تاند- د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې باید د ښوونځي له ابتدايي دورې ماشومانو ته وروښودل شي چې یو بل په رسمیت وپېژني او مختلفو مذهبونو ته د یوې ونې د څانګو په سترګه وګوري او دا نظر باید په پوهنتونونو او دیني مدرسو کې هم خپور شي.
ښاغلي روحاني نن /چهارشنبه/ وویل:«که یو شمېر مذهبونه خپل هدفونه یا بر وګڼو او یو شمېر نور د دې خلاف وګڼو، وحدت به ترلاسه نه شي.»
روحاني دا خبرې په تهران کې د اسلامي یووالي د اوونۍ په مناسبت په همدې نوم په کنفرانس کې وکړې.
د ایران د ښوونځیو په کتابونو کې یوازې شیعه مذهب تدریس کېږي او د دغه هیواد اساسي قانون هم یوازې شیعه مذهب په رسمیت پېژني. د ایران د اساسي قانون پر اساس که څوک شیعه نه وي ځان ولسمشرۍ ته هم نه شي کاندیدولی.
په ایران کې سره له دې چې د عیسوي، یهودي او زردشتي دینونو د پیروانو ماشومانو ته په ښوونځیو کې د خپلو دینونو د زده کړې اجازه ورکړای شوې، سنیان حتي په هغو ولایتونو کې چې د اوسېدونکو اکثریت یې تشکیلوي، د خپل مذهب د زده کړو حق نه لري.
د دغه هیواد په پلازمېنه تهران کې شاوخوا یو ملیون سنیان حتي د یوه جومات اجازه هم نه لري خو مسحیان او یهودیان په لسګونو کلیساوې او کنیسې لري.
ویل کېږي چې د حسن روحاني له واک ته رسېدو وروسته د ایران د اطلاعاتو وزارت رسنیو ته ویلي چې د سنیانو پرضد تبلیغ ونه کړي.
روحاني وویل، هغه رسنۍ چې د سنیانو یا شیعه ګانو پر ضد تبلیغات کوي د استعمار له لوري اداره کېږي.
په ایران کې داسي هیڅ رسنۍ نشته چې د سنیانو له لوري اداره شي.
روحاني وویل، هغو خطرونو ته په پام چې اوس اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده، پکار ده چې شیعه او سني مسلمانان د یو بل ترڅنګ ودرېږي او د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره په ګډه ګامونه پورته کړي.
ایران هر کال د ربیع الاول له دوولسمې تر اوولسمې پوري د اسلامي یووالي اوونۍ لمانځي. د شیعه ګانو په باور د ربیع الاول ۱۷ مه د حضرت رسول اکرم (ص) د زوکړې ورځ ده خو سنیان د ربیع الاول دوولسمه د حضرت رسول د میلاد ورځ ګڼي.
له جمهوری آخندی ایران نه خو دا غربی هیوادونه هم ډیر ښه دی ، هلته خو مسلمانانو ته اجازه ورکوی چی له خپلو مذاهبو سره سم ځانو ته جوماتونه ولری او خپل اطاعت او عبادت په خلاص زړه سره وکړی. دا څنګه کیدای شی چی یو هیواد په خپل رسمی نوم کی جمهوری اسلامی ذکر کړی خو په عمل کی مسلمانانو ته د عبادت او اطاعت یا نشراتو اجازه ورنکړی یا یو مسلمان حق ونه لری چی د هیواد ولسمشری ته ځان کاندید کړی . د ټولو مسلمانانو نژدی 95 سلنه نفوس سنیان جوړوی خو ایران د دهغوی له موجودیت نه سترګی پټی کړی. د ایران د نفوسو نژدی 50 سلنه خلک سنیان دی خو خومینیان د هغوی له موجودیته منکر دی .
دوی د سوریی له خلکو سره هم همدا چلند کوی. په سوریه کی 85 سلنی نه ډیر مسلمانان سنیان دی خو یواځی لس سلنه علی والا یان د ټول هیواد قدرت په لاس کی لری چی په نتیجه کی یی دادی داعیشیان راپیدا کړی دی. که دا حال وی نو لری به نه وی چی په ایران کی به هم داعیشیان ځالی جوړی کړی.