خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-۹-۱۸
کندهار، افغانستان- محمد سعيد ساحل د کندهار له سرپرست والي سره د ليدني پر مهال په کندهار کي د ځغاستي د يوه ميدان د جوړېدو غوښتنه وکړه.
ساحل په کندهار کي درې ځلي د ځغاستي په لوبو کي لومړی مقام ترلاسه کړی او د افغانستان په سطحه يې دوهم مقام لاسته راوړی او د اسيا په کچه يې شپږم مقام ترلاسه کړی دی.
په دې ليدنه کي چي نن سهار د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کار په دفتر کي وسوه، د ورزش امر محمدالله ګلالي، د ځغاستي د لوبي پياوړي لوبغاړي محمد سعيد ساحل او د هغه يو تن ټرېنر ګډون کړی وو.
محمد سعيد ساحل د ناستي په پيل کي د کندهار سرپرست والي ته د خپلو لاسته راوړنو په باب د معلومات په وړاندي کولو سره غوښتنه وکړه چي په کندهار کي د ځغاستي لپاره يو ځانګړی ميدان جوړ سي، تر څو د ده په ګډون يو شمېر نور ځوانان خپل تمرينات پکي وکړي. ساحل زياته کړه دوی په ډېرو سختو شرايطو کي تمرينات کوي، خو که دوی ځانګړی ډګر ولري، نو بېله شکه به وکولای سي په نړيوالو لوبو کي ګډون وکړي.
ساحل د کندهار سرپرست والي ته د ستاينليکونو او مډالونو په ورښکاره کولو سره وويل چي د اسيا په کچه يې يو مډال هم لاسته راوړی دی.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د هغه له لاسته راوړنو څخه ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه چي تر ممکنه حده به هڅه وکړي د ايران يا هندوستان په مرسته د ځغاستي يو لوبغالی ورته جوړ کړي. نوموړي وويل د کندهار لوبغاړي دي هڅه وکړي چي له سته امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي.
ښاغلي ويسا زياته کړه: ورزش دی چي ځوانان له نشو او ناوړو کارونو څخه راګرځوي. په پخوا وختونو کي کندهار په ورزشي ډګر په خاص ډول فوټبال کي لومړی مقام درلود. زه د ځوانانو په ليدو سره چي سپورټ کوي، ډېره خوشحاله کېږم. زه پر ټولو ځوانانو ږغ کوم چي سپورټ ته مخه کړي او د خپل هيواد نوم وځلوي. په کندهار کي ډېر ښه استعدادونه سته چي بايد په تعليمي او ورزشي ډګرونو کي راڅرګند سي.