تاند – عربستان، مصر او قطر اعلان وکړ چې چهارشنبې د ۱۴۳۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې لومړۍ نیټه ده چې د روژې مبارکې لومړۍ ورځ شوه.

په عربستان کې سترې محکمې اعلان وکړ چې سې شنبې د شعبان د میاشتې دیرشمه ده او چهارشنبې د روژې مبارکې اول تاریخ دی.

دغه اعلان د عربستان په الحریق او حوطه سدیر سیمو کې د هلال د لیدو له مخې شوی دی. دغه سیمې په عربستان کې هغه ځایونه دي چې سپوږمۍ پکې په پیل او پای کې روښانه ښکاری.

په اکثر اسلامي هیوادو کې د عربستان او هغه ته د نژدې عربي هیوادو له مخې روژه او اختر عادتا اعلانیږي یو نیم هیواد لکه پاکستان بیا داسې نه کوي او ډیر کله یې روژه او اختر یوه نیم ورځ وروسته تر عربي هیوادو وي.

د هجري قمري کال میاشتې هم لږې بشپړې وي، ډیر کله هجري قمري میاشتې نهه ویشت او اته ویشت ورځې وې یو نیم ځل دیرش پوره کیږي.

افغانستان د یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو خلاف، چې د خپل افق پراساس روژې اعلانوي، په روژه او اخترونو کې د سعودي عربستان تقلید کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *