د کیسه لیکوال او ژورنالیست ایمل پسرلي د لنډو کیسو شپږمه ټولګه لار ورکی د افغانستان د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د علمي خپرندویه ټولنې له خوا خپره شوه.
د ۲۴ لنډو کیسو او د استاد نجیب منلي په یوه سریزه چاپ شوی دغه کتاب د افغانستان د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز کې علمي خپرندویې ټولنې چاپ کړی دی.
دا د ایمل پسرلي د لنډو کیسو شپږمه ټولګه ده.
تر اوسه د ښاغلي لیکوال ټول ټال ۱۰۰ لنډې کیسې د کتابونو په بڼه چاپ شوي دي.
تېر کال ( ۲۰۱۴) په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي د ایمل پسرلي د لنډو کیسو پنځمه ټولګه « یوازي شوي» چاپ کړې وه.
تر هغه وړاندې څلورمه لار، یو مزل دوه نړۍ، د څارنوال هانري قضيې او نورې کیسې او شګې ، لمر او سمندر د ایمل پسرلي د لنډو کیسو څلور نورې ټولګې وې.
د دوی دوه نالونه، بې ځالې مرغه او لټون هم په تېرو کلونو کې چاپ شوي دي.
ډالري معاش د ایمل پسرلي د ډرامو یوازینۍ ټولګه ده.
د یادونې وړ ده چې په پکتیا کې علمي خپرندویه ټولنه په دې وروستیو کې ګڼ نور کتابونه هم چاپ کړي دي.
له هغې ډلې د ومان نیازي د شعرونو ټولګه د سکرو بخۍ او د اجمل پسرلي د لنډو کیسو ټولګه نور خلک هم شامل دي چې له لار ورکې سره په یوه وخت له چاپه راوتلي دي.