تاند- ستاسو پاسورډ څه دی؟ 123456 دی؟ که abc123؟ او که که ستاسو لومړی نوم؟

له یوې تازه څېړنې او سروې سره سم په سلو کې ۴۳ کسان له ورته پاسورډونو څخه کار اخلي.

د کاناډا د اونتاریو پوهنتون څېړونکو د خلکو د کمپیوټر، ایمیل، بانک او ګڼو نورو پاسورډونو له سروې وروسته دا نتیجه ترلاسه کړې ده.

دوی وايي، په دې سروې کې یې د آنلاین لوبو یا ګېم د یوې ویبپاڼې د کاروونکو ۳۲ ملیونه پاسورډونه کتلي. دا پاسورډونه د یوه هکر له لوري خپاره شوي ول.

د اونتاریو د څېړونکو له سروې څرګندېږي چې په سلو کې ۳۴ خلک ورته ساده پاسورډونه غوره کوي خو په سلو کې ۶۶ نور پېچلي او الګوریتمي پاسورډونه، چې عموماً یې کمپیوټر جوړوي، غوره کوي.

دا څېړنه وايي چې د ډېرو خلکو پاسورډونه په اسانه پیدا کېدای شي ځکه چې په سلو کې د ۱۷ کسانو پاسورډ د زوکړې نېټه ده، په سلو کې ۱۰ له خپل نوم او کورني نوم څخه پاسورډ جوړوي او په سلو کې ۹ نور د کورنیو حیواناتو نومونه د پاسورډ په توګه کاروي. په لوېدیځو هیوادونو کې اکثره خلک یا پیشو یا سپی ساتي او نوم پرې ږدي.

په دې څېړنه کې همداراز ویل شوي چې ډېر خلک په دې سخت عصبي کېږي چې پاسورډ ورڅخه هېرېږي. دوی د پاسورډ د نه هېرولو لپاره له مختلفو شېوو کار اخلي، مثلاً په سلو کې ۷۱ پاسورډ ذهن ته سپاري، په سلو کې ۱۲ یې په کمپیوټر یا ټېلفون کې لیکي، لس فیصده یې پر کاغذ لیکي او ۷ فیصده نور د پاسورډ د نه هېرولو لپاره له خاصو پروګرامونو کار اخلي.

د دې تحقیق له مخې تر ټولو زیات کارول کېدونکي پاسورډونه دا دی:

assword، 123456، abc123، 111111، master  ، Jesus

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *