ارنست همینګوې

ژباړن: غزانور غزا –

د یوې جولای له څلورمې وروسته، نېک ناوخته په بګۍ کې له جوګارنر او کورنۍ سره یې کور ته ستنېده، په لار کې د نهو مستو سور پوستو له څنګه تېر شول. په یاد یې و چې نه کسان وو، ځکه جو ګارنر چې په ماښام تېره غونې کې بګۍ ځغلوله د اسانو کیزې یې را کش کړې، سړک ته یې ټوپ کړ، چې سورپوستی د ټېرونو له چرې څنګ ته کش کړي. سورپوستی ویده وه، په رېګ کې پړمخ پروت و. جو په څکولو څکولو د بوټو منځ ته ورساوه او بېرته بګۍ ته راستون شو.

جو وویل- له دې سره نه کسان شول، د ښار له څنډې تر همدې ځایه

مېرمن ګارنر وویل- سورپوستکي

نیک د ګار نر له دوو زامنو سره په شاته څوکۍ کې ناست و، له هغه ځایه د سورپوستي لیدلو ته ځېر و، چې ګارنر د سړک غاړې ته څکولی و.

کارل وپوښتل- بیلي ټیبل شا و؟

ـ نه

ـ پتلون یې د بیلي د پتلون په شان و

ـ ټول سورپوستي دغسې پتلون اغونځي.

فرانک وویل – ما خو هیڅ ونه لید. کله چې پلار کوز شو، مخکې له دې چې بیا راستون شي، فکر مې کاوه چې مار وژني.

جوګارنر وویل – ګومان کووم نن شپه د سورپوستو د مار وژلو ده.

مېرمن ګارنر وویل – دا سورپوستکي

مخته تلل. سړک له لویې لارې تاو شو، د غونډیو لورته پورته کېده. اسونو په سختۍ بګۍ کشوله، ځکه هلکان کوز او په پښو روان شول. سړک خاورین و، نېک د غونډۍ په سر د ښوونځي له ودانۍ سره شاته کتل، پتوسکيوال څراغونه، لږ هاخوا تراوسر خلیج او د بېړیو د لنګرځي رڼاګانې یې لیدلې. بیا په بګۍ کې سپاره شول.

جوګارنر وویل- باید په هغه یوه ټوټه لار شګه واچوي.

بګۍ په ځنګله کې په سړک مخ په وړاندې روانه وه، جو او مېرمن ګارنر، له یو بل سره جوخت په مخته څوکۍ کې ناست وو. نېک د هلکانو په منځ کې ناست و، سړک اوارې ته را ووت.

ـ ټیک همدلته پلار هغه راسو ولیدله.

ـ مخکې و.

جو بې له دې چې سر را تاو کړي، وویل- پروا نه لري چې کوم ځای و، هرځای چې سړی یوه راسو( مږې ته ورته ژوی) وویني، هغه ښه ځای دی.

نېک وویل- پرون شپه مې دوه راسو ولیدلې.

ـ چېرته؟

ـ لاندې د ډنډ په غاړه. په مړو کبانو پسې ګرځېدلې.

کارل وویل- ممکن راکون و

ـ راسو وې. فکر کووم راسو پېژنم

کارل وویل – باید ویې پېژنې یوه سورپوستې نجلۍ دې هم پیدا کړې ده.

مېرمن ګارنر وویل- کارل داسې خبرې مه کوه.

ـ ښه، خو دواړه یو ډول بوی لري.

جوګارنر وخندل.

مېرمن ګارنر وویل- جو نور مه خانده، نه غواړم کارل دا ډول خبرې وکړي.

جو وویل- نېکیه کومه سورپوستې دې پيدا کړې ده؟

ـ نه

فرانک وویل –پلاره پیدا کړې یې ده، پروډنس میچل یې میَنه ده.

ـ نه داسې نه ده

ـ هره ورځ ورځي دیدن یې وکړي.

نېک چې په تیاره کې د ګارنر د دوو زامنو په منځ کې ناست و او هغوی پروډنس میچل ور پورې تړله، د زړه له تله خوشال و، خو ویې ویل- هغه زما میَنه نه ده.

کارل وویل- خبره یې ونه منئ، زه یې هره ورځ سره وینم.

مور یې وویل- کارل هیڅ نشي کولی یوه میَنه ولري، هغه هم یوه سورپوستکې.

کارل غلی و.

فرانک وویل- د کارل له نجونو سره جوړه نه ده.

جوګارنر وویل- کارله ته ښه کوې. نجونې سړی کوم ځای ته رسولی نه شي. پلار ته دې وګوره.

مېرمن ګارنر داسې ځان له جو سره ونښلاوه چې ان بګۍ وخوځېده.

ـ څه چې وایې سم دي، خو معلومه ده چې پخپل وخت له ډېرو نجونو سره وې.

ـ شرط در سره تړم، پلار هیڅ وخت هم له یوې سورپوستې سره مینه نه ده کړې.

جو وویل- نېکه پروا کې یې مه اوسه، ښه ده میَنې(معشوقې) ته دې پام وي.

ښځې یې په غوږ کې څه ورته وویل، جو وخندل.

فرانک وویل – څه ته خاندئ؟

ښځې یې ورو وویل- ګارنره ویې نه وایې.

جو بیا وخندل.

جوګارنر وویل- پروډنس د نیکي ده. زه هم ښه مَینه لرم.

مېرمن ګارنر وویل- دا هم خبره شوه.

اسان په سختۍ په رېګ روان و، جو په تیاره کې متروکې ته لاس کړ

ـ هله. وخوځئږئ، سبا به له دې ډېر بار وړئ.

یرغه اسان له جګې غونډۍ اوارې ته شول. د کروندې کور څنګ ته ټول ترې کوز شول. مېرمن ګارنر د وره کولپ پرانیست. ننوتله. په لاس کې له څراغ سره را ووتله. کارل او نېک د بګۍ له شا شیان کوز کړل. فرانک په مخته څوکۍ کېناست چې بګۍ انبار ته بوځي او اسان وتړي. نېک په اړکیو کې پورته شو، د پخلنځي ور یې پرانیست. مېرمن ګارنر په نغري کې اورلګيت لګاوه، همغسې چې په لرګیو یې تېل اچول مخ یې شاته واړاوه.

نېک وویل- مېرمن ګارنر خدای په امان، مننه چې زه مو راوړم.

ـ نېکه دا خو مو کوم کار نه دی کړی.

ـ په ګډه ډېر ښه وخت تېر شو.

ـ چې را سره پاتې شې، خوشالېږو. پاتې به وې ماښامنۍ به دې دلته خوړلې وه.

ـ ښه ده لاړ شم، فکر کووم پلار به مې سترګې په لار وي.

ـ ښه نو لاړ شه. کارل به دلته راولېږې؟

ـ په سترګو

ـ نیکيه شپه دې په خیر.

ـ مېرمن ګارنر شپه دې په خیر.

نېک د باغ له انګړ ووت، لر (کوز) غوجلې ته لاړ. جو او فرانک شودې لوشلې.

نېک وویل- ډېر ښه وخت مو سره تېر شو، شپه په خیر.

جوګارنر په زوره وویل- شپه په خیر، زموږ سره نه پاتې کېږې چې ماښام دلته وکړې؟

ـ نه نشم کولی، کارل ته به ووایئ؟ چې مور دې در سره کار لري.

ـ ښه ده، نیکیه شپه په خیر.

نېک له غوجلې لاندې(ټیټ، لر) په چمن کې په نرۍ لار پښې لوڅی روان و. نرۍ لار هواره وه، خو شبنم یې لوڅې پښې یخولې. د چمن په پای کې له کېړ( له ازغنو بوټو جوړ دېوال چې د خلکو د تګ خنډ وي.) واوښت، تنګې درې ته ور شېوه شو، په اوبو خوړینه ځمکه کې روان و. پښې یې د جبې په خټو او چکړو ککړې شوې. وروسته له جبې ووت، د راش د وچو ونو په ځنګل کې پورته کېدلو، تر دې چې د جونګړې څراغونه یې ولیدل.

له کېړ واوښت، د برنډې مخ ته ورسېد. پلار یې له ورسۍ ولید چې د مېز شاته ناست دی او د شمعې رڼا ته مطالعه کوي. نېک ور پرانیست او ننوت.

پلار یې وویل- ښه نېکه، وخت ښه تېر شو؟

ـ پلاره ډېر ښه تېر شو. د جولای ښه څلورمه وه.

ـ وږی یې؟

ـ ډېر

ـ بوټان دې څه شول؟

ـ د ګارنر په بګۍ کې پاتې شول.

ـ راځه پخلنځي ته لاړ شو.

د نېک پلار له شمعې سره مخته لاړ. ودرېد، د یخچال ور یې پورته کړ. نېک هم پخلنځي ته ورغی. پلار یې په قاب کې د چرګ یوه ټوټه له یو کاسه شیدو سره راوړل، د نېک مخ ته یې په مېز کېښودل. شمع یې هم په ګلدار پلستیک پوښلي مېز کېښودله.

ویې ویل – پای هم شته درته رایې وړم

ـ ډېر به ښه شي.

پلار یې د مېز څنګ ته په څوکۍ کېناست، لوی سیوری یې د پخلنځي په دېوال ولوېد.

ـ لوبه چا وګټله.

ـ پتوسکي. پنځه په درې.

پلار یې ناست و، نېک ته یې کتل چې ماښامنۍ یې خوړله، ګیلاس یې د شیدو له کاسې ډک کړ. نېک شیدې په سر واړولې، په دسمال یې خوله پاکه کړه. پلار یې لاس وغځاوه او له تاکبندي یې پای(کیک ته ورته خواږه چې په منځ کې یې مېوه یا غوښه هم وي.) را پورته کړ، لویه ټوټه یې نېک ته پرې کړه. د یو ډول توت پای و.

ـ پلاره تا څه وکړل؟

ـ سهار کب نیولو ته لاړم.

ـ څه دې ونیول؟

ـ خاردار کب مې ونیو.

پلار یې ناست و، نېک ته یې کتل چې پای یې خوړ.

نېک وویل- نن دې ماسپښین څه وکړل؟

ـ د سورپوستو تر جونګړو پورې لاړم او را ستون شوم.

ـ څوک دې ولیدل؟

ـ سورپوستي ټول ښار ته تللي وو چې ځانونه مست کړي.

ـ هیڅوک دې ونه لیدل؟

ـ ستا ملګرې پروډي مې ولیدله.

ـ چېرته وه؟

ـ له فرانک واشبرن سره په ځنګل کې وه. تر څنګ یې تېر شوم. ډېر وخت سره وو.

پلار یې هغه ته نه کتل

ـ څه یې کول؟

ـ ورته ونه درېدلم چې ویې وینم

ـ و وایه څه یې کول؟

پلار یې وویل – نه پوهېږم، یواځې د څه شي د رېژولو غږ مې اورېده.

ـ څه پوهېږې چې هغوی وو؟

ـ په سترګو مې ولیدل.

ـ فکر مې کاوه چې ودې ویل ودې نه لیدل.

ـ ولې نه، ومې لیدل.

نېک وویل- ودې ویل له چا سره وه؟

ـ فرانک واشبرن

ـ دوی وو؟ څنګه وو؟ سره خوشال وو؟

ـ فکر کووم؟

پلار ېې له مېز پورته شو، د پخلنځي له پرده وال وره ووت. کله چې را ستون شو، نېک بشقاب ته کتل، اوښکې یې په مخ روانې وې.

پلار یې چاکو پورته کړ چې پای پرې کړي.

ـ نور خورې؟

نېک وویل- نه یې خورم.

ـ ښه ده. یوه ټوټه وخوره.

ـ نه زړه ته مې نه کیږی.

پلار یې شیان له مېز ټول کړل

نېک وویل – د ځنګل په کوم ځای کې وو؟

ـ هلته بر د جونګړو شاته.

نېک بشقاب ته کتل.

پلار یې وویل- نېکه ښه ده لاړ شې ویده شې.

ـ ښه ده.

نېک خپلې ګې کوټې ته لاړ، جامې یې وباسلې، په کټ کې وغځېد، د پلار غږ یې راتلو چې په ناستخونه کې روان و. سر یې په بالښت اېښی و، اوږد پروت و. فکر یې کاوه- زړه مې مات شوی دی، که داسې احساسوم باید زړه مې مات شوی وي.

وروسته یې واورېدل چې پلار یې د خولې په پوکي څراغ ګل کړ او خپلې کوټې ته ستون شو. د باد شڼا یې واورېده چې بېرون د ونو له منځ یې غږ راغی او دا یې هم احساسول چې له سورۍ سورۍ دروازې یخني کوټې ته ورځي.

ډېر وخت یې هماغسې په بالښت سر اېښی او پروت و. وروسته یې د پروډنس فکر له یاده ووت او بالاخره ویده شو.

نیمه شپه چې ویښ شو، د باد شڼا چې د جونګړې شاته په صبرونو کې لګېده او همدارنګه یې د خلیج د څپو غږ چې له غاړې سره لګېدلې اورېدل، بیا ویده شو.

سهار سخت باد لګېده، د خلیج لویې څپې یې غاړې ته را پورته کولې، نېک له هغه ډېر وخت مخکې ویښ شوی و، چې په یاد یې شي زړه یې مات شوی دی.

۲۰۱۴ نومبر ۱۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *