د انسان بدن هم د یو ماشین په شان کار کوي، لکه څرنګه چې د یو ماشین یوه پرزه خرابه یا ماته شي، نو ماشین د کار کولو توان له لاسه ورکوي، په همدې ترتیب سره د انسان بدن هم دی که د بدن یو غړی خوږ یا مات شي نو د انسان ټول بدن ورسره په درد او تکلیف اخته وي، خو بیا هم د دغه خوږ یا مات شوي اندام د معالجه کولو په صورت کې یو ځل بیا دغه اندام په کار پیل کوي او د وخت په تېرېدو سره یې درد هم هېرېږي.
خو زړه هغه شیشه نه ده چی د ماتیدو څخه وروسته بیا پتری واخلي، که له چا څخه یو ځل په ژوند کې مات شو نو بیا به د پاتې عمر په ټولو هڅو سره ونه توانېږي، چی مات شوي زړه ته کوم پتری ورکړي.
له همدې امله موږ ته پکار دي چي د زړونو په ساتلو کې ډیرې هڅې وکړو، څو د کوم انسان زړه ناراضه نه کړو، ځکه که د انسان هر غړي ته تاوان ورسېږي، خو ژوند له لاسه نه ورکوي لکه کاڼی غږونه نه اوري، خو په مینه پوهیږي په همدې قسم ړانده څه نه ګوري خو زړونه لري.
نو په همدې خاطر ټولو انسانانو ته پکار دي چې د زړونو د ساتلو په طریقه ځان پوه کړو تر څو په خپل ژوند کې د هېڅ انسان زړه مات یا ازار نه کړو.
خدای دې نه کړي، که یو ځل د کوم انسان زړه رانه مات شو نو بیا د نړۍ هیڅ کوم قوت چې مالي یا پوځي وي نشي کولای چې مات شوی زړه یو ځل بیا له ځان څخه راضي کړي.
دغه یو لوی کار چی بیا یې د نړۍ هیڅ کوم مالي یا پوځي ځواک نه شي رغولای د څه له پاره کوو؟؟؟ د دې کار د مخنیوي لپاره چې په خپل ژوند کې د چا زړه مات نه کړو، باید د خبرو کولو پر وخت په خپله ژبه داسې څه ووایو چې د کوم کس یا د کومې ډلې د خپګان لامل نه شي.
په همدې خاطر د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص)هم ویلي دي چې د خبرو پر وخت فکر وکړئ، چې به خپلې خولې څخه څه وباسئ، که چېرې د دغې خبرې چې تاسې یې کوئ، انجام ښه ښکاره شو نو ویې کړئ، او که انجام یی ښه نه وو نو مه یې کوئ.
په همدې قسم په پښتو کې هم یو متل دی، چې (ژبه هم کلا ده هم بلا ده) ژبه که په ښکاره ډېره نرمه ده، خو له بل لورې داسې لو کوي چې په یوه دقیقه کې زرګونه زړونه هم ریبلې شي.
همدغه لامل دی چې پښتانه وایي له غرونو غورځېدلی ښه دی، خو د زړونو څخه نه، ځکه امکان لري چې د غرونو څخه د غورځیدلي علاج په طبابت سره وشي، خو که څوک یو ځل د خلکو له زړونو څخه وغورځېد، بیا هیڅوک نه شي کولائ چې په هغو زړونو کې ځاتنه دوهم ځای پیدا کړي.
راځئ سر له اوسه په خپلو ژبو داسې څه ووایو چې د هېوادوالو مات شوو زړونو ته مو مل پټۍ شي .