په دې کې شک نشته چې پاس یادو شویو رسنیو پښتو ژبه څه نا څه ژوندۍ ساتلې اود دوی د دې نیکۍ پوروړې به تل افغانان او پښتانه وي، خو بايد دوی دلته تم نشي او نور هم پرمختګ وکړي. البته له بده مرغه داسې ندي شوي او په خپله مکان له اولې ورځې راپه دې خوا مستقم ولاړ دي.

کېدای شې چې له دغه شعر به یې الهام اخیستی وي؛

لکه ونه مسقیم په خپل مکان یم
که خزان را باندې راشې، که بهار

دا منم چې کامل انسان د پورتني صفت څښتن وي، او تل د خوښیو او ننګونو په مقابل کې کلک وي لکه غر. خو د رسنیو یا میدیا د اوج په دور کې چې له هر لورې مینوالو ته د خبر رسولو لاره پرانیستې ده، نوموړې شعر صدق نکوي.

تلویزیونونه باید تل له خپلو اعظمې صلاحیتونو نه کار واخلې، څو کتونکې یې بل لور ته لاړ نشي. همدا شان، د تفریحې، سپورتي، سېلاني، سندریز باڼډار، د کوچنیانو نړۍ، روزنیز او ورته نورو خپرونو مېنوال نن سبا په اسانې سره نړېوالو رسنیو سره د انټرنیت، کیبل، سټلایټ او نورو وسیلو پر مټ نښتي، او هر کله چې هم وغواړي، ورته لاس رسی لرلی شي.

نو دغه د ګوتو په شمېر خوږې رسنۍ چې د افغان او پښتنو پر نوم افغانانو او پښتنو ته خدمت کوي، پکار ده چې مینوالو ته له مطلبه ډکې خپرونې ولري، څو مینوال يې نورو مېډیاګانو کتلو ته اړ نشي.

نن سبا د کورنېو سیاسي بحثونو مینوال خورا ډیر دي، او تل غواړې د هیواد له سیاسې حالاتو ځان باخبره وساتې،  خو د نوموړو چینلونو پر کتلو ئې تنده نه ماتیږې، او له ناکامه د هیواد نورو پرمختللو چینلونو ته مخ اړوي.

نوموړي چینلونه ټول هغه امکاناتو ته لاس رسی لري، چې د هیواد نور چینلونه لکه، ۱، طلوع، خورشید، اریانا او ځنې نور ورته لاس رسی لري، خو کمزوره مدیریت، نا انډوله خپرونې، ناسمه اداره، بې ځایه تبلیغات، نا خبره او یا هم نا پیژندل شوي سیاسې کارپوهان، کمزوره ګرافیک، بې وسې کمره، د ګوتې په شمېر ځایي راپور وروکوونکې، ضعیفه غبرګون، د سر خبر ته لاس رسی نه لرل، او ځنې نورې نیمګړتیاوې د دې لامل شوي چې دغه محترمې رسنۍ لیدونکې کم اوسۍ. په یاد مو وي چې د رسنیو یوازینۍ شتمني لېدونکي دي، او هر هغه پیغام چې کومه اداره غواړي نشر یې کړي نو د هغو رسنیو له لارې يې سپارښتنه کوي، کوم چې د لیدونکو دروند انډول لري.

که د هېواد هره رسنۍ وګورې نو ورځ په ورځ به نوې خپرونې، پروګرامونه، تفریحې او خبرۍ پرمختللې راپورونه او نور لري چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې به هر وخت ورته د خپلې ویبپاڼې، یوټیوب، يوسټریم او نورو نړیوالو پرمختللو ویب پاڼو له لارې هر مهال چې وغواړې په ښه انځوریزه او غږیزه کیفیت لېدلې شې. خو زمونږه د مینې رسنۍ چې تل ئې لیدل غواړو کله هم پر نوموړو پاڼو نه مېندل کیږي، او که یوه نیمه ومېندل شي نو کله ئې غږ نه اورېدل کیږي، کله انځور ئې د لېدلو نه وي او کله چې دا دواړه سم وي نو بیا خپرونه د کتلو نه وي.

د بیلګې په ډول، د شمشاد، ژوندون، پښتو او کابل نیوز تلویزیونونه د هېواده بهر د جادو بکس پر مټ لېدل کیږي، خو تل د شمشاد تلویزیون انځور د تلویزیون د سکرین نه کوچنې وي او غږ ئې په ناسمه ډول اوریدل کیږې. همداشان، د هیواد رسنېو په کراتو، کراتو د سپوږمۍ په اړه خبرونه او د نړي ګوټ، ګوټ ته سفرونه وکړل، خو راپور ئې تش په لازمه وخت کې خپور کړ او بیا ئې ارشیف کړل. د شمشاد محترم تلویزیون  بیا کله هم د بولان د سفر خوږې خاطرې د خپل سکرین نه نه لري کوي. ښه به دا وای چې د هغې ورځ نه را پدیخوا بیا، بیا تللې وای او تازه مستند راپورونه ئې جوړ کړي وای، نه دا چې  له بولانه تر پامیره او پر سکرین بیا لیکل شوي وي چې کال ۲۰۰۹!!

د کابل نیوز کمره دومره خبریالانو ته نږدي ده چې د هغوی پر مخ داغونه هم لیدل کیږې او تل ئې اواز ورک وي او یا دومره لوړ وي چې بیرته په سټدیو کې غبرګون کوي، همداشان د ژوندون تلویزیون غږ او کارپوهان دی بیا دي ته اړباسې چې نور چینلونو ته مخه وکړې. په ورته وخت کې، کله هم د ۱ تلویزیون ته مخه کړي نو د هر څه یو مناسب انډول به وګورې، او په ښه کیفیت به ئې د خپل لاسې تلیفون پر مټ پرته له کومه خڼډه هر مهال ولېدلی شي.

د شرق او پښتو محترم تلویزیونونه خو ویب کمرۍ ته ورته دي، او لا ډیر مزل مخ ته لري.

د محترمو رسنیو نه د ټولو افغانانو دا غوښتنه ده چې لطفأ د خپلو تلویزیونونو په خپرونو، غږ، انځور، کره والي، تازه مالومات او نور ورته معیارونو باندې کار وکړي، او خپلې رسنۍ د نړیوال معیار پر اساس پر مخ بوځي. تر څو په ټولنه کې موږ هم د خپلې ژبې د کمښت حس ونکړو.

5 thoughts on “شمشاده، ژوندونه، شرقه، پښتو او کابل نېوزه/ اباسین جګړ‎”
  1. ګران اودزړه سر وروره جګړ صا حب سلامونه اودرناوی مې ومنی. نور څه مې دتوان څخه نه دې پوره خودومره به ووایم چې الله ج دې ښه ،ډیر اوخوشاله ژوند درته درکړې. او الله ج دې ګران هیواد او هیواد والو په خدمت کې تل ډیر موفق او بر یالی لره. ا

  2. او داغه رنګه د( تا ند) دددرنې اود قدر وړ ادارې څخه یوه نړۍ مننه چې دګران هیواد او مظلومو پښتنو دخدمت لپا ره بې اندا زې زیار او زحمت ایستلی دی. موږ یې د احسان پوروړې یو. تل به ددوی خدمت یا دوو. الله ج دې یې چلونکې وروڼه تل خوشاله ، سرلوړې اوژوندې لرې !!! بیا هم مننه

  3. د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې د ټلویزیون امکاناتو ته په پام ښې دي. خو د لا ډیر کار هیله تری کیږي

  4. سلام او نیکی هیلی

    په ریښتیا چی هم داسی یو مهمه موضوع مو را برسیره کړی ده چی د پام وړ هم ده د اوسني د رسنیو په دغه میدان کي پښتو چینلونه لږ شاته پاتی دی سره لدی هم زه یی د دوی ټولی هڅی ستایم مګر نوری هڅی هم پکار دی ږ

    په درناوی

  5. سلامونه او نیکی هیلی ښه مطلب ته مو پام شوی ده په رښتیا هم چی مونږ له ډیری مودی دی پښتو چینلونه ته تلوسه ؤ چی کله
    به جوړیږی ځکه مونږ له کوچنیوالی نه دایم په خپله مورنی ژبه کوم تلویزیونی چینل نه درلود او یواځی یو ملی چینل و چی هغی کی هم د مور او میری چلند کیوه او اکثر مطالب یی خصوصا مهم مطالب به په پارسی ژبه خپریدل نو کله چی مونږ واوریدل چی دا پښتو ژبی چینلونه په کار پيل کوی نو زمونږ ډیره لیوالتیا ورته پیدا شوه مګر له بده مرغه داسی ونشول او زمونږه هغه تنده چی له ډیری کودی مونږ درلوده هسی ونشو په تلویزینی چینلونو کی ډیری نیمګړتیاوی دی چی باید اصلاح شی اول دا چی د بی ځایه تقلیدونه دی ډډه وشی به دی تلویزینو کی اکثر نوی ځوانان ویندویان دی او غواړی چی له نورو چینلونو نه لکه طلوع او داسی نورونه تقلید وکړی او دهغو اکټونه کوی باید دی ته متوجه شی چه ته پښتون یی ته باید دروند کینی او درندی خبری وکړی بل دا چی اکثرا داسی هنرمندانو سندری خپریږی چی سړی یی په لیو باندی شرمیږی لکه پری غلامی – کریستال – دلکش – دنیا غزل او داسی نور مونږ ښه ښه هنرمندان لرو په لره پښتونخوا کی او په بره پښتونخوا کی مګر د هغو ښکلی سندری هیڅکله هم نه خپریږی د ویندویانو لباس ډیر غیر منطم وی په داخل د استدیو کی له ډبلو جمپرونو او کوټونو سره ناست وی او ویندویی کوی او په دی نه دی خبر چه کله څوک یو بلډینګ یا استډیو ته ننوځی خپل د باندی کالی او باسی لکه خولی بالاپوش او داسی نور د چینلونو د ګرافیک به ځه ووایم کمیدی برخه ډیره ضعیفه ده اکثرا داسی مطالب خپریږی چی د سړی خندا څه چی ژړا ورته ورځی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *