معلومات په ډاګه کوي، په تېره يوه مياشت کې د زابل دريو ولسواليو ته د بهرنیو جنګیالیو ۱۶۰ کورنۍ راغلې، چې اکثریت یې عربان دي. دغه جنګيالي له ځانونو سره پرمختللې وسلې او مرمۍ ضد موټر لري.
د دای چوپان ۱۱۰۰ ولسي وګړو هغه وخت د دغو بهرنیو اورپکو پرضد پاڅون وکړ، چې دوی ته یې له خپلو مېنو د وتو امر وکړ.
ددې جنګياليو۷۰ کورنۍ اوس په خاک افغان، ۴۰ په دای چوپان او ۵۰ په نوبهار ولسواليو کې دېره دي. دوی د زابل په سرحدي ولسوالیو کې د لویو مرکزونو په جوړولو بوخت دي.
د زابل ولايت په دريو ولسواليو دای چوپان، نوبهار، خاک افغان کې له يوې مياشتې راهيسې بهرني طالب جنګيالي له خپلو کورنيو سره دېره شوي دي او په سیمه کې د نفوذ په لټه کې دي.
ځايي خبريال او د زابل د رسنيو مرکز مسوول سرحدي وايي، له دې ډلې ۷۰ کورنۍ په خاک افغان، ۴۰ په دای چوپان او ۵۰ په نوبهار ولسواليو کې دېره شوې دي.
دی وايي، يوازې په دای چوپان ولسوالۍ کې دغه بهرني جنګيالي له خپلو کورنيو سره په يوه ځای دېره شوي او کمپ يې جوړ کړی، په نورو ولسواليو کې بيا په کليو کې خواره واره دي.
د زابل ولايت اوسېدونکي وايي، دغو بهرنيو اورپکو په خبرو څوک نه پوهېږي، خو ډېر فکر کېږي، چې عرب دې وي. د دوی په وينا سیمه ییز طالبان ور سره مرسته کوي او دوی يې لارښود او همغږي کوونکي دي: ((دغو جنګياليو تر دې مهاله عمليات نه دي پيل کړي، خو په کليوالو سيمو کې له مېرمنو سره يو ځای ګرځي، مېرمنې یې هم وسلې ګرځوي.))
د زابل د ولايتي شورا رييس عطاءجان حق بيان وايي، دغه جنګيالۍ کورنۍ په پرمختلليو وسلو سنبالې دي او په مرمۍ ضد موټرو کې ګرځي. دی زياتوي، په ځينو سيمو کې له يو شمېر سره يې خپلې کورنۍ نشته او په ازاد ډول ژوند کوي، د عملياتو لپاره پلانونه جوړوي.
د سيمې خلک وايي، د زابل ولايت د دای چوپان ولسوالۍ د باغ سيمې خلکو ته يې امر کړی وو، چې کلي دوی ته پرېږدي، خو د ولسوالۍ ۱۱۰۰ ولسي وګړو پاڅون وکړ، دوی له سيمې وتښتېدل او د همدې ولسوالۍ غرنۍ سيمې باغ درې ته ولاړل، چې اوس يې هورې کمپ جوړ کړی دی.
د زابل د ولايتي شورا غړي وايي، له وړاندې هم په ډېری ولسواليو کې امنيت ترينګلی وو او د مخنيوي لپاره یې جدي اقداماتو ته اړتيا وه، خو په ډېری ولسواليو کې امنيت يوازې د ولسواليو تر څلورو دېوالونو پورې محدود دی: ((د طالبانو د فشارونو له امله دولت د نوبهار ولسوالي له نوبهار نه لوړګي سيمې ته ولېږدوله، ځکه چې دولت په ډېرو سيمو کې يوازې تش په نوم خپل حضور ساتي. همدا اوس دای چوپان د محاصرې په حال کې دی.))
دی وايي، د دغو ډلو تر ټولو ډېر تمرکز په دای چوپان او نوبهار ولسواليو دی، چې لاندې يې کړي، ځکه دای چوپان له باميانو او نوبهار له روزګان سره پولې لري او دوی غواړي له دې لارو شمال ته ځانونه وباسي.
ځايي خبريالان وايي، د غزني په ناوې ولسوالۍ کې هم بې شمېره بهرني جنګيالي دېره دي او له همدې ولسوالۍ زابل او روزګان ته لاره کوي. دوی وايي، دغه جنګيالي د منسجم کېدو په حال کې دي او هڅه کوي په ځينو مهمو ولسواليو ډله ييز بريدونه وکړي.
د زابل والي محمد اشرف ناصري هم محور سره په مرکه کې تایید کړه، چې پدې ولایت کې بهرنۍ کورنۍ شته، خو وايي، شمېر يې تر ۱۲۰ نه زياتېږي، چې د ټولو جنګياليو شمېر یې ايله ۲۰۰ تنو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، دغه وسله وال د ولايت امنيت لپاره کوم جدي ګواښ نه دي، ځکه چې د حکومت له ولکې وتلیو سیمو کې یې اړولي دي.