تاند- په اروزګان کې یو شمېر خلکو د فرانسې د بریدونو په ملاتړ کې مظاهره وکړه او دوه حمله کوونکي یې اتلان وبلل.
دا په داسي حال کې ده چې د نړۍ ټولو اسلامي هیوادونو حتي ایران، چې له لوېدیځ سره دښمني لري، دا بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د مسلمانانو د بدنامۍ سبب بللي دي.
مظاهره چیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د پاریس په (Charlie Hebdo) کې د هغه مجلې پر دفتر، چې د حضرت پیغمبر اکرم (ص) کاریکاتورونه یې خپاره کړي ول، د حملې ملاتړ وکړ.
د پاریس په لومړي برید کې ۱۲ فرانسویان ووژل شول.
د اروزګان د چورې ولسوالۍ مظاهره چیانو د ولسمشر اشرف غني پرخلاف هم په دې خاطر شعارونه ورکړل چې ولي یې دا برید غندلی دی.
مظاهره چیانو مخکې تر مخکې د اروزګان امنیه قومندان مطیع الله خان ته خبر ورکړی و او امنیه قومندان هم هغوی ته د مظاهرې اجازه ورکړې وه.
مظاهره چیانو وویل چې امنیتي ځواکونو یې ښه امنیت ساتلی و او مظاهره یې سوله ییزه وه.
د اروزګان چارواکو د دې مظاهرې خبر نن /شنبه/ رسنیو ته ورکړ.
ګڼو اسلامي هیوادونو د فرانسې حملې په دې خاطر غندلي چې اسلام لوېدیځوالو ته تاوتریخجن دین معرفي کېږي او له بلې خوا په فرانسه کې، چې تر ټولو اروپايي هیوادونو زیات مسلمانان پکې اوسي، د مسلمانانو ژوند له ستونزو سره مخامخولی شي.
له همدې کبله د فرانسې مسلمانانو، سره له دې چې د اسلام د پیغمبر د کارتونو خپرېدا ناوړه او د اسلام سپکاوی بولي، خو د مجلې پر دفتر برید غندي.
له فرانسې دباندې په اسلامي هیوادونو کې یو شمېر خلک بیا وايي چې دا برید به ممکن نورې نشریې وبېروي او په راتلونکي کې به د اسلام د مقدساتو د سپکاوي جرات ونه کړي.
some elements using afghan voices in order to show to the world that Afghanistan people are light minded people and in support of violence life. However the whole world knows and aware of who are using the afghans and why do they do that.
Therefore I should say that few hundreds or thousands can’t represent Afghanistan since every country has good and bad people. Afghans should act more mature and should condemn these sort of violence or attacks.
که موږ خپل جنګونه او ستونزی حل کړای شو دا به یوه لویه خبره وي، په همدی یو میاشت کی د افغانستان په ګوډ ګوډ کی څومره بیګناه انسانان د همدی اسلامی اورپکو یا طالبانو لخوا شهیدان شوي
کاشکی د چوره ولسوالی څو تنو اوزګارو ځوانانو (که په رښتیا دا کار یی کړی وي) یو وار د یحی خیلو
د قتل عام او یا نورو خونړي حوادثو لپاره چی په هغه کی په سلګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړ هم د څو دقیقو لپاره مظاهره کړای وای هغه متل دی چی وائي پک که دوا موندلئ اول به یی خپل سر ته دوا پیدا کړئ وائ .
له بده مرغه زموږ یو شمیر افغانان که زرهائو کیلومتره لری د نړئ په کومی سیمی کی کومه پیښه شي فورأ مظاهرې شروع کړي ته به وائې د دنیا دټولو مسلمانانو نماینده دوئ وي خو د خپل وطن د خونړیو پیښو په مقابل بیا بلکل چپه خوله ولاړ وي .
د پاریس د پیښې وروسته به د څو ملیونو مسلمانانو حالت چی د اقلیتونو په توګه اروپائې هیوادو کی ژوند کوي نورهم له ستونزو سره مخامخ شي د دی پیښی نه وروسته په فرانسه کی په څو جوماتو باندی حملی شوئ آیا هغوئ چی دپاریس د ترورستي پیښی په طرفدارئ مظاهری کوي د دی حالت نه خبر دي؟
هیله ده تاند د ی د یوی بامسئولیته ویب پاڼی په توګه داسې خبرونو نه چی معتبروسرچینو نوي تائېد کړئ نخپروي ،ځکه له یوی خوا ددی خبرسپیناوې په یوه داسی ولسوالئ کی چی هلته تګ آسان کار ندي ستونزمن ښکاری همدارنګه داسی خبرونه زموږ په نا آرامه ټولنئ کی د لا زیاتو ستونزو سبب ګرځي.