هغه وخت چې نړۍ په تورتمونو کې پرته وه، د نړۍ په هر ګوټ کې د انساني ژوند رنګ پېکه و، هرې قبيلې او ټولنې خپلې خپلې ګټي په جنګ، توره، او وژلو کې ليدي او د دې ګردې نړۍ په هره برخه کې انسان تر سختو سختیو لاندې ژوند کاوه په لرغوني یونان کې تمدن زږېده د یونان په غېږه کې لويېده او یوناني وګړو یې پالنه کوله دا تمدن لوی شو لوړ شو او دومره و غوړېد چې نن هم نړۍ د هغه وخت له رامنځ ته شوي تمدنه ګټه اخلي.

د نړۍ تر ټولو لرغوني تمدنونه لرغونی یونان او مصر دي دا دواړه تمدنونه ډېر توپيرونه سره لري په مصر کې به چې کوم ځوان د څه زدکولو لپاره هڅه کوله نو مذهبي مشر ته به ورغی هغه به هم د بلې نړۍ په اړه معلومات ورکول، د مرګ نه وروسته کيسې او افسانې به ورته بیان کېدې، د ژوند په اړه کومه خبره نه کېده کوم چا ته د روان ژوند په اړه معلومات نه ورکول کېدل دا نه ویل کېدل چې ښه ژوند څنګه دی د فرعونیانو له غلامۍ د خلاصون لارې چارې نه ورښودل کېدې.

د مصر وګړي ټول د فرعونیانو په چوپړ کې وو. او د هغو خدمت یې د دوهم ژوند بریا بلله مصریان د ښو مغزو او فکرونو څښتنان وو خو دا هر څه یې د فرعونیانو او مالدارانو په خدمت کې وو نو له همدې کبله ده چې د مصر میراث نړی ته لوی لوی حرمونه دي خو یونان بیا سلګونه علمي آثار او لوی تیاترونه میراث پرې اېښي دي.

په لرغوني یونان کې د فکر آزادي وه د وینا د آزادۍ تر ټولو ښه نمونه په هغه وخت کې لرغونی یوانان دی. هر چا د نظر د څرګندولو حق لاره یونان په ډېر کم وخت کې د نړۍ تر ټولو لوی سیاست مداران او فلاسفه وزېږول چې تر ننه یې یونان او نړۍ په کړنو ویاړي.

د هغه وخت مشهور منتقد سقراط وو چې (۴۶۹ـ۳۹۹م ز) په شاوخوا کې یې ژوند کاوه په هغه وخت کې چې یونان د خپل تمدن غوټۍ ګل کولې د شعر او ادب بازار تود وو. په لرغوني یونان کې ادبیات یوازې شعر ته ویل کیدل نثر به که هر څومره هنري هم وو خو ادب نه بلل کېده.

د هغه وخت شاعرانو به د الیاد او ادیسې نه په ګټه اخیستو ښکلې تراژيدۍ ليکلې د دې تراژيدیو اصلي موخه د ټولنې د اخلاقو اصلاح وه.

دې تراژیدیو ته لوی لوی تیاترونه جوړ شوي وو په لومړي سر کې په روایتي بڼه وړاندې کېدې یو کس به پورته شو د ستېج په سر به یې یوه تراژيدي په منظوم ډول اوروله خو وروسته وروسته بیا په پرمختللې بڼه وړاندې کېدې کرکټرونه یې ډېر شول او د ډرامې یا تراژېدۍ په منځ کې کورس(لنډه دمه د موسقۍ یا بله څه لکه په ننیو فیلمونو کې چې سندره ده، دې ته یې بڼه ورته وه) دا وخت وو چې ډرامې په تیاتري ستیجونو خپله اغېزه زیاته کړه.

یونانیان له اشراف او عوام ټول راتلل په (یونوسوس ډوله) تیاترونو کې به یې تراژيدۍ او یا د(سافوکلېزاو اسکایليز(اسشیل)) ډرامې په خوند کتلې.

(یونوسوس ) له مرمر جوړ وو سر یې آسمان ته خلاص وو په یوه وخت کې ۱۵۰۰۰ کسان ورکې ځاېدل، چې اشراف به د مرمرو په ډبرو کیناستل او عوامو به له ځان سره بالښتونه راوړل او ډه ډه به یې اچولې وه.(اجمل ښکلی درسي چپتر)

په لرغوني یونان کې د تیاتر لېدنه حتمي وه هر څوک مجبور وو چې حتما باید یو ځل تیاتر ته لاړ شي او خپل احساسات هلته د په ننداره آرام کړي.

د پرېکلېس په وخت کې به یوناني حکومت خپلو عوامو ته پسې ورکولې چې را شي تیاترونو ته او د سافوکلېز او یوري پېدس د ډرامو ننداره وکړي چې د هغوی ذهنونه روښانه وي ځکه یوناني مشرانو تل د پوهې څراغ لوړ ساته چې ټولو ته یې رڼا ورسېږي.

یوناني ټولنه په اخلاقي لحاظ په هغه وخت کې ډېره پر ځان ويسا وه او خپلو اخلاقي ارزښتونو ته ‌ژمن وو.

خپلو خدایانو ته یې ډېر احترام لاره، نو له همدې کبله پر دې باور وو، چې اخلاقي ارزښتونه ساتل د خدایانو د خوښۍ سبب کېږي. همدا علت وو چې په تراژيدیو کې د اخلاقي خواوو څرګندول مهم وو.

د ټولنې اخلاقي ودې ته په دوو اړخو کې کار کېده له یوې خوا به سقراط له ځوانانو سره ډول ډول پوښتنې مطرحه کولې چې اخلاقي ښېګڼې را منځ ته شي له بلې خوا ډرامه لیکونکو او تراژيدي لیکونکو د شته دودونو د ساتلو لپاره هڅې کولې او په تیاترونو کې به یې دا دودونه وړاندې کول.

شاعرانو د اخلاقي ودې او ثبات لپاره دودونه او تراژيدۍ اړينې بللې او د دودونو خلاف کار یې د اخلاقي ورانۍ او په ټولنه کې د ګډوډۍ د پیدا کېدو سبب باله.

خو سقراط د اخلاقي او علمي ودې لپاره خلک له شاعرانو نه ګوښې کيدو ته هڅول او اخلاق یې له شاعرانو نه په لرې کېدو کې ليدل.

د بېلګې په توګه سقراط به ویل چې شاعران په تیاترونو کې یا په عامه ځایونو کې د خلکو احساسات را پاروي او یا یې ژړوي او له بلې خوا داسې خبرې په شعرونو کې کوي چې رښتیا نه دي، بې پردګي کوي نو همدغه سبب وو، چې کومډي لیکونکي(ارستوفان) د ده په اړه (ورېځ) ډرامه ولیکله او دی یې په دې تورن کړی چې یوازې په اسمان کې فکر کوي مځکې ته یې پام نه دی.

په اصل کې د دوی دواړو موخه داخلاقو روزنه وه شاعرانو دا فکر کاوه چې که چېرې له ولس دودو او دستور لرې شي له خدایانو فاصله نيسي او د یوناني ټولنې شته اخلاق له منځه ځي له همدې کبله د لرغوني یونان اکثره کوميډي لیکوال او او تراژيدي لیکوال دودپالي وو، او د شته دودونو پالنه به یې کوله.

یوناني شعرونه ارسطو په خپل (بوطیقا) کې په بېلو بڼو ویشلي دي د هغو په اړه یې معلومات ورکړي خو مهمه خبره دا ده چې کله به تراژيدي لیکل کېده نو داسې به وه چې نیک هيرو به د یوې تېروتنې به سبب په بېلو ستونزو کې ګير وو نه د یوې قصدي کړنې په سبب.

له دې معلومېږي چې اخلاقي اړخ ته څومره توجه کېده د منفي کړنو په وړاندې یې د خلکو په ذهن کې نفرت ځایاوه.

کله به چې یو هيرو منفي وو، کړنې به یې د هغه وخت د ټولنې سره په ټکر کې وي نو دوی به ورباندې کوميډي ولیکله او دی به یې په خپلو کوميډیو کې مسخره کاوه چې دا هم د ټولنې د اصلاح لپاره یوه هڅه وه.

په ټولييزه توګه د لرغوني یونان تیاترونو د اخلاقي ښوونځیو حیثیت درلود چې د یونانیانو په روزنه وده او اخلاقي ښېګڼو کې یې رول لاره چې همدا روزنه د دې سبب شوه چې یوناني وګړي په خلاصه سینه مناظرو او مباحثو ته کینې د خلکو نظرونه واوري او خپل ور ته ووایي.

کله به چې یونانیان دا نندارې په تیاترونو کې ولېدې نو هڅه به یې کوله تر څو دا هر څه په خپل ژوند کې عملي کړي دې تیاترونو که له یوې خوا د یوناني ولس هنري تنده ماتوله نو له بلې خوا یې د دوی په اصلاح کې رول لاره، دا چې لرغونی یونان ولې دومره په علم او فن کې مخ کې وو شاید علت یې همدا وي چې دوی خپلو اخلاقي ښېګڼو ته پاملرنه کوله او د هغې د ودې لپاره هڅه کوله.

ښه اخلاق یې د خدایانو د رضایت سبب باله او داسې یې انګيرله چې د دوی ښې کړنې د خدایانو د خوښۍ سبب کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *