د اوسني افغان اساسي قانون جوړېدلو په لویه جرګه کې هم ځینې کسانو د افغان او افغانستان کلیمې مخالفت کاوه، ځان یې افغان نه ګاڼه او د افغانستان لپاره یې بل نوم غوره باله.
هغه وخت که د دوی وس ونه رسېد، بیا هم له خپلې لارې نه اوړي، په خبرو، لیکنو او ویناوو کې د افغان په ځای هم وطنان او د افغانستان په ځای کشور، د افغان ملت په ځای ملت افغانستان د افغانستان ملت وايي.
زموږ ځینې پښتانه چې په څوکۍ وېريږي یا نه پوهیږي یا د بېزو په څېر د نورو پېښې کوي، هغوی هم د افغان او افغانستان په ځای هیواد، هیوادوال، د افغانستان ملت، او هموطنان یا کشور کلیمې کاروي.
نږدې میاشت مخکې په تذکره کې د افغان کلیمې نه راوړلو شور جوړ کړ، په ځینې مهالنیو، ورځپاڼو، راډیوګانو تلوېزونونو او پرلیکه رسنیو کې پرې ګرم بحثونه وشول، چې باید افغان کلیمه وي، که نه وي، موږ تذکره نه اخلو، خو د دې رسنیو په خبرونو، د لیکوالو په لیکنو، د کارپوهانو په نظرونو او … د افغان او افغانستان په ځای په پښتو کې د هیوادوال، هیواد او کشور او هموطنان کلیمې ویل کیږي او لیکل کیږی.
دغه لاندې یې ښې بېلګې دی.
د ماين په چاودنه كي دري تنه هيوادوال شهيدان اودوه نورتپيان سوي دي
په پکتیکا ولایت کی د بی کناه هیوادوال وحشیانه قتل په کلکه غندو
په جوزجان او بادغیس کې سيلاوونو تر ۱۰۰ زیات هیوادوال وژلي
عدليي او قضايي ارګانو بې عدالتيو هیوادوال ترهګرۍ ته مجبور کړي
امریکا د هیواد د لوېدیځ زون ولایتونو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډلر په پام کې نیولي دی
توکمیزې وژنې، د هیواد د ټوټه کیدو یوه پلان شوی دسیسه
د هیواد په کرنیز نظام کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شوي دي
نوی کال دې هیوادوالو ته مبارک وي
خو د افغانستان په څېر په نورو هیوادونو کې چې د ملت یا هیواد له نوم سره حساسیت وي، رسنۍ او لیکوال یې هڅه کوي چې دا نومونه ډېر ډېر ووايي، په پاکستان کې د قوم په ځای پاکستانی قوم او د مملکت په ځای پاکستان، همدارنګه حکومت، پوځ او امنیتی ځواکونو ته پاک حکومت، پاک پوځ یا حکومت پاکستان او افواج پاکستان نومونه را وړي.
په ۲۰۰۸ کال چې په تهران کې وم، د خلیج د نوم په سر ډېرې ناندرۍ روانې وې، عربان یې خلیج او ایرنیان یې فارس خلیج بولي. د ایران په خبر تلوېزون کې ګردی مېز په دې دې مسله جوړ و، بالاخره ټول کارپوهان یې په دې یوه خوله وو، چې که غواړي خلیج په فارس خلیج نوم یاد شي، باید هره ورځ یې په یو نه یو ډول که بې ضرورته هم وي، په خپلو کورنیو لیکنو، مسلو او نورو کې یاد کړي، دارنګه هره ورځ باید په داسې لسګونو لیکنو(خبر، شننه علمي لیکنه) کې چې شمېر یې له ۱۲۰ کم نه وي دا نوم ولیکي چې پر ایرانیانو سربېره یې بهرنیان هم ولولي او دغه نوم یې په یاد کې تلپاتې شي.
د افغان او افغانستان په ځای چې د هیوادوال او هیواد له کلیمو مې بد راځي او په ضرر یې پوی یم، تل هڅه کووم افغان، افغانان او افغانستان ولیکم، د ۲۰۱۱ کال له جون چې د ۲۰۱۲ کال له اکټوبر پورې د یوې ورځپاڼې د خبرونو مسوول وم، پر خبرونو سربېره، که به لیکنه راغله یا رپوټ چې هیواد نوم به و، په افغانستان به مې بدلاوه، د افغانستان حکومت، د افغانستان چارواکي او افغانستان امنیتي ځواکونو او افغانی ټولنه په ځای به مې افغان حکومت، افغان چارواکي، افغان امنیتي ځواکونه، افغان ټولنه لیکله.
دا ورځپاڼه هغو رسنیو ته هم تله چې له افغان او افغانستان سره حساسیت لري، خو مجبور و چې دوی هم افغان او افغانستان کلیمه ووايي او په ورځ کې د لوستلو او اورېدلو له لارې میلیونونو افغانانو یاد ته افغان او افغانستان کلیمه وسپارل شي.