امین الله –
زمونږ ډیری سیاسي شنونکي په دې اند دي چې تروریزم له پاکستان څخه افغانستان ته صادریږي او په دې هم موافق دي چې پر پاکستان باید سیاسي فشارونه راوړل شي څو پاکستان دې ته اړ شي چې په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي اوپه افغانستان کې دسولژ د راوستلو په لارکې صادقانه اوعملی ګامونه پورته کړی.
دا ښکاره خبره ده چې د افغانستان د ستونزو او ناخوالو جرړې په پاکستان کې دي او ترې د افغانستان د ستونزو ړندې غوټې جوړې شوي دي خو لومړی باید په دې وپوهیږو چې د دې ستونزو د نخ سر چېرته رسیږي اودا هم باید ځان ته واضح کړو چې د پاکستان واک او صلاحیت د منطقوي سیاست په اړه ترکومه حده ده ایا پاکستان په خپل کورنی او باندنی سیاست کې سل په سله خپلواک عمل کوی نه داسی نده پاکستان یوخپلواک سیاست نلری تل د نړۍ د ستروقدرتونو د سیاست ترسیوری لاندې خپلې سیاسي اواقتصادی ګټې خوندي کوي.
له ۱۳۵۷ کال را په دې خوا تر۱۳۷۱ پورې یې د امپریالیزم اوخپلې سیاسي ګټې د اسلام ترنامه لاندې خوندي کړي او د غرب ټول فرمانونه یې په ښه وجه ترسره اوعملی کړي دي چې په دې کار یې ډیرې سترې مالي مرستې له غرب او عربو څخه ترلاسه کړي چې یوه لږ برخه یې مجاهدینو ته ورکوله نور یې د خپل هیواد د آبادی اوثبات په لاره کې ولګولې چې له هم هغه برکته اوس په اتومی قدرت بدل شو اوباالمقابل د افغانانوټول افتخارات یی له خاورو سره خاورې کړل او د افغانستان جهاد یی د یو شمیر بې احساسه اوبې عاطفی افغانانو په مټ بد نام کړ.
لنډه دا چې افغانستان ته یی نه سیاست ورپریښود او نه اقتصاد هرڅه ختم شول اودا لړی لاهم روانه ده خوتوپیریی دا ده چې اوس دجهاد ترنامه لاندی هغه طالبان او یانوری ډلی چې د پاکستان اوامرمنی او په ښه وجه یی فرمانونه ترسره کوی هغه ته یوڅه امتیازات ورکوی اوترخپل نظرلاندی یی ساتی اوهغه طالبان اونوری ډلی چې دپاکستان یوڅه نافرمانی کوی بیاپرهغوعملیات کوی اونړیوالوته داسی ښیی چې زمونږمبارزه د تروریزم پرضد ادامه لری چې تر دی نامه لاندی بیا بهرنی مرستی ترلاسه کوی.بل توپیریی دا چې دجهاد په وخت د مجاهدینویوه ډله هم د پاکستان له سیاسی او ملی منافعوسره په تضاد کې نه وه خواوس دطالبانوځینی ډلی پاکستان ته ګواښ بلل کېږی اوس د دوی دسیاسی ملایانو دا متډی ترړلی، فتوا ګانی ،تګ اوراتګ افغانستان ته کوم د صادقت او اخلاص ګامونه ندی دا صرف یو نمایشی او په عین زمان کې داسی حرکت ده چې پری نړی، افغانستان اوخپل ملت تیرباسی او بل هغو ډلو ته یو اخطارده چې د پاکستان له نظرلویدلی دی او پاکستان ته کواښوی بلل کېږی پاکستان په هیڅ صورت په افغانستان کې سوله په خپله ګټه نبولی او دافغانستان دولت هم نه باید دوی ته دومره ارزش ورکړی لکه دوی یی چې توقع لری ځکه دافغانستان او دی سیمی سیاسی قضایاوی د پاکستان له توان لوړه خبره ده پاکستان صرف د یوه سیاسی دلال دنده ترسره کوی او په خپل سرپدی اړه نه کوم تصمیم نیولی شی او نه هم کوم عملی کارکولی شی هغه څه چې د سولی په اړه کولی هم شی نه یی کوی ځکه په خپله ګټه یی نبولی.