د لرغوني مصر تمدن چې پنځه شپږ زره کاله پخوا پیل شو او درې زره کاله یې دوام وموند، د نړۍ تر ټولو اوږد مهالی تمدن دی. په دې لیکنه کې د دغه تمدن هنر او ادب ته ځغلنده کتنه کوو.

د لرغونو مصريانو فکر او هنر د دوی د مذهبي عقيدو پر اساس ولاړ وو . دوی ته خپل واکمن مقدس ښکارېده او مقدساتو د مصریانو په ټول ژوند باندې ژور اثر ښندلی و. په دوی باندې د خپل واکمن دومره رعب پروت و چې د هغه نوم به یې نه اخیست او فرعون یې باله. فرعون په لغت کې ( لوی کور ) ته وایي. څرنګه چې په ( لوی کور ) کې واکمن اوسېده نو خلکو د وېرې او احترام په خاطر د مظروف په ځای ظرف ته اشاره کوله. 

په لرغوني مصر کې مذهب دومره مهم و چې کابو ټول هنر د فرعون او خدايانو په خدمت کې و. هرم د فرعون د مړي ابدي کور و او په همدې وجه یې وسايل او ډيکورېشن د فرعون د ماڼۍ په سويه و. د هرم په داخل کې به د فرعون د کوټې دېوالونه په شاهانه منظرو منقش و.هلته به غلې دانې ، چوکۍ ، تختونه ، د خادمانو مجسمې او نور وسايل وو چې په هغه دنيا کې د فرعون پکار راشي. د فرعون مړی به دهمدې کوټې لاندې چېرته بل ځای و . د دې لپاره چې لوټمار سره زر او نور قيمتي شيان يو نه سي نو ټولې لارې به بندې وې او غالباً هغه کسان وژل کېدل چې د لارو د بندېدو کار يې سرته رساوه ، ځکه راز بايد بېخي پټ پاتې وای . خو له دومره احتياط سره سره ډېر پخوا لا غلو او لوټمارو اکثرو هرمونو ته لار وکړه او ويې لوټل.

د لرغونو مصريانو دهنر د زور د ښکاره کولو بل ځای معبدونه وو چې هغه هم د فرعون او خدايانو په وياړ جوړېدل. د ابوالهول مجسمه چې ۱۷ متره لوړه او ۴۴متره اوږده ده ، د خوفو د هرم غوندې د مصر د لومړي سلطنت له زمانې سره تعلق لري . دغه مجسمه د نورو مجسمو په څېر په مذهبي مقصدونو جوړه شوې ده.

د پخوانو مصریانو ادبيات هم له ديني عقيدو پوره متأثر دي خو څرنګه چې دغه عقيدې په مصر کې د ژوند او شرايطو پيداوار وې نو ادب هم له ورځني ژوند سره مستقيم يا غير مستقيم تعلق درلود.

د مقايسوي ادبیاتو پوهانو د نړۍ په ادب باندې د لرغوني مصر دادبياتو اغېز څېړلی دی او دغه هېواد ته يې د نړۍ د ادب د يوې مهمې سرچينې په سترګه کتلي دي.

د دنيا د ادبي اثارو يو مشهور موتيف( تکرارېدونکی مضمون) په ټاپو کې د خزانې موندل دي، چې په لرغوني مصر کې ځېلې لري. د لرغوني مصر د منځني سلطنت د دوران په يوه کيسه (ماڼو او حيرانوونکی ټاپو ) کې ، يوه بېړۍ ډوبيږي او يوازې ماڼو ژوندی پاتيږي . ماڼو يوه ټاپو ته ځان باسي ، ټاپو نامسکون وي ، دی هلته خزانه مومي او چې څنګه له ټاپو څخه په راوتلو بريالی شي ، ټاپو په اوبو کې لاهو شي.

د سکاټلېنډ د نامتو ناول ليکونکي رابرټ لؤيس سټونسن Stevenson(۱۷۷۲ـ ۱۸۵۰) مشهور ناول (د ټاپو خزانه) دهمدې موضوع يو مشهور مثال دی. د سټونسن د ناول اتل په نامسکونه جزيره کې د خزانې نقشه مومي.

د دولسمې ميلادي پېړۍ د مسلمان فيلسوف ابن طفيل په مشهور فلسفي داستان (حی بن يقطان ) کې يو څوک په نامسکونه جزيره کې اوسي او هلته معنوي خزانه پیدا کوي، يعنې د خدای د وجود منلو ته رسيږي. 

د مصريانو ځينې نکلونه د بلې دنيا په باره کې دي . د بلې دنيا ترسيم او توصيف د دنيا د ادب يو بل مهم موتيف دی چې پوهان يې سرچينې په لرغوني مصر کې ويني [دایټاليا د ترټولو لوی شاعر دانتې شاهکار،الهي کميډي، د هغې دنيا د ترسيم ډېر مهم اثر دی.]

د لرغوني مصر په ادبیاتو کې لولو چې په اسمان کې يو داسې ځای شته چې بنيادم پکې همېشه ځوان پاتيږي ، نه بوډا کېږي . دغه ځای ډېر خوندور خواړه لري ، د څښاک له پاره خورا بهترين شيان پکې شته . د دغه ځای د اوسېدونکو خورا ښايسته جامې وي چې نه زړيږي ، نه چټليږي . د دې ځای اوبه تازه او مېوې مزه ناکې وي. دلته شيطاني روحونه، ماران او حشرات نشته او د اوسېدونکو ذهن يې له تل پاتي سکون څخه خوند اخلي.

په یو بل ځای کې بيا بد کسان اچول کيږي . بد کسان هلته ابدي جزا ويني او په داسې جهيلونو کې چې اوبه يې د اور د لمبو په شان وي، اوسي. په دې ځای کې خطرناکې سمسارې،چيچونکي ماران او داړونکي ځناور لر بر کېږي. د دغو جهيلونو ساتونکي هم ډېر بوږنوونکي ځناور دي چې ګنهګارو ته قسما قسم سزاګانې ورکوي.

د اروپايي ادب يو ډېر مشهور نکل،سيندرلا( Cinderlla ) چې په اووه سوه بڼو ویل شوی ، د يوې مظلومې نجلۍ داستان دی چې وروسته بيا يو مشهور شهزاده ورباندې زړه بايللی او…. د دې کيسې لومړنۍ بڼه په ۲۶ ميلاد مخکې پېړۍ کې په مصر کې وينو.

د لرغونو مصريانو په اوږدو نکلونو کې سنوحي snohi یوهغه نکل دی چې په پېړيو پېړيو مشهور و. دغه نکل د څلور زره کاله پخوا زمانې اثر دی. 

سنوحیت Snohit په اسيايي ملکونو کې د مصر د جايداد اداره کوونکي وي. کله چې فرعون خبريږي چې ځينې ليبيا وال په غربي دلتا کې لوټ کوي نو د مشر زوی په مشرۍ عسکر وراستوي. باغيان ځپل کيږي. د ستنېدو پر وخت شهزاده ته خبر ورکول کيږي چې فرعون مړ شوی دی. شهزاده بايد بيړه وکړي او تخت ته ځان ورسوي . د فرعون له مړينې څخه له شهزاده پرته بل څوک نه دي خبر ،خو سنوحیت ته چې له شهزاده سره د لارې مل دی ، اطلاع رسيږي چې د شهزاده کشر ورور هم د پلار له مړينې خبر شوی او په ډېرې تېزۍ د پايتخت په لور روان دی . سنوحيت فکر کوي چې د دغو وروڼو تر منځ خامخا جګړه پېښيږي نو بهتر ه ده له مصر څخه ووځي ، وتښتي.

دی د تېښتې پر وخت ډېر تکليفونه ويني اوځان فلسطين ته رسوي. دهغه ځای واکمن يې وپېژني ، خپله لور ورکړي او لوی چارواکی شي . کلونه واوړي . سنوحيت بوډا شي او وطن ورياد شي او د ستنېدو له پاره دغه دليل راوړي  دبنيادم لپاره تر ګردو لویه خبره دا ده چې د خپل تولد په ځای کې ښخ شي .) د ده دليل ومنل شي.فرعون يې د تېښتې ګناه ورمعاف کړي، مصر ته ستون شي او هلته د ځان له پاره ښه مقبره جوړه کړي.په دغه نکل کې رياليستيک تمايلات ډېر وينو. خو د مصريانو اکثره نکلونه په خارق العاده پېښو ولاړ دي او جادو پکې لوی نقش لري.

د کابو څلورزره کاله پخوا په يوه نکل کې لولو چې يو بې لاري سړی د يوه کوډګر مېرمن تېرباسي . تار ورسره اچوي. کوډګر يوه جادويي سمساره سازوي او کله چې دغه سړی په سيند کې لامبي، پر جادويي سمساره سزا ورکوي.

د مصر په نکلونو کې د داستاني ادب يو خورا مهم خصوصيت يعنې حيرانوونکی عنصر ډېر وينو. حيرانوونکی عنصر دهرې زمانې په داستانونو کې لیدل کېږي خو څرنګه چې حقايق بدليږي نو حيرانوونکي موضوعات هم بدليږي . په پخواني مصر کې خلکو عقيده لرله چې په جادو کې ډېر زور دی ځکه خو د دوی لپاره جادو غير معقوله حيرانتيا نه وه. دهرې زمانې خلک معمولاًً هغومره حيرانتيا خوښوي چې د دوی عقل يې منلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *