تاند- هند د شنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه د ناټو پوځیانو وتل به نه یوازې د جنوبي اسیا بلکې د امریکا د متحدو ایالتونو پر امنیت هم منفي اغېز ولري.
د هند د کورنیو چارو وزیر رنجیت سینګ د امریکا – هند د ستراتیژیک دیالوګ (خبرو) پلاوي ته وویل، نوی ډیلی د افغانستان انکشافات په غور څاري ځکه چې د دغه جنګ ځپلي هیواد حالات د سیمې، په ځانګړي ډول د هند پر حالاتو اغېز لري.
انډیا ټایمز ورځپاڼې د ښاغلي سینګ له قوله ویلي:«د ناټو ځواکونو وتل به نه یوازې پر سیمه اغېز وشیندي بلکې د امریکا او نورو هیوادونو پر امنیت به هم بې تاثیره نه وي.»
نړیوالو ځواکونو د ۲۰۱۴ میلادي کال په وروستۍ ورځ په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت له ۱۳ کلونو وروسته پای ته ورساوه او ټول امنیتي مسوولیتونه یې افغان امنیتي خواکونو ته وسپارل.
د ناټو ځواکونه اوس یوازې افغان امنیتي خواکونه روزي.
سره له دې چې هند په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره په بیا رغونه کې په خلاص لاس مرستې کړي او د دغه هیواد په څه باندې ۲ زره ملیون ډالرو په افغانستان کې ډېر سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه او نورې عام المنفعه پروژې جوړې شوي، ځیني افغانان فکر کوي چې هند په هیڅ صورت نه غواړي چې داسي شرایط رامنځته شي چې طالبان د افغانستان په حکومت کې شامل شي ځکه چې هند باور لري چې د افغانستان په حکومت کې د طالبانو ګډون به په افغانستان کې د پاکستان نفوذ زیات کړي.
په همدې حال کې داسي ویل کېږي چې پاکستان غواړي طالبان او د افغانستان نورې اسلامي ډلې سره یوځای کړي او په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو په رایو د هغوی له واک ته رسېدو سره مرسته وکړي.
هم افغان او هم پاکستاني کارپوهان باور لري چې طالبان د توپک په زور واک نه شي ترلاسه کولی.
د انډیاټایمز د راپور پر اسیاس د هند د کورنیو چارو وزیر د امریکا او هند د ستراتیژیک دیالوګ پلاوي ته همداراز وویل چې هندي ادارې له ځینو ویبپاڼو او ټولنیزو شبکو سره ستونزه لري چې (سرورونه) یې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي.