یا مدرسی نه وروسته وخت کی یی وکړی. او داسی مواقع ورته مساعدی شی چی په فارغه وختونو کی د نورو خلکو سره ووینی او نوی مسلک زده کړی او اضافی پیسی وګټی.

د نوی ځوانانو سره باید مشران خبری وکړی، او هغوی باید دی ته وهڅوی تر څو هغوی د خپل ټاکل شوو هدفونو په اړه چی دوی غواړی په اینده کی یی ترسره کړی فکر وکړی. او همدارنګه د دغو هدفونو په ټاکلو کی باید د کشرانو سره مرسته وشی. • مشران باید په دی پوه وی چی د دوی کشران به په دغه وخت یا هغه وخت کی چیری وی.

هغوی ته باید وخت ناوخته زنګ ووهل شی او یا هم خپله ورشی او هغوی د نیزدی نه نظارت کاندی. او یا هم کشرانو ته وویل شی چی وخت نا وخته دی له هغوی سره وینی. او که چیری مشران فکر کوی چی د هغوی کشران په دغه یا هغه وخت کی په کور کی وی نو د امکان تر حده دی د کورنی د کوم غړی، همسایه یا ملګری نه وغواړی چی په دغه وخت کی وګوره چی زما دغه ورور یا زوی په کور کی دی کنه.

کشرانوته باید ترغیب ورکړل شی چی په ټولنیزو پروګرامونو کی دخیل شی، لکه د کوم واده، دستمال، شیرین خوری، نکاح، جنازی او یا هم فاتحی په مراسمو کی باید کشران د مشرانو په څیر ونډه واخلی. • د داسی سالمو فعالیتونو په اړه چی د کشرانو لپاره په راتلونکی کی په اقتصادی او یا هم اجتماعی برخو کی په ګټه تمامیږی پلټنه وشی، د مثال په توګه کوم کارونه شته، په کوم بخش کی کار کولو ته اړتیا ده، په دغه خای یا ناحیه کی کوم کسب کاره یا مسلکی نشته چی تنکی ځوانان کولای شی هغه تشه ډکه کړی. اوداسی نور.

او په اخیره کی باید د تنکی ځوانانو د تفریح لپاره هم فکر وشی ځکه چی سالمه تفریح، بدنی روزنه او نور کولای شی چی په راتلونکی کی یو صحتمنده جامعه ولرو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *