د مارک لور مړه شوې وه. موټر وهلې وه. ورغلم. په کوټه کې ارامه ارامي وه، یوازې د دیوالي ساعت ټک ټک و. د ده میرمن روغتون ته تللې وه څو اجازه واخلي چې مړی تر یوې اونۍ پورې په یخچال کې وساتي.
مارک ته مې وویل:
– دا پیښه څرنګه وشوه؟
سړي د چای پایله پر ښیښه اي میز ورو ورو وټکوله:
– د لوڅکا ملګري هر وخت په نشه کې موټرچلاوه درې ځلې مې پر نجلۍ غاړې خلاصې کړې وې چې له ده سره په موټر کې مه ګرځه
سړي سړه ساه وایسته بیا یې ویل:« اخر یې نتیجه دا شوه»
د دروازې کړپ شو. میرمن یې راغله. پر ببرو ویښتو یې لاس تیر کړ بیا یې خپل میړه ته وویل: « له ښاروالي سره د مځکې په اړه خبرې وکړه چې مړی د اونۍ په پای کې خاورو ته وسپارو»
میړه یې پاڅیده او په لږ لوړ غږ یې وویل:
– هغه باید وسوځول شي
مارک چې دا خبره وکړه دروازه یې کلکه په ځان پسې پورې کړه.
ښځې یې سړه ساه وایسته. ما ورته وکتل چې څه ووایم، خو دې راته وویل:
– روغتون ته زنګ وهم چې مړی یوه بله اونۍ هم وساتي، دوې اونۍ وروسته چې مو اعصاب لږ ارامه شي بیا له مارک سره نتیجې ته رسیدلی شم چې څه وکړو.