د پکتیکا ولایت په جانیخیلو ولسوالۍ کې د ملي پیوستون پروګرام له لوري د(۱۰۰) ملیونه افغانیو په ارزښت د۸۵ بیلابیلو پروژو کارپیل شو.

دکلیوبیارغونې اوپراختیا ریاست په چوکاټ کې دملي پیوستون پروګرام چې د ORCD مؤسسې لخواتطبیق کیږي دپکتیکا ولایت په جانیخیلوولسوالۍ کې(۸۵) بیلابیلې پروژې چې دکلیودپراختیایي شوراګانو لخوا په ګوته شوې دي دڅه باندې سل میلیونه افغانیوپه ارزښت به ورغول شي.

یادې پروژې چې په بیلابیلو پړاونوکې به پلې شي،استنادي دیوالونه،داوبوواړه اوغټ حوضونه، پلچکونه،داوبولاسي پمپونه،ټولنیزمرکزونه،دکوڅوپخول او یو باب مکتب پکې شامل دي.

دیادوپروژودپیل په مراسموکې دجانیخیلو ولسوالۍ په مرکز کې پراخه غونډه رابلل شوې وه چې دپکتیکا مرستیال والي ښاغلي عطاالله فضلي،دکلوبیارغونې اوپراختیا ریاست او همکارې مؤسسې مسؤلینو،ولایتي شوراغړو،دبیلابیلواداروریسانواوسلګونه قومي مشرانو اوځوانانوپکې ګډون کړی وو.

دپکتیکا مرستیال ښاغلي عطاالله فضلي ددې پروژو پلي کول مهم وبلل او دولسوالۍ له اوسسیدونکویې غوښتنه وکړه ،چې له تطبیق کوونکې پروژې سره خپله هرډول همکاري جاري وساتي ترڅو په ټولو کلو اوبانډوکې په سمه توګه تطبیق شي.

دولایتي شورا ریس افسرخان سلیمانخیل، دیني عالم ملااغاجان قومي مشر ملک ظاهرکټوازي، اویوشمیر نوروقومي مشرانوپه دې ولسوالۍ کې دملي پیوستون دپروګرام په پیلدوسره خوښي څرګنده کړه وې ویل تراوسه پورې په دې ولسوالۍ لکه څرنګه چې لازمه ده هسې کارونه نه دي ترسره شوي .دوي دولایت مسؤلینو ته ډاډ ورکړچې له هرې پروژې څخه به وخت په خت څارنه کوي اوهڅه به وکړي چې ټولې پروژې په ښه کیفیت اوپشپړه توګه پلې کړي.

یادې پروژې په جانیخیلوولسوالۍ کې د(۵۰) کلیوالي پراختیایي شوراګانوله لوري په ګوته شوي،چې په (۱۰۸) کلیوکې به تطیق شي اوسلګونه کورنۍ به ترې ګټه واخلي شي.

دملي پیوستون پروګرام دکلیودبیارغونې او پراختیا وزارت له خوا دملګروملتونودپراختیایي پرواګرام په مرسته جوړشوی پروګرام دی،چې موخې یې دهراړخیزه محلي حکومتدارۍ،دکلیوالي سیمو دجوړولو اودبیوزلۍ دلمنځه وړلو لپاره یوپایښت لرونکی بنسټ دی،ترڅوکلیوال وهڅوي چې په خپله مهمې اوارزښتناکې پریکړې وکړي اودپرمختیاپه ټولوپړاوونوکې برخه واخلي اوله خپلو منابعواوسرچینوڅخه ګټه پورته کړي.

دپکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *