تاند- د پاکستان د پوځ په مرکز راولپنډۍ کې نن /جمعه/ ځانمرګی برید شوی چې د لومړنیو راپورونو له مخې لږ ترلږه ۸ تنه پکې وژل شوي دي.

د راولپنډۍ ښار په روغتونو کې بیړني حالت اعلان شوی دی.

تراوسه پوري د دې چاودنې په نتیجه کې، چې د ښار په یوه له ګوڼه ګوڼې ډکه سیمه کې شوې، د ټپیانو دقیق شمېر نه دی څرګند.

ویل شوي چې چاودنه د شیعه ګانو د یوې امام بارګاه یا مذهبي مرکز په خوله کې شوې ده. په دې مرکز کې د حضرت محمد (ص) د میلاد په مناسبت غونډه روانه وه.

شاهدان وايي چې ځانمرګي غوښتل چې دغه مرکز ته ننوځي خو د هغه په دروازه کې ودرول شو.

امنیتي چارواکي وايي، ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.

له دې جلا پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله له قوله ویلي چې طالبان به نور د عوامي نشنل ګوند پر ځای د واکمن مسلم لیګ پر غړیو حملې کوي.

په تېرو کلونو کې طالبانو د عوامي نشنل ګوند په سلګونو غړي ترور کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *