په پکتیکا ولایت کې له نهو کلونووروسته د(۳) سرحدي ولسوالیولار د دولتي کارکوونکوپرمخ پرانستل شوه.

دپکتیکا ولایت درې سرحدي ولسوالیو (وازیخواه ،تروې او وړممۍ ) لارچې دګوشتې په سیمه کې له نهو کلونورا په دیخوا دامنیتي ځواکونواودولتي کارکوونکوپرمخ دناامنیو او په دې لارکې دوسلوالو مخالفینودپټنځایونودشتون له امله بنده وه ، ددوشنبې په ورځ دګډوافغان امنیتي ځواکونو(ملي اردو،ملي پولیسو،سرحدي پولیسو،ملي امنیت اوسیمه ایزوپولیسو) له خوا دچاڼیزوعملیاتوپه ترسره کولوسره پرانستل شوه .

دیادو درېو ولسوالیوهغه اوسیدونکي چې په بیلابیلو دولتي ارګانونو کې دنده لري،نه توانیدل چې په دې لاره تګ اوراتګ وکړي،ځکه چې دګوشتې په سیمه کې به وسلوال مخالفین دپټنځایونوپه درلودلوسره تل لارې ته راوتل او ددولتي کارکوونکوترڅنګ به یې عام خلک هم په یوه او بل نامه ځورول، چې بلاخره دښې رهبرۍ اودامنیتي ځواکونوترمنځ دښې همغږۍ اومنظم پلان له مخې په دې وتوانیدل چې دپکتیکا ولایت دامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل په مشرۍ یې په سیمه کې چاڼیزعملیات پیل کړل او دګوشتې په سیمه کې دوسلوالو مخالفینو پټنځایونه په نښه اوله منځه یوړل،تراوسه پورې په دې عملیاتوکې هیچاته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې ،خودګوشتې دزوړبازار په سیمه کې دوه کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي،داعملیات به ترهغه وخته پورې دوام ولري، ترڅو داسیمه په بشپړه توګه له وسلوالو مخالفینو څخه پاکه او امنیتي ارګانونه پکې خپلې پوستې ځای پرځای کړي.

دا چاڼیزعملیات د پکتیکا په سرحدي ولسوالیوکې په داسې حال کې پیلیږي،چې دروان ۲۰۱۵ میلادي کال دجنوري په لومړۍ نیټه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنیتي او دفاعي مسؤلیتونودلیږد بهیربشپیړشوی دی ،خو په پکتیکا ولایت کې ټولو امنیتي ځواکونو په یوه خوله پکتیکا والوته ډاډ ورکړی چې دخپلې خاورې  ددفاع لپاره به له بل هروخت  څخه زيات  هوډمن وي او دخپل  دغه آرمان په خاطربه دهیوادپه هرګوټ کې چې اړتيا پيدا شي  ددښمن دځپلو  لپاره وردانګي.
ځکه خلک دخپلو امنيتي منسوبينو په ځواکمنۍ او پاکې انګيزې  باور لري.

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *