آغامحمد قریشي –
هغه سړی چې پښه به یې له یوه سفارته تر بل سفارته وه، د لویدیځ هر ډیپلومات ته به یې نه یواځې پر افغانستان د حاکم رژیم – طالبانو، شکایت کاوه، بلکې هغوی ته به یې د سیمې د ترهګرۍ د پراختیا او نړۍ ته یې په راتلونکې کې د لوی ګواښ پېښېدو خبرې کولې. ځینو ورته د پیاوړي ډيپلومات او سیاستوال په سترګه کتل او د هغه خبرو ته به یې پام کاوه، ځینو ورته د یو ساده ولسي قومي مشر په سترګه کتل، د هغه خبرې او په سیمه کې د ترهګرۍ د پیاوړتیا خبرې ورته جدي نه ښکارېدې. هغه په روم کې له پخواني پاچا اعلیحضرت محمد شاهرشاه، شمالي ټلوالي او افغانستان کې له هغو ولسي وګړو سره تماس کې و، چې د طالبانو رژیم ورته د منلو وړ نه و.
پر دې سربیره چې په امریکا کې ورته د خپلو وروڼو پر مټ د اوسېدو فرصت و، نه یې غوښتل هلته و اوسيږي، کویټې ښار کې یې ژوند کاوه، کله نا کله به ورته له افغانستانه ولسي مخور او متنفذین هم ورتلل. سړی په ژبه پوه، چټک او زیرک و، د پلار له مړینې وروسته یې په چټکۍ د خپل قوم (پوپلزو) پر قومي مشرانو سربیره له نورو قومي مشرانو سره هم اړیکي پراخول، ځینې وختونه خو به داسې هم پېښېدل، چې د ولسي وګړو د انتقادونو څخه د لرې والي په خاطره به یې ږیره لویه کړې وه. دا حامد کرزی و، د افغانستان د معاصر تاریخ هغه پیاوړې څېره چې په لومړي ځل یې ددې هېواد تاریخ ته د سوليیز واک د انتقال مراثي بنسټ کېښود.
کرزی له هغو لومړنیو کسانو څخه دی، چې په ۱۹۹۰مه زيږديزه لسیزه کې یې پر امریکا ږغ کړی و، چې د هغوی د بې غورۍ له کبله به سیمه د ترهګرۍ پر مرکز واوړي، امریکا هم ولیدل، چې تر ۲۰۰۱زيږديز کال پورې افغانستان او له هغه وروسته د پاکستان (فاټا) او بلوچستان د ترهګرو لوی پټنځایونه جوړ شوي او په محار کولو یې د پاکستان پر ملکي ادارې سربیره نړیوال هم ستړي شوي. ومو لیدل چې اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو، دا هغه حقیقت و، چې له بربنډ کېدو سره یې نړۍ هېښه شوه.
په دې وروستیو کې پاکستاني ولس بله لویه قرباني هم ورکړه، چې د ښوونځي له ۱۵۰ زیات ماشوم زده کوونکي یې ووژل شوو. بل لور ته افغانان هره اوونۍ له دې ته ورته پېښو سره بیخي عادي شوي دي.
د پخواني افغان ولسمشر، هند او چین ته تر سفرونو وروسته رسنیو دا خبره جدي نیولې، چې ګڼي امریکایانو غوښتي، چې د هغه په ساتونکو کې نفود پیدا کړي او له دې لارې خپلو اهدافو ته ځان وروسوي. دې خبرې په افغان ولس کې راز راز تشویشونه پیدا کړي، ځینې یې داسې تعبیروي، چې ګڼي امریکا غواړي پخوانی ولسمشر کرزی ووژني، ځینې یې داسې درکوي، چې ګواکې هغوی غواړي، د کرزي وروستۍ سیاسې هڅې او کړنې د هغه په ساتونکو کې د نفوذ پر مټ و څاري، ځکه مو اړینه وګڼله چې په دې برخه کې څه ولیکو.
مختلف لاسوندونه ښيي، چې کرزی د سي ای اې ستراتیژيک ملګر ی و او ملګری یې کېدای شي. د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو د دولس پیاوړو سرتېرو مشر (جاسن امیران) په اروزګان کې له ولسمشر کرزي سره تودې سړې تیرې کړي، له هغه سره یې ژوند کړی او د هغه میړانه او زړه ورتیا یې ستایلې. د لومړي بُن کنفرانس پر مهال نه عبدالستار سیرت او نه هم استاد برهان الدین رباني په خپل دې هدف کې بریالي شول، چې د افغانستان د راتلونکي زعامت چارې به ورتر غاړه کېږي. همدا د امریکا د سي ای اې ځواک و، چې خپل ستراتېژيک ملګری کرزی یې واک ته ورساوه. که یې غوښتي وای، نو له وړاندې به یې د هغه ژوند ته خطر پېښ کړی وای. زه فکر کوم، چې کرزی د امریکا ستراتېژيک ملګری ځکه دی، چې د اوباما په راتلو سره د هغه یواځې له اوباما او د هغه له ملګرو او د بهرنیو او دفاع وزارت له هغو چارواکو سره اړیکي خړې پړې وې، چې د اوباما په غوښتنه یې نه غوښتل کرزی بریالی شي.
په ۲۰۰۱ز کال د ژمې په سړو شپو کې ولسمشر کرزی د بُن کنفرانس تر پرېکړې وروسته له کندهاره په امریکایې هیلي کوپټر کې یواځې کابل ته راغی او ارګ ته په دوو لاسونو او پښو ننوت، له هغه سره نه کوم افغان ځانګړي امنیتې سرتېري وو او نه هم ورسره کاري ټيم، د لومړي ځل لپاره یو ډيپلومات ځان په واک کې د جنګسالارانو په منځ کې ایسار ولید، ځکه ترڅنګ یې د فاع وزارت و او دفاع وزارت د شمالي ټلوالي پیاوړي غړي محمد قسیم فهیم ته ورکړل شوی و. دې ته ورته نورې کلیدي څوکۍ هم په لومړي بُن کنفرانس کې ویشل شوې وې او د کرزي امنیت هم د امریکایي ساتونکو له لوري خوندي شوی و.
بل لور بوش د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خپله ډیپلوماسۍ کې د انډول ساتلو ته هم پام کاوه، څومره چې یې مشرف ته پام کاوه، په همدې کچه یې کرزي ته هم پام کاوه. په دې اړه د سیمې پیاوړی لیکوال احمد رشید په خپل اثر(په هرج و مرج کې ښکېل – Descent Into Chaos ) کې لیکي: “ د مشرف تر ټولو پیاوړی مخالف منقد کرزی و. مشرف او کرزي دواړو په امریکا متحده ایالاتو کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې شخړه وکړه او له هغه وروسته یې په مرکو کې یو پر بل پسې نامناسبې او سپکې خبرې کولې. بوش وغوښتل، چې دواړو ته په سپینه ماڼۍ کې د ماښام ډوډۍ ورکړي او په دې سره د دواړو ترمنځ شوې لانجه حل کړي، خو هغوی دواړو له یو بل سره د یو ځای کېدو پر مهال یو بل سره لاسونه ميلاو نه کړل. ډوډۍ هغه مهال یو ځل بیا په شخړه واوښته، چې کرزي له مشرف څخه غوښتنه وکړه، چې مشرف دې په پاکستان کې طالبان ونیسي او له ترهګرو سره دې د سولې تړونونه نه کوي.´´ که وګورو بوش په دې او نورو برخو کې پر کرزي مشرف ته هېڅ ترجیح نه ورکوله، له دې ښکاري، چې هغه کرزي ته د یو ستراتيژیک ملګري په سترګه کتل.
هغه مهال چې کله د کرزي له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا سره لانجې ډېرې شوې، د لانجو یوه یې پر ملکي وکړو د هوایې بمباریو خبره وه. امریکایانو خپل سري عملیات، هوایي بمبارۍ او په خلاص لاس نظامي عملیات غوښتل، خو ولسمشر ورته اجازه نه ورکوله او په ډېرو سختو ټکو به یې د امریکایانو او د هغوی ملګري غندل. دا و چې د اوباما له واک ته رسېدو سره سم، هغه څرګنده کړه چې له ولسمشر کرزي سره د شخصي خصومت له کبله به له افغانانو سره تر هغه سم مخته لاړ نه شي، تر څو یې هغه له څوکۍ لرې کړی نه وي.
ولسمشر کرزي د بل هر افغان او لویدیځ سیاستوالو په پرتله د سولې او پخلاینې په برخه کې ځانګړی دریځ لاره. هغه په وار وار له پاکستاني چارواکو غوښتي وو، چې په خپله خاوره کې دې ترهګرۍ ته اجازه نه ورکوي او په کویټه او نورو ښارونو کې دې د افغان طالبانو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي، خو پاکستان یې هېڅ غوښتنو ته ځواب نه و ویلی. کرزي تر پایه طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه. ځینې داسې څرکونه هم وو، چې کرزی د ځینيو معتبرو طالب چارواکو سره تماس کې و او غوښتل یې د سولې ور په خپل ځواک پرانیزي، خو د هغه پر وړاندې د پاکستان منفي سیاست او د نړیوالو نه همکاري، ملګرو ملتونو سازمان ته د نظامیانو د ملګري په سترګه کتل، د دې لامل شول، چې کرزی له طالبانو سره د سولې په برخه کې ناکام شي.
د اوباما د واک له پیل سره سم د افغانستان او امریکا اړیکي یوازې د کرزي او اوباما د شخړو تر نومونو لاندې محدودې شوې، د هغې ډیپلوماسۍ ور وتړل شو، چې د بوش ادارې پلې کړې وه، آن د امریکا ولسمشر بوش به له ولسمشر کرزي سره د ډېرو اړینو موضوعاتو په اړه ټيلیفوني او ویډیویې خبرې هم کولې، چې دا کار له یوې خوا اغیزمن و، له بلې خوا د افغانستان ګاونډیو هېوادونو او د کرزي سیال د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف هم په دې کار سره سوځېده. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی سفیر جیمز ډاوبنز په خپلو خاطراتو کې لیکي: ´´ افغانستان کله هم پر ځان بسیا نه و او کیدای شي، کله هم پر ځان بسیا نه شي، خو دا حالت مایوسونکی هم نه دی. په عامو افغانانو کې د کرزي او د بهرنیانو ملاتړ زیات دی. سره له دې چې مخ په ښکته روان دی، امریکایي او د ناټو ځواکونه کېدای شي د افغانستان حالت له نور خرابېدو وساتي، خو یوازې فعاله ډیپلوماسي کولای شي، دا حالت په ډراماتیک ډول ښه کړي.´´ د ډابنز له خبرې څرګندېږي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ پیاوړې ډیپلوماتیکي اړیکو کولای شوای، ستونزه حل او یا هم د ستونزې حل ممکن کړي، خو ددې چارې فرصت د امریکا ولسمشر اوباما له پامه غورځولی و، نو ځکه ورته افغان ولسمشر کرزي په درنده سترګه نه کتل.
ځینو لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د اوباما ادارې غوښتل، چې د ۲۰۰۹ز کال په ټاکنو کې ولسمشر کرزی ناکام کړي او که یې په ناکامۍ وس ونه رسيږي، نو واک یې باید کم شي، که نه نو باید ورسره په څنګ کې د اجرایه ریاست څوکۍ ایجاد او عبدالله عبدالله ته ورکړل شي. په دې اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یونما) پخوانی مشر کای ایډه په خپل کتاب کې لیکي: “په کابل او د لویدیځو هېوادونو په پلازمېنو کې مکتوبونه او پروپوزلونه لاندې باندې کيدل او د اجرایه رییس (Chief Executive) د څوکۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې ګړندۍ وې. د یو اروپايي هېواد د بهرنیو چارو وزیر خو لیکلی پروپوزل خپله ولسمشر کرزي ته وړ کړ. ځینو نورو بیا دا وړاندیزونه کول، چې له ولسمشر څخه دې د والیانو او ځینو نورو کلیدي څوکیو واک واخیستل شي.´´ دا څرنګنده ده، چې د اجرایوي چارو د څوکۍ وړاندیز د لویدیځوالو په ځانګړې توګه امریکایانو پنځه کاله وړاندې انتخاب و.
د امریکا ولسمشر اوباما له افغان ولسمشر کرزي سره ښه برخورد نه کاوه، کرزي په غبرګون کې د امریکایانو په چاپو، بمباریو او جګړو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله مخې ته کوله او پر امریکایانو یې د رسنیو له لارې فشارونه زیات کړل، چې ګڼي د افغان ولس ژوند ته دې ارزښت ورکړي. په ورته وخت کې پر افغان ولسمشر کرزي د ولسي خلکو فشارونه هم زیات وو. په ننګرهار کې په ۲۰۰۹ز کال کې یوه ولسي قومي مشر هغه ته وویل: “ تر کومه به په جنازو کې ونډه اخلې او اوښکې به تویوې؟ ته هېواد مشر یې، حالت ته بدلون ورکړه.´´ په افغانستان کې مېشتو ځینو امریکایي نظامي او ملکي مشرانو هم د اوباما غوښتنو ته پام کاوه او له ولسمشر کرزي سره یې شخړې ته لمن وهله، چې له ډلې يې یو هم په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو پخوانی قومندان کارل ایکن بیري و. (کیرلوټه ګال) په خپل پیاوړي اثر (غلط دښمن The Wrong Enemy-) کې لیکي: په افغانستان کې د امریکا پخوانی قومندان کارل ایکن بیري په یوه ډیپلوماتیک برېښنالیک کې لیکلي و: “ ولسمشر کرزی یو بشپړ ستراتېژيک ملګری نه دی.´´
د ۲۰۰۹ز کال د انتخاباتي لانجو پر مهال د کرزي او امریکا اړیکي سختې خړې پړې شوې، چې په پایله کې یې کرزي خپل ځانته له هند پرته کوم ستراتيژیک ملګري ونه موندلای شول، نو ځکه یې په کور دننه پر جنګسالارانو تکیه وکړه. کرزي غوښتل ولسمشريزو ټاکنو ته ځینې نوماندان بايد ځکه له نوملړ وایستل شي، چې په جرمونو او نورو کړنو تورن وو. نړیوالو یې ددې کار مخه ونیوله، هغه هم ددې کار د غبرګون په توګه د جنګسالارانو ملګرتیا پیل کړه. جنرال عبدالرشید دوستم یې د ۲۰۰۹ز کال د ټاکنو پر مهال له بهره افغانستان ته ور وغوښت، چې په دې سره هم نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه ورته په غوسه شول. بل لور یې د ۲۰۰۹ز کال تر ټاکنو وړاندې د ملګرو ملتونو د غوښتنې خلاف جنرال محمد قسیم فهیم خپل لومړی مرستیال نوماند کړ.
په ۲۰۰۹ز کال امریکا دوه مخې لوبه پیل کړې وه، له یوې خوا یې اپوزیسیون او له بلې خوا یې د کرزي په کابینه کې دهغه خپل وزیران ورته کلک کړي وو. په کرزي فشارونه دومره زیات شول، چې هغه یې پر هر بهرني بدګومانه کړی و. ټاکنې وشوې، تر دې وړاندې چې د ټاکنو پایلې جوتې شي، نړیوالې ټولنې په نا مستقیمه توګه د کرزي تر غوږ ورتېره کړه، چې ګڼي په ټاکنو کې پاته راغلی او ټاکنې به دويم پړاو ته ځي. امریکایانو د یونما مرستیال استازی (ګالبریټ) چې په خټه امریکایې و، ددې ماموریت لپاره ګمارلی و، چې د کرزي د ناکامۍ او ضعف پر ټکو به کار کوي. هغه دوې لوبې په کار وړلې، یوه دا چې په حکومت کې به د اجرایه چارو ریاست پوسټ ور اضافه کوي او دا رول به د کرزي د ضعف په موخه ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورکوي او که یې دا چاره نه وای بریالۍ شوې، نو یې د موقتې ادارې غوښتنه کوله. دا چې کرزی په خپل ځای کلک ولاړ و، یوه یې هم ورسره ونه منله، بلاخره یې ومنله چې ټاکنې دې دويم پړاو ته لاړې شي. عبدالله عبدالله پوه شو چې دويم پړاو ټاکنو ته تګ به د کرزي پر وړاندې ورته ستونزمن وي، نو ځکه له ټاکنو تېر شو. په دې او ورته چارو کې د امریکا، انګلستان سفارتونو او یونما مهم رول لوباوه.
کرزی په ارګ کې له امریکا سره تر اړیکو خرابېدو وروسته پر هر بهرني بدګومان و، هغه خپل امنیتې تنظیمات منظم او قوي کړل. شپه او ورځ به یې له هر لویدیځ ډيپلومات او سیاستوالو په ځانګړې توګه امریکایانو سره شخړې وې. ولسمشر کرزي، له امریکا په ټوله کې هېڅ ویره نه لرله، ځکه هغه لا وار له مخه په ۲۰۰۱ز کال کې د روزګان په غرونو کې خپلو ستراتېژيکو ملګرو ته خپل زړه ورتیا ښوولې وه، چې کولای شي، د ولس په منځ کې پر هر څومره ستونزو سربیره بیا هم مقاومت وکړای شي.
د ۲۰۰۹ز کال د ټاکنو پر مهال پر کرزي یو بل لوی فشار دا و، چې ګڼي پرویز کامبخش به له زندانه خوشي کوي. ددې لوبې ځانګړی رول د ملګرو ملتونو د استازي دفتر (یونما) د رییس کای ایډه په غاړه و. کامبخش په مزار شریف کې د ژورنالیست په توګه دنده ترسره کوله، هغه د یوې مقالې په خپرولو سره چې ویل کېږي له ایرانۍ ژبې یې ژباړلې وه، تورن و، چې ګڼي د اسلام مبارک دین سپکاوی یې کړی. د نړیوالې ټولنې په لویو فشارونو بلاخره پرویز کامبخش ته په داسې حال کې بښنه وشوه، چې محکمې ورته د شلو کالو حبس غوښتنه کړې وه. په دې کار کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر سپنتا هم منډې ترړې کړې وې.
په ۲۰۰۹ز کال کې لویدیځوالو په ځانګړې توګه امریکا د حامد کرزي پر کمزورې رهبرۍ نیوکې کولې. په ټوله کې د اوباما ادارې نه غوښتل ښاغلی کرزی په ټاکنو کې بریالی را ووځي، پایله همدا شوه، چې کرزي په ټاکنو کې پنځوس جمع یو (۵۰+۱) رایې پوره نه کړای شوې، هغه تر ټولو فشارونو وروسته دويم ځل ټاکنو ته غاړه کېښوده.
له ۲۰۰۹ز کال وروسته کرزي امریکا ته اجازه نه ورکوله چې په خلاص لاس ورنه د خپلو اهدافو د پلې کېدا په برخه کې مرسته وغواړي. هر لویدیځوال سیاستوال، ژورنالست او ډیپلوماټ ته به یې په شکمنو سترګو کتل. هغه به تل له لویدیځوالو سیاستوالو سره شخړې کولې، او د شخړو لوی هغه به یې د ملکي وکړو پر مرګ ژوبلې او یا هم له کرزي څخه د داسې غوښتنو کول و، چې نه د کرزي په وس کې و او نه هم ورته مناسب ښکارېدل، چې په خپله واکمنۍ کې یې سرته ورسوي.
پخواني افغان ولسمشر کرزي له امریکا او ناټو سره امینتې تړونونه لاسلیک نه کړل، هغه د ځینو ملي ګټو د خوندیتوب خبره کوله، خو په اصل کې د کرزي د موضع ګیرۍ یو اړخ شخصي و. له اوباما یې د خپل مخالفت جاج واخیست. دا کار ورته ځکه په ګته شو، چې افغان تاریخ ته به هم خړ مخی نه وي، چې ګويا د زهرو غړپ یې وکړ. اوس هم په کار پوه او مجرب امریکايان د کرزي په هوښیارۍ، تجربې او سیاسي ارزښت پوهېږي او د کرزي به ښایې له امریکايانو سره د پردې تر شا اړیکي ښې شوي وي، ځکه سي ای اې دا کار په اسانۍ سره کولای شي او که نه وي ښې شوې، نو د اوباما د واک له پای ته رسېدو سره به یو ځل بیا کرزی امریکا په څنګ کې ونیسي او د هغه د سیاسي پوهې او ولسي تدبیر څخه به کار واخلی.
د افغانستان پر تېر دریالس کلن کړکیچ ډېر کتابونه لیکل شوي، ان خپله امریکایي او نورو لوديځو چارواکو، پوځیانو او ډيپلوماتانو هم پرې ډېر څه لیکلي، یوه کتاب کې همداسي نه دي لیکل شوي، چې په افغانستان کې د کمزوري حکومت پړه یواځې پر حامد کرزي وه، بلکې ډېره پړه یې پر نړیوالې ټولې چې په سر کې یې امریکا راځې اچول شوې. ډېر داسې تحلیلونه هم شته، چې د سولې بهیر ته هم لویدځوالو او په سیمه کې یې ملګرو هېوادونو خنډونه جوړوي او نه غواړي په افغانستان کې تر هغه سوله راشي چې اهداف یې نه وي بشپړ شوي.
د افغانستان د تېر دیارلس کلن (۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې) بحران په اړه ډېرو بهرنیو او کورنیو څېړونکو، لیکوالو، ډیپلوماتانو او ان نظامې چارواکو لیکنې کړې، ډېرو یې د افغانستان د بحران لویه پړه پر نړیوالې ټولنې تاوان کړې، چې په سر کې یې امریکا راځې او دا کار د اوباما د ادارې پر مهال چې د افغانستان د ستونزې له حل سره یې د بوش په پرتله دلچسپې نه لرله اوړي. بل لور د افغان ولسمشر کمزورې اداره او د هغه له جنګسالارانو سره ملګرتیا بیا د ولسمشر کرزي نیمګړتیاوې په ګوته کوي. له لومړي سره همدې امریکا او نړیوالو همدا جنګسالاران په خپلو پیسو او قراردادونو چاغ کړل، چې اوس یې په مهار کولو ستړي شوي.
کرزی له یوې لسیزې ډېر د امریکا ټینګ ملګری پاته شوی، له هغه سره د امریکا په اړه ډېر داسې معلوات شته، چې په افشا کولو سره یې د امریکا حیثیت ته زیان رسيږي. د داسې یو ملګري چې ورسره د امریکا ډېر محرم معلومات شته، نو ځکه به امریکا هېڅکله ونه غواړي، چې کرزی له لاسه ورکړي، بل لور که فکر وکړو، که رښتیا هم کرزی وغواړي، چې د امریکا محرمې خبرې افشا کړي، نو د سر په زیان به یې تمامه شي. په داسې یوه هېواد کې چې پکې دفاع وزارت هم خوندي نه وي، هلته به څنګه ولسمشر په خپل کور کې په شلو ساتونکو وساتلی شي؟ ویل کېږي، چې په پام کې وه، پخوانی ولسمشر کرزی هم د لندن وروستي کنفرانس ته ور وغوښتل شي، خو د اوباما ادارې یوه وېره همدا وه، چې ګڼي کرزی به په کنفرانس کې دهغوی ځینې کمزوري ټکي او نورې محرمې خبرې افشا کړي، نو ځکه یې هغه دې کنفرانس ته ور ونه باله.
کرزی د سي ای اې پر لاس د امریکا ستراتېژیک ملګری پاته شوی، په ۲۰۰۱ز کال کې هم همدا (سي ای اې) د کرزي ملګرتیا کوله، چې په بُن کنفرانس کې هم بریالی راووت. په ارګ کې یې د کرزي لپاره د امریکا له ځانګړو ځواکونو ساتونکي ګمارلي وو. په دې کې هم شک نشته، چې کرزي خپلو ځانې اهدافو او غوښتنو ترڅنګ ملي غوښتنې او د ملي ګټو د خوندیتوب هڅې هم کولې. تحلیل دا دی، چې په سیمه کې د کرزي موجوديت، سیاست او هڅو ته اړتیا ده، او تر بل هر هېواد د کرزي سیاست د امریکا په ګټه تمامېدیدلای شي، ځکه امریکا غواړي، په سیمه کې نفوذ ولري، نو دا نفوذ په داسې حال کې نشي حاصلولای، چې په دې برخه کې هم په استخباراتو او هم بهرنیو چارو وزارت کې سخت د متخصصیونو او کارپوه کسانو کمی دی. د کرزي له ولسي خلکو سره اړیکي خورا جوړي دي، ان له پښتنو پرته یې په نورو قومونو کې هم رېښې زغلولې دي. په تېرو دیارلس کالو کې چې کرزي څومره د میرمنو زړونه خپل کړي او د هغوی پام یې د خپل سیاست لور ته جلب کړی، د افغانستان په ټول تاریخ کې هېڅ بل رهبر داسې نه و کړي.
پخواني ولسمشر کرزي د خپلې دندې تر پای ته رسېدو سمدستي، ارګ په ټوله کې پرېښود، هغه نه غوښتل ارګ په حریم کې دننه ژوند وکړي، هغه ودانۍ یې هم خوشي کړه، چې د هغه د کور لپاره ځانګړې شوې وه. هغه په دې پوهېده، چې ارګ کې دننه دومره سیاسي فعالیت نشي کولای، څومره چې تر دې چاپېريال بهر کولای شي. کرزی کرار نه دی ناست، هغه هره ورځ له ولسي خلکو، قومي مشرانو، ځوانانو، علماوو، میرمنو او کارپوهو کسانو سره ګوري. هغه له بهرنیانو سره هم مجلسونه کوي، څومره چې خپل ملګرو ته وفادار و، همدومره یې ډېر ملګري لا ورته وفادار دي، ځینې یې خو پرته له کوم ځانګړي معاش او امتیاز څخه ورسره کار کوي. هغه بهر ته هم سفرونه کوي، هرچېرته چې ځي، هورې یې هماغسي درناوی کېږي، څومره يې چې د واک پر مهال کېده. هغه په دې وروستیو کې هند او چین ته سفرونه وکړل، چې په اړه یې د رسنیو پام هم ور خپل کړی. ځینې د سيمې په کچه شنونکي داسې تحلیل کوي، چې ګويا هغه غواړي، له ختیځ بلاک سره ښه اړیکي ولري، تر څو امریکا یو ځل بیا د ځان لور ته ماته کړي.
که چېرې امریکا وغواړي، کرزي ته زیان واړوي، نو دا کار به ځکه ممکن وي، چې تر اوسه لا د افغانستان دفاع وزارت هم له بریدونو خوندي نه دی. د کرزي کتو ته اوس هم هره ورځ په لسګونو ولسي وګړي ورځې. د دې کسانو له یوه نه هم مبایلونه او دې ته ورته نور څېزونه نه اخیستل کېږي، که څوک وغواړي هغه ته زیان ورسوي، نو ددې او نورو لارو یې ورته رسولای شي. کرزی لا هم ستراتيژیک ملګری دی او په امریکا کې د اوباما تر واک پای ته رسېدو وروسته به ښایې د هغه له امریکا سره اړیکي یو ځل بیا د پخوا په څېر ورغيږي. دا څرګنده ده، چې د کرزي له سي ای اې پرته له نورو ډېرو امریکایي چارواکو سره اړیکي خرابې شوې وې، خو هغه تر دې اندازې نه چې دی دې د ستراتیژیکو ملګرو له نوملړ څخه وايستلی شي او یا دې هم دهغه ژوند ته زیان ورسوي. کرزی په افغانستان کې تر بل هر سیاستوال په ولسي رمزونو پوهېږي او د دې لارې کولای شي، یو ځل بیا په سیاست کې عملي بریالۍ ونډه ولري، خو د دې چارې لپاره د امریکا او نورو غربي هېوادونو ملاتړ ته زښته اړتیا لیدل کېږي.
د کرزي سیاست ډېر ځانګړی و، هغه یواځنی سیاستوال و، چې د افغانستان ټول اقوام یې پر ځان ټول کړي وو، خو په افغانستان کې یې له نړیوالو سره د سیالۍ پاللو یواځنۍ ښه لار ځان ته موندلې وه. هغه نه کوم عام وګړی او نه هم کومه ډله او حزب خوابدی کړ. تر پایه یې هڅه کوله، چې د ولس تر څنګ ودرېږي او هغوی ته په مات او ګوډ حالت قناعت وکړي. هېڅ داسې یوه بیلګه نه شته، چې د یوې سیمې غوڅ اکثریت خلکو دې د کرزي په خلاف لږ تر لږه یو لاریون هم کړی وي، ځکه د کرزي د سیاست یو بریالی ټکی همدا و، چې خلکو ته یې قناعت ورکولای شوای. د هغه سړه سینه او پراخ نیت هم د دې سب شوي و، چې خلک خوښ کړي. په هر څومره غوسه کې به چې خلک ورغلي وو، د هغه په دې وینا ( خدای مو راوله!) ټول تر اغېز لاندې کول او خوښمن به يې رخصت کړل. د کرزي په سیاست کې د قومي مشرانو ونډه او د هغوی له ځان څخه خوښ ساتل بل څه و، چې امریکا تر پایه پر کرزي برلاسې نه شوه. د کرزي د بریالیتوب يو بل څرک دا و، چې سې ای اې ورسره په ځینو برخو کې همکاري کوله، ځکه چې سي ای اې هم د کرزي سیاست خوښا وه او هم یې په ډېرو برخو کې د هغه له ولسي ملاتړه کار اخیست.
امریکا په سیمه کې ښه ملګري ته اړیتا لري، هغوی له ۱۹۹۰ لسیزې په اوږدو کې له کرزي پرته ښه او ستراتيژیک ملګری چې هم په افغانستان کې له اکثریت قوم (پښتون) څخه وي، او هم د سیمې په سیاستونو پوه او غښتلی وي، ونه موندلای شو، نن ورځ هم امریکا د کرزي په څېر ستراتیژیک ملګري ته اړیتا لري. ټول پوهېږي، چې په افغانستان او پاکستان کې امریکا د خلکو زړونه او د ماغونه بایللي دي. که امریکا وغواړي له چین، روسیې او ان ایران سره په سیمه کې سیالي وکړي او خپل نفوذ زیات کړي، نو اړیتا لري، چې د کرزي په څېر پیاوړي سیاستوالو پر مټ دې موخي ته ورسيږي. ځکه هغه یواځنی سیاستوال دی، چې په ولسونو کې یې ریښې ځغلولې دي. حیرانوونکې خو دا چې د پاکستاني ولس په منځ کې په ځانګړې توګه پاکستان میشتو پښتنو کې هم کرزي نفوذ کړی او ښه اړیکي ور سره لري. دې خبرو ته په کتو سره ټینګار کولای شو، چې کرزی لاهم د امریکا ستراتيژیک ملګری کېدای شي.
داسې څرکونه هم شته، چې حالات به داسې جوړ کړای شي، چې د قانون په خلاف یو ځل بیا خلک اړ شي، د کرزي موقف ته د تلو غوښتنه وکړي او نړیواله ټولنه به یې هم د خپلو موخو د تطبیق په پلمه ورسره ومني. دا به د کرزي په عملي سیاست کې د ونډې دويم باب وي، چې په سیمه کې یې بېلګې ډېرې ښکاري. که فکر وکړو، روسیه کې هم پوتین ورته لوبه وچلوله، چې په پایله کې پرې بریالی هم شو. د روسیې غوندې هېواد کې د پوتین بیا بریالیتوب ستونزمن کار و، خو افغانستان کې د کرزي بیا عملي سیاست ته راتګ یواځې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه کرزی وار له مخه ولسي ملاتړ او اتوریته لري. د کرزي پرلپسې او وروستي سفرونه یو ډول پیغام ورکوي، هغه دا چې ګواکې کرار به نه کښني، ځکه هغه غواړي په سیاست کې مهمه ونډه ولري.
کرزي له امريکا او ناټو سره له دې امله له امنیتي او دفاعي تړونونو لاسلیک نه ډه ډه وکړه، چې ګويا دا يوه حساسه موضوع وه او د دې حساسې موضوع د کرزي په ګومان په ځان نشوای منلی. څومره چې کرزي د امریکا او نړیوالو فشارونو ته ځان ټینګ کړی و، اوسني په واک کې دوه سیاستوال دا کار نشي کولای. اوس هم د ارګ چارواکي له کرزي په ډېرو نړیوالو او کورنیو موضوعاتو کې مشورې اخلي، د هغه ونډه په اوسني سیاست کې په غېرې مستقیمه توګه د پام وړ ده.
حامد کرزی نه یوازې په افغانستان بلکې د سیمې له سیاستوالو سره په هر څه کې ځانګړی و. جامې، ذوق، او ان د پلي تګ کړه وړه یې هم له بل هر سیاستوال سره پوره توپیر لاره. په ځینو پرېکړو او سیاستونو کې پخواني امیر عبدالرحمن خان ته ورته سیاستوال بلل کېږي. په هغو سیاستونو چې کرزی پوهېږي او یا پکې تجربه لري، اوسنی ولسمشر اشرف غني او د اجرایه چارو رییس عبدالله عبدالله پرې نه پوهېږي. نه هم دوی دواړه د افغانستان ټول اقوام پر ځان راټولولی شي. موږ او تاسو شاهد یو، چې د ملي یووالي د حکومت د ګوتو په شمار میاشتې کېږي، له هغوی په ولس کې لیروالی او د ولس ماڼيجنتوب ورځ تربلي زیاتېږي.
هغه مهال چې ولسمشر کرزی د لومړي بُن کنفرانس له لارې واک ته ورسېد، هغه یوه اړیتا وه، چې پر شمالي ټلوالي سربیره ټولو درک کړې وه. د وروستي لندن کنفرانس پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، چې له افغانستانه به سیمیز قدرت جوړوي، لومړی خو دا خبره ناسمه او ټوګه ښکاري، که بیا هم امریکا داسې یو پلان ولري، نو د کرزي په واک کې له موجودیت پرته به دا کار ناشونی وي. ځکه هغه د سیمې په سیاستونو پوه دی او د نړیوالو په پوره ملاتړ کې به د افغانستان د دردونو درملنه وشي کړای.
دا مهال چې ولسمشر کرزی هم پر کور ناست دی، یوازې د پردې تر شا په ځینو سياسي هڅو بوخت دی. په افغانستان کې هم د ناټو او امریکا د ماموریت نوی باب پرانیستل شوی. ځینو رسینو په ځانګړې توګه افغاني رسنیو دا خبره ګرمه نیولې، چې ګڼي امریکا غواړي، ولسمشر کرزی ووژني، په وینا یې چې یې امریکایانو هڅه کړې وه، د کرزي په ساتونکو کې نفوذ وکړي. د پخواني ولسمشر کرزي د واک پر مهال چاغې شوي او د هغه د ملګرو له لورې جوړې شوې رسنیو دې خبرې ته پوره پام کړی. اوس سوال دلته پیدا کېږي، چې دې کې هېڅ شک نشته، چې کرزي د امریکا له څارګرو، کانګریس او ان پوځيانو سره اړیکي ښه وي او لا به هم ښې وي، ځکه کرزی د امریکا ستراتيژيک ملګری و او ملګری به یې وي. دا هغه کرزی دی، چې د بُن په کنفرانس کې پرې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان راتلونکی زعیم به وي. نه پخواني ولسمشر برهان الدین رباني، نه عبدالستار سیرت او نه هم کوم بل چا ته اجازه ورکړل شوه، چې د هغه د انتخاب په خلاف ودرېږي. داسې هېڅ یو لاسوند (سند) به ونه موندل شي، چې له مخې یې دا استدالال وشي، چې د کرزي له سي ای اې سره اړیکي سم نه وي او یا هم سم نه دي. کرزی په سیمه کې یو پیاوړی سیاستوال دی. په افغانستان کې له لوی اکثریت پښتنو څخه دی. د داسې یوې حساسې او مهمې سیمې (سویل-کندهار) څخه دی چې تېر دیارلس کاله ورته پر نړیوالو سربیره د سمیې د هېوادنو هم پام و او خپلې ګټې يې پکې لټولې. نه امریکا غواړي کرزی له لاسه ورکړي او نه هم کرزی غواړي، چې امریکا له لاسه ورکړي. بل خوا، افغانستان هم په ورته حالت او موقیعت کې امریکا ته اړیتا لري. زه په دې باور یم، چې کرزی به یو ځل بیا د امریکا په ملګرتیا په سیاست کې مهمه ونډه اخلي، خو دا څرګنده نه ده، چې کوم ډول دریځ او موقف به ولري.